وارخطا او مضطرب اشرف غني

لیکنه / ډاکټر آصف
اشرف غني چې د امریکا او غربي ائتلاف په زور زر او تزویر سره د افغانستان د سرښندونکي او مجاهد ولس د جهادي مشرانو د کرغیړنو اختلافاتو له برکته په ارګ کې د مشرتابه پر ګدۍ ډډه وهلې ده، او د امریکا له لوري بې حسابه او بې کتابه مادي مرستې ترلاسه کوي، آرام او اسوده ژوند یې په برخه شوی دی، بې شمیره محافظین یې ساتنه کوي، ولسمشر اشرف غني نور له خدایه څه غواړي؟
د ولسمشرۍ څوکۍ یې اشغال کړې، جیبونه یې پر امریکایی ډالرو ډک دي، په عالی ځایونو کې یې ژوند په برخه دی، اعلی خوراک او پوشاک ورته رسیږي نو نور له خدایه څه غواړي؟
نو چی د ده په شان انسان د امریکا او غربي نړۍ د یهودو او نصاراو غوړمالي ونکړي او د خپلو مسلمانو هیوادوالو سپکه او توهین ونکړی نو څوک به یې کوي؟ اصلاً د ده نور کار نشته د همدې هدف لپاره دې ګدۍ ته رسول شوی دی نو همدا یې کار او فعالیت دی او باید چې ترسره یې کړي او وخت په وخت خپلو بادارانو راپور ورکړي څو د ده خواته د مرستو چینه وچه نشي.
اوس چې اشرف غني او د ده کاواکه حکومت د مخالفینو لخوا د غاښ ماتوونکو ګذارونو سره مخ شوی دی نو د ډېرې وارخطایۍ نه یې کله له خولې نه یو څه ووځی او کله بل څه؟ یعنی ضد او نقیض خبرې کوې آن تر دې چی سړی فکر وکړي چی ګوندې دا سړی څه رواني تکلیف لري، او ډیری خلک خو لا دا وایی چې نوموړې لیونی دی، خو د لیونتوب تکلیف یې د ځینو خلکو زړونو ته ځکه نه کوزیږي چې دا ناممکنه ده چې یو لیونی دی د ریاست جمهوری څوکۍ ته ورسیږي، خو بیا اروا پوهان دا وضحه کوي چي لیونتوب هم فیصدې لري له ۱٪ نه نیولې تر ۱۰۰٪ پورې نو دا نور د اروا پوهانو او رواني متخصصینو کار دی چی د اشرف غني د لیونتوب فیصدی معلومه او د افغانستان خلکو او نړیوالو ته اعلان کړي.
اشرف غني د تیرې دوشنبې په ورځ ملي شورا ته په وینا کې ډیرې ګډوډې خبرې وکړې چې دلته یې درنو لوستونکو ته د قضاوت په موخه مخې ته ږدو؟
لکه څرنګه چې اشرف غني پخوا د بریدونو پړه کله پر طالبانواو کله پر پاکستان اچوله، کله به یې ویل طالبانو سره سوله کوم کله به یې ویل چې طالبان د سولې نه بلکې د ځپلو خلک دي، نه یې ورسره کوم او ریښې یې باسم.
نو که یو منصف او د سلیم عقل څښتن د اشرف غني د پرونيو ضد او نقیض خبرو ته پام وکړي نو هرو مرو به دا فیصله وکړي چې نوموړی په کوم رواني تکلیف مبتلا شوی دی، ځکه چې یو څوک په یو وخت او یوه ځای او یوه وینا کې یو ځل یو ډول ادعا وکړي او لږ وروسته د هغې برعکس یو څه ووايي، لکه چې وايي چې: طالبان ځپلی شي او ریښې یې له مینځه وړلی شي، ورپسې بیا پر پاکستان تور لګوي چې دوی د طالبانو تمویلوونکي دي خو بل خوا بیا پاکستان ته سوال او عریضه کوي چې طالبان ورته وځپي!
سره له دې چې له یوې خوا پاکستان نه د طالبانو د ځپلو خواهش کوي سملاسي بیا وایې چې امنیت شورا، نړیوالو بنسټونو او نړیوالو مدني ټولنو ته به د پاکستان نه شکایت کوي؟
نو څوک چې مخالفین پخپله ځپلی شې نو بیا بل چاته یې د ځپلو زارۍ کول او بیا سملاسي بیرته په همغه بل چا باندې تور پورې کول او ورپسې بیا یو بل بابا ته د هغه نه هم شکایت کول، آیا دا د روغ سړي کار دې او که د ناروغ؟ او د وارخطا انسان حرکات دي او که د آرام؟
هغه یو ځل په خپلو خبرو کې وویل، چې پاکستان باید د ښه! او بد! ترهګر له منطق څخه تېر شي او د یو مسئول هیواد په توګه دې عمل وکړي.
