جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د داعش شبکې څخه د را جلا شوي قومندان زمين جان سره مرکه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 15, 2016
کټګوریانې: تبصرې, مرکه
0
12
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مرکیال : شاهکار

کله چې داعش ډله په عراق کې پیداشوه ټول مسلمانان بلخصوص عراقي سني مسلمانان ورته ډېر خوشحاله وو،ځکه چې واکمن شعیه نظام  له سني مسلمانانوسره تبعیضي چلند  کولو، سني مسلمانان به يې ډیر کړول او له رنګ رنګ تکالیفو سره يي مخ کړي و، چې یو مسیحا او ژغورونکي ته سترګې په لار ه وو.

   داعش ډلې د القاعدې له اسلامي تنظیم سره خپل پریکون اعلان کړ او د القاعدې دمشر ایمن الظواهري په خبرو يې عمل ونه کړ، بلکې دمجاهدینوپه قتل يې لاس پوري کړ، ټول مسلمانان یې د ابوبکربغدادي بیعت ته راوبلل او هر هغه څوک چې د ابوبکر بغدادي سره بیعت نه کوي کافر او مرتد یې وبللو، نو هماغه وو، چې دالقاعدې له سپيڅلې جهادي ډلې سره یې هم د جنګ اعلان وکړ.

په سوریه کې ۲۵۰۰ مسلمانان تنها په دې ووژل چې ولي له ابوبکر بغدادي سره بیعت نکوۍ،په لیبیاکې دمجاهدینوپه ضد اقدامات ترسره کړل او یو زیات شمیر مجاهدین یې په ډېر وحشت سره شهیدان کړل، په عراق کې یې هم د مجاهدینو په وژلو کمی ونه کړ، د مجاهدینو مشران یې شهیدان کړل  اود مجاهدینو په لاس  هغه ټولې فتحه شوی سیمې بیرته د دولت شیعه ملیشو لاسته ولویدې، چې په ډېرو لویو قربانیو ګټل شوې وې.

د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د علماو کرامو په فتوا سره داعشي ډله تکفیریان او خوارج وبلل او ددوی پر ضد جهاد یې واجب وبللو.

داعش په عربي ملکونو کې په مسلمان وژنه اکتفا ونه کړه او ورسره همهاله یې په افغانستان کې هم د طالبانو پر خلاف اور بل کړ، افغانستان یې د خراسان په نامه یو ولایت اعلان کړ اوددې ولایت لپاره يې خپل والي حافظ سعیدخان  وټاکلو.

نتیجه دا شوه، چې دلته یې هم په مجاهد وژنه او مسلمان وژنه پيل وکړ، طالبان یې مرتد او غلامان وبلل، د عامو مسلمانانو شتمني یې خپل غنیمت وبللو او له غرنیو سیمو څخه یې د مظلومو شپونکیانو رمې هم له ځانه سره اورکزیو ته بوتللې چې ګویا دا د اسلامي خلافت غنیمت دی، د خلکو کورونه یې لوټ کړل،د طالب او مجاهد کور ته به يې اور ورته کولو، جبري عشر او کروندې يې په ولس وتپلې  او یو لوی وحشت یې پيل کړ.

په ورته وخت کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور لخوا یولیک ابوبکر بغدادي ته ولیږل شو، په هغه کې یې ابوبکر بغدادي مخاطب کړی، چې  په افغانستان کې ډیرو ډلو ته اړتیا نشته، ځکه افغانستان د ډلو د ډیروالي خوند څکلی، چې کومه نتیجه یې نه ده ورکړې، تاسو زموږ په مقابل کې خلک مه راپورته کوئ، که څوک غواړي چې جهاد وکړي د اسلامي امارت دمجاهدینو ترڅنګ دې ودریږي او خپل جهاد ته دې ادامه ورکړي. همدارنګه شهید منصور صیب ورته لیکلي وو، چې ظلم مه کوۍ افغانانو ډېر ظلمونه لیدلي دي، خو دکفر غلامي یې نه ده منلې، افغانان به هیڅکله په ظلم سره ایل نه کړۍ او نه دا ډول ظلمونه د اسلامي خلافت نماینده ګي کولی شي.  

