جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د تورخم د ناورين په اړه ټولو افغانانو او پاکستانیانو ته

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 15, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
12
ځلې شریک شوی
145
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

یوه دیني علمي څیړنه

عزیر اسدخیل

اسلامي تاریخ وایي د بني مصطلق د غزا پر مهال چې کله یو زیات شمیر مهاجرین او انصار د جګړې لپاره راغونډ شوي وو، یو مهاجر ځوان چې ډیر شوخ او مست طبیعته سړی و یو انصاري د شا لخوا نه په ورنو کې په څپیړه یا لغته ووهلو، چې په پایله کې دغه عمل د دواړو تر مینځ په تاو تریخوالي بدل شو، په دې وخت کې مهاجر ځوان چیغې کړې چې هلۍ مهاجرو! همدغه ډول انصاري هم چیغې کړې چې هلۍ انصارو!

دا چیغې د رسول الله ص تر غوږو ورسیدې سملاسي یې وویل: دا څه خبره ده چی د جاهلیت د زمانې په شان بلنې اوازونه او چیغې اورم؟

صحابه و ورته جریان تیر کړ، رسول الله ص وویل چې د جاهلیت د زمانې له کارونو (د یو چا په څپړه او یا لغته وهلو سره سپکاوی کول او یا هم خپل قوم او خیل ته د جنګ جګړې کولو لپاره چیغې وهل) نه ځان وساتئ ځکه دا داسې کارونه دي لکه یو څوک چې د یوه مردار شوي څاروي په مرداره غوښه کې چې ګنده شوي وي لاس او ګوتې وهي، او دا یو خبیث او نجس عمل دی.

کله چې خلکو ورته وویل چې بس هلکان دي تر مینځ یې څه شخړه را پیدا شوه او یو بل یې په څپیړه یا لغته ووهل، آواز یې سره پورته شو او اوس آرامي شوه جنجال یې ختم شو.

بیا رسول الله وفرمایل سمه ده بیا نو پروا نه کوي مقصد چې قوم جنګي ورنه جوړه نشي. او بیا یی وفرمایل چې په داسې حالاتو کې د خپل مسلمان ورور سره مرسته کوئ که هغه ظالم وي او که مظلوم! که ظالم وي له ظلم نه یې منع کړئ دا له هغه سره یو ډول مرسته ده ځکه چې له ګناه نه مو وژغورلو او که مظلوم وي مرسته یې وکړئ او د ظالم له منګولو یې وژغورئ.

 

بیا نبی علیه السلام وفرمایل:

ای خلکو! خبردار! ستاسی رب (الله جل جلاله) یو دی، ستاسی پلار (آدم علیه السلام) یو دی، خبردار! چی یو عربي نژاده په یو غیر عربي نژاده او یو غیر عربي نژاده پر یوه عربي نژاده او یو سورپوستی په یوه تور پوستي او یو تور پوستی په یوه سور پوستي هیڅ ډول برتري نه لري او که لري یې نو هغه به یې په تقوا لرلو کې وي.

آیا ما دا خبره تاسې ته ورسوله؟

هغوی وویل هو!  رسول الله مونږ ته دا خبره ورسوله.

رسول الله ص وویل: ای قریشو! خدای تعالی له تاسی نه د جاهلیت د وخت د کبر کولو بد خصلت له مینځه وړی دی چې هغه په خپلو پلرونو او نیکونو باندې ویاړل وو، ټول انسانان له آدم نه پیدا دي او آدم له خاورې نه پیدا دی.

رسول الله ص لارښوونه کوي او وایی چې:

هغه څوک زمونږ له ملت نه ندی چې د تعصب بلنه کوي او خلک دې ته رابولي څو د ظالم سره مرسته وکړي، او یا په ناحقه په دی لار کی جنګ جګړه وکړي او یا په دی لار کې مړ شي.

بل حدیث شریف کې لارښوونه کوي چې:

که څوک د هغې ډلې تر بیرغ لاندې ووژل شي چې هغه تعصب او عصبیت ته خلک رابلي نو د جاهلیت په مرګ ومړ.

امام نووی رحمه الله د مسلم په شرحه کی وایی:

رسول الله ص ځکه تعصب او عصبیت بلنې ته د جاهلیت نوم ورکړ چې دا کار یې ډیر بد ګڼلو، ځکه چې دا کارونه د جاهلیت په دور کې کیدل چې خلکو د دنیاوي او دې پورې اړوندو نورو کارونو کې د قبایلو لتاړول غوښتل، او خپل حقوق به یی د قبایلو او خیل په واسطه ترلاسه کول، خو کله چی اسلام راغی نو دا کار یې باطل وګرځولو او د قضیو حل یې په شرعی محاکمو او احکامو پروې وتړل نو که یو څوک پر بل چا تیری کوي باید چې قضیه قضائي او عدلي ارګانونو ته وړاندې کړي څو فیصله شي، او ظالم او مظلوم په ګوته او اعلان کړل شي.

رسول الله ص فرمایلي دي:

 فتنه یو مړ شی دی او په هغه چا دې لعنت وي چې دغه مړی راژوندی کوي.

د ذکر شویو احادیثو مقصد او هدف د په ناحقه تعصباتو غندنه ده، لکه د خپل قوم، هیواد او خیل طرفداري کول، په دې معنی چې له خپل قوم، هیواد او خیل سره د هغه چا په ضد دریدل چې په منازعه کې ښکیل شوی وي که هغه په حقه وي او که په ناحقه.

درنو پاکستانیانو او افغانانو خویندو او وروڼو!