خو د همدې وینا په ترڅ کې یې پخپله خوله په دې اعتراف وکړ او ویې ویل چې: د افغانستان دښمنان، القاعده، داعش، د حقاني شبکه او ځینې طالبان! دي.
نو چې پخپله اعتراف کوي چې دښمنان یې ځینی طالبان! دي نو د دې معنی دا شوه چی ټول طالبان یې دښمنان نه دي بلې ځینی طالبان یې دښمنان دي نو بیا پاکستان ته دا توصیه کول چی د ښه او بد ترهګر له منطق نه دې تیر شي! په دې معنی چې طالبان ښه او بد نه لري او له یوې مخې بد خلک دي، نو آیا دا د روغ سړي منطق دی او که د څو فیصده لیوني؟
دا په داسې حال کې چې دا ګډوډې د یوه عادي سړې له خولې ندي راوتلي بلکه دا د یوه هیواد او یوه ملت د اولسمشر په حیث شخصیت له خولې نه وتلې اوتې بوتې دي.
هغه بیا د طالبانو په باب وویل چې هغوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع دولت پر خلاف راپاڅیدلي باغیان او محاربان دي.
نو که وپوښتل شي چې یو وخت خو طالبانو هم یو مشروع او اسلامي حکومت درلود، نو تاسی چې له خپلو بادارانو سره یو ځای د هغوي پر حکومت برید وکړ نو آیا تاسې په دغه وخت کې باغیان او محاربان نه وي؟ که وي، نو بیا قدرت پریږدئ او محاکمې ته راشئ او که نه وي نو بیا دوی د کوم منطق په اساس باغیان او محاربان شمیرئ؟ ځکه چې تاسی هم افغانان یاست او دوی هم افغانان دي د هغوی حکومت تاسی رانسکور کړ او ستاسی د حکومت د نسکورو لپاره دوی هاند وهي، نو دواړه خواوې د یوه ډول عمل مرتکب دي په دومره توپیر سره چې له تاسې سره د لسګونو کفري ملکونو په سلګونو زره په مجهزو وسلو او وسایلو سنبال، ټریننګ شوي نظامی اردو هم ملګرې ده او له دوی سره خو په ښکاره هیڅ هم نه لیدل کیږی نو ستاسی چیغی تر اسمانه ورسیدې او دوی خو تر اوسه چا ته هم چیغی نه دي وهلي.
نو د پورته معلوماتو په رڼا کې دې لوستونکي قضاوت وکړي چې وارخطا او مضطرب خلک څوک؟ او د آرام او سکون څښتنان څوک دي؟
او دې لاندې وینا ته یې هم ځیر شئ:
ولسمشر غنِي وویل زموږ د ملت دښمنانو غوښتل چې د ویرې او وحشت په خپرولو سره د افغانستان دولت مجبور کړي چې اضطراري حالت اعلام کړي، خو په دې نه پوهیدل او نه پوهیږي چې افغانان د وارخطا کیدو او مضطرب کیدلو خلک نه دي!!!
دا سمه ده چې اصیل افغانان رښتیا هم د وارخطا کیدو او مضطرب کیدلو خلک نه دي، خواشرف غني او ډله یې دومره وارخطا او مضطرب دي چې کله پاکستان ته چیغې وهي او کله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته او کله هم نړیوالو بنسټونو ته؟ دا یې یوه، او بله دا چې نورې وارخطایۍ به مو پریږدو یواځې د پخواني ولسمشر حامد کرزی هغه منډې به درپه زړه کړو چې د رسم ګذشت د مراسمو پر مهال باندې یې له خپلې څو ډوله په زرګونو اردو له عسکرو سره هغه وخت یو ځای د وراخطایۍ منډې شروع کړې چې یواځې ۲ یا ۳ طالبانو یې پر مراسمو د کلاشنکوف یو څو ډزې وکړې. او دریمه وارخطایي یې همدا ده چې له همغې ورځې نه وروسته دغه حکومت د ویرې او ډار له کبله تصمیم ونیو چې نور به دغه مراسم نه ترسره کوي! او تر نن ورځې پورې یې بیا د دغو مراسمو جوړولو ته زړه ښه نه کړ؟! دا ولې؟
د اشرف غني خبره رښتیا ده چې افغانان د وارخطاۍ او مظطرب کیدو خلک نه دي. خو اشرف غني او حامد کرزي او ډلو یې عملا د وارخطایۍ ثبوت ورکړی دی چې له ملت نه پټ نه دی، نو څوک وارخطا او مضطرب دي؟ او څوک اصیل افغان او څوک جعلي افغان دی؟