خود بغدادي او ملګرو لخوا یې غبرګون داسې و، چې هیڅ سالم عقل ته دمنلو وړ نه و او په ډیره سپین سترګۍ يې د اسلامي امارت ټول مجاهدین په پردیو پسې وتړل او د اسلامي امارت په مقابل کې هم جنګ اعلان کړ او هغه سپیڅلې پاکه ډله چې په یو ویشتمه پيړۍ کې يې یو ځل بیا د جهاد او مجاهدې نوم راتازه کړ وګواښله((که بیعت ونه کړۍ بیا به په خپله ځانته په خراسان کې قبرونه جوړ کړۍ)) .

په ورته وخت کې چې دوی د خراسان لپاره خپل نماینده وټاکلو ځینو هغو کسانو په بیړه بیعت ورسره وکړ، چې یا اختطاف ګر وو او یا د نورو غرضونو لپاره جهاد ته راوتلي وو  او طالبانو له خپل پاک صف څخه شړلي وو.

دوی د اسلام له یوې داسې ښکلې کلمې خپل شعار جوړ کړ، چې د نړۍ  د مسلمانانو ارمان و، ډېر مسلمانان یې  پر شعار وغولیدل، ځینې نیک او مخلص مجاهدین هم ورغلل، خو وروسته په ښکاره توګه معلومه شوه، چې داعش په اصل کې د مجاهدینو د صفونو د تیت او پرک کولو په خاطر له لویو طاقتونو سرچینه اخلي نو مخلصو مجاهدینو درک کړه، چې په اوس وخت کې د مسلمانانو د ارمانونو او د بقا یواځینۍ هیله او یواځینی صف اسلامي امارت دی، نو یې بیرته خپل اصل ته رجوع وکړه، چې یو ددغو ورونو څخه قومندان زمین جان هم و. دکابل ټکی کام همکار نوموړی سره مرکه کړی چې تاسو درانه لوستونکي مرکې ته رابولو.

(اداره )

د مرکې متن 

کابل ټکی کام : د هر څه د مخه خپل ځان را وپيژنۍ ؟

ځواب : زه زمين جان مشهور په ابوبکر د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ د مامند تنګي اوسیدونکی يم .

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کابل ټکی کام : څومره وخت کيږي، چې له داعش ډلې سره مو بيعت کړی ؟ او په کوم ځاى کې مو د چا سره بيعت وکړ؟

ځواب :  کله چې داعشي ډلې په ننګرهار کې ظهور وکړو، مونږ څو ملګرو په هسکه مينه ولسوالۍ کې د عبدالخالق، چې مشهور په عمر دی او په هغه وخت کې یې د داعش ډلې لخوا د ننګرهار والي په حيثيت دنده ترسره کوله، د نوموړي په لاس مو د دولة الاسلام ( داعش ) د دستوري خلافت په نوم باندې يو کال شپږ مياشتې مخکې بيعت وکړو .

کابل ټکی کام: که په لنډه توګه راته وواياست، چې داعش ډله د چا لخوا تمويليږي او څه اهداف لري، که له دغو رازونو څخه پرده پورته کړي ممنون به مو يو ؟

ځواب : په عمومي توګه څه طاغوتي او کفري هيوادونه او بالخصوص د افغانستان استخباراتي کړۍ  ورسره پوره همکاري لري، مالي او د اسلحو امکانات ورته برابروي، حتى د زخميانو د علاج لپاره د جلال اباد ښار ته وړل کيږي او هلته يې تداوي کيږي، د افغانستان د دولت استخبارات مستقيماً د داعش ډلې مشر حافظ سعيد خان سره په پوره ډول په هر اړخيزه توګه پوره همکاري کوي، چې زه دلائل او شواهد لرم، خو د رسنيو سره جزيات د اجتماعي مصلحت په خاطر نشم شريکولې  او د داعش د اهدافو په اړه به دومره ووايم، چې د داعش د پروسې په توسط سره غربي طاغوتي هيوادونه غواړي، چې مسلمانان په تفرقو او په څو ډلو سره وويشي او اسلامي جهادي تنظيمونه په ټوله نړۍ کې وځپي باالخصوص په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ځپل او کمزوري کول یی ستر هدف دی.