دغه احادیث ټول اسلامی امت ته د سمې لارې لارښوونه کوي او د جاهلیت پریښودو ته یې رابولي، او مونږ او تاسو نن په خپلو سترګو د دې احادیث اعجاز ګورو، زمونږ په اوسنۍ زمانه کې مونږ یو موحد اسلامي امت نن یو ټوټه ټوټه شوی اسلامي امت ګرځیدلي یو آن چې په ډیرو کوچینو کارونو کې هم بې اتفاقه یو او په جنګ جګړه لاس پورې کوو، دا ځکه چې د اسلام د ستر پیغمپر لارښوونې مو هیرې کړي دي او د اسلام د دښمنانو ډول ته په پټو سترګو نڅیږو.

نه غواړو دلته د اسلامي امت په سترو مسایلو بحث وکړو، راځئ د تورخم په اړه وغږیږو چې مونږ او تاسې ورسره همدا شیبه لاس او ګریوان یو او ټول یې ډیر خواشیني کړي یو.

مونږ افغانان او پاکستانیان د مسلمانانو په حیث باید د خدای(ج)، قرآن، محمد (ص)، او احادیثو لارښوونو ته وګورو او د هغې مطابق قدم پورته کړو ځکه چې مونږ مسلمانان و، مسلمانان یو او مسلمانان به وو. او هغه شعار ته د عمل جامه واغوندو چې پاک افغان دوستي دوام لري.

مونږ ټول چې کله د یوې قضیې په اړه د خپلو نظریاتو څرګندول غواړو نو باید د الله او د رسول الله هدایات هیر نه کړو هغه د خپلو نظریاتو د څرګندولو لپاره مشال وګرځوو، او خدای مه کا د اسلام د قسم خوړلو دښمنانو په دام کې ونه نښلو څو د جاهلیت د دور شنیع اعمال رانه صادر نشي او خدای له ځانه نا راضه نه کړو، مونږ باید ځانونه په هغه او دغه ډلو ونه ویشو، که پاکستانیان یو هم مسلمانان یو او که افغانان یو هم مسلمانان یو او دا کلمه مو سره رایوځای کوي چې لا اله الا الله محمد رسول الله، نه پوهیږو چې زمونږ دی بیلتون ته څوک لمن وهي او څنګه دا تعصبات ورځ تر بلې شدت مومي.

که لږ په خپلو ګریوانو کې فکر وکړو او سطحي ولاړ نه شو بلکې لږ عمیق فکر وکړ نو یقین به مو راشي چې همدغه د مسلمانانو او اسلامي هیوادونو خپلمنځي اختلافات ددی سبب شوي دي چې تر نورو هیوادونو(اروپا، امریکا او داسې نور) نه د قوت او هوسا ژوند په لحاظ وروسته پاتې شو او برسیره پر دې د نږدې سلو کلونو راهیسې د یوه غښتلي اسلامي خلافت د بیرته اعادی نه هم عاجز شوي یو.

افغانانو او پاکستانیانو خویندو او ورونو!

 مونږ او تاسې ټول په شریکه د اسلام او مسلمانانو په هکله دروند مسولیت لرو ځکه همدا مونږ کولای شو چې د خپل اسلامي امت د یووالي بیرغ رپانده وساتو او د یو رښتوني اسلامي حکومت د اقامی لپاره په ګډه کار وکړو، نو د مسلمانانو د وحدت او اتفاق حرکت باید له صفري نکتی نه پیل کړو چې په هغی کی د مسلمانانو په مینځ د اختلافاتو هیڅ ډول بوی وجود ونلري او هغه دا که هر څومره مو نومونه او وطنونه بیل شي خو مونږ بیا هم یو یو ځکه چې مسلمانان یو او د یوې کلمی ویونکي یو. خدای مو یو، قبله مو یوه، پیغمبر مو یو، دین مو یو، فرهنګ مو یو، ژبه مو یوه، مذهب مو یو، نو باید چې فکر او نظر مو هم یو شي او په هغه څه منګولې ولګوو چې د دنیا او آخرت دواړو د نیکبختۍ سبب وګرځي.

مونږ هر یو که پاکستاني یو او که افغاني، د یوه متفق او موفق اسلامی حکومت د جوړولو لپاره په رول لوبولو مکلف او مسول یو، اسلامی حکومت له دعوت، تبلیغ، جهاد او د اجتماعی اعمالو او خدماتو له ترسره کولو پرته نشي  ترلاسه کیدی یعنی داسی دعوت، داسې تبلیغ، داسې جهاد او داسې اجتماعی خدمات او اتفاق لکه د رسول الله په زمانه کې چې د هغه په لاس یې بنسټ ایښودل شوی دی او صحابه و د همدغه بنسټ په برکت د نږدې ۱۳سوه کلونو لپاره د ټولې نړۍ مشري ترلاسه کړې وه.

د تعصب غوښتنه داده چې د خپل قومي، هیوادوال، او خیل ننګه وکړل شي اګر که هغه په ناحقه هم وي، خو د مسلمان په حیث د هر پاکستاني او افغانی وظیفه داده چې باید د حق ننګه وکړي او د مظلوم سره د ظلم په لرې کولو او د ظالم سره د هغه په لاس نیوي کې مرسته وکړي او دا توپیر ونکړي چې دا د کوم قوم کوم هیواد او کوم خیل څخه دی، ځکه چې مونږ ټول د ایمان او اسلام صفت سره را یوځای کړي یو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

اسلام زمونږه مور او پلار، او افتخار دی

پاکستانیت او افغانیت مو یواځې د یو بل سره د پیژندګلوۍ نښې او نومونه دي

اللهم قد بلغت اللهم فاشهد

مخکینې مطلب

دطالب ګیله

بل مطلب

د داعش شبکې څخه د را جلا شوي قومندان زمين جان سره مرکه

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com