شاعر/ اسماعيل محمدزی
غــمه بــس کــړه نــور مې مه ځپه! ناتوان یــــــم
له مـــودو ، نه د خــوښيو په ارمان يم
په تڼاکو پښو وهم اغزنې لارې
دګلاب ګلاب منزل پر لور روان يم
هسې نه دجنګ ديوان دې رانه داړي
ای سولې ښاپېرۍ درته پرېشان يم
ما چې چاته د تهذيب سبق ښودلی
نن دهغو په نظر کې يو نادان يم
زما شان زما تاريخ زغملی نشي
دجهان د ترقۍ خنډ ځکه افغان يم
محمدزی چې دځوانۍ په خوند پوه نشوم
وخته! تا کړی اخته په وير د ځان يم


