کابل ټکی کام: تاسې د داعش په  ډله کی څه دنده تر سره کوله؟

ځواب: زه دسپین غر ولسوالی د کرکڼی ساحی د خط مسول ووم.

کابل ټکی کام: که د داسې بوږنونکې واقعې په اړه راته ووایاست،چې تاسې یې دردولي یاست ؟

ځواب : که څه هم د داعش ډلې بوږنونکي واقعې ډیرې زیاتې دي یو د هغوی څخه دا چې زه په هغه وخت کې په هسکه مینه کی وم ،کله چې داعش ډلې دسپین غر ولسوالۍ مامندساحه کی په دویم ځل لپاره داسی حمله وکړه، چی هیڅ اسلامي او انساني ترحم یی ونه کړو، تقریبا ۱۰۰ پورې دسامانونه ډک کورنه یی وسوځول، چی یو له هغو کورونو څخه د شهید هستي کور هم وو، کوم چی دامریکایانو لخوا په ډرون برید کې شهید شوی و، د نوموړي شهید په کور کې اسلامي کتابونه، دقران کریم نسخو پورې هر څه وسوځول، شهید هستي د اسلام او مجاهدینو لپاره نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي وو او دا چې د شینوارو دا دره د مجاهدینو د تشکیلونو لار وه نو داسې مجاهد به نه وي چې په دې لاره په تشکیل کې لاړ وي او د شهید هستي په کور کې یې شپه نه وي کړي، یا یې په کې ډودۍ نه وي خوړلي او یا به شهید هستي ددوی لار بلد نه وي پاتې شوی.

 په همدې تنګي کې يې د روژې په مازیګر یې عام ولس، ماشومان،  ښځی، سپین ګیري او ځوانان ټول له خپلو کورنو څخه په زور وشړل او  هجرت ته یې اړ کړل.

کابل ټکی کام: په اخر کې راته دا راته وواياست،هغه څه لامل و، چې تاسې له داعشي ډلې بیزاره شوۍ، ددې طاغوتي صف څخه راجلا شوۍ او په مقابل کې د افغانستان اسلامي امارت صف سره يو ځاى شوۍ ؟

ځواب : په ډير تأسف سره د داعش په ظاهري غوړو زيړو القابو خطا شوم او په دغه وحشي او له ظلمه ډک صف ته داخل شوم، ددوی د ظلمونو او وحشتونو داسې شاهد يم، چې هغه سختې او د وحشت ډکې صحنی نشم عکاسي کولی، په ظاهري بڼه د شريعت او حدودو قائميدل صرف په عام مظلوم ولس باندې د بيلګې په توګه : د موبائل په اړيکو وژل  او په وړو وړو ګناهونو لکه په نسوارو او  سګريټ څکلو باندې وهل، ډبول، رټل معمولي سزا وه، خو په خپل مينځ کې د چرسو او افيون معتاد وو ،هيڅ حدونه يې نه قایمول، د عامو مسلمانانو مالونه، پټي غنيمت او کورونه يې سوزول يې هغه ظلمونه دي چې د هيرولو نه دي .

کابل ټکی کام:  په اخر کې ګرانو لوستونکو ته څه پیغام لرې؟

ځواب:  یو پیغام هغو وګړو ته لرم کوم، چی زما په څیر د دولة الاسلام (داعش) د ستوري او شعاري خلافت په ظاهري نوم تیروتلي دي، دزړه له درد څخه ورته وایم، چی پخپل ځان رحم وکړی‎ۍ ددغی وحشي پروسې څخه راجلا شئ او د اسلامي امارت سپیڅلې ډلې سره یوځای شئ او رب لایزال ته توبه تائب شئ یقینا الله رب العزت توبه قبولونکی ذات دی.

بل پیغام عام ولس ته دا لرم، چی د داعش ظالمې پروسې ښکار نه شي د دغه فتنې دخلاصون لپاره په پوره مقاومت د امارت اسلامې له مجاهدینوسره هر اړخیزه همکاري ترسره کړئ.

لوی ټکي: افغانستانالقاعدهبغدادیخراسانداعششهیدانطالبانمجاهدین
مخکینې مطلب

د تورخم د ناورين په اړه ټولو افغانانو او پاکستانیانو ته

بل مطلب

سلطان ټیپو شهید (پنځمه برخه)

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com