په تیر پسې………
«درنه شهزاده! ټول آمرین، سرداران او د فوځ مسؤلین په دې وخت کي ستاسی څخه دبخښني غوښتونکي دي او له ماسره یې لیکلي لاسوندونه شته» میرزاخان ددې خبرې په کولو سره دخپل بغل څخه دکاغذونو یوه دوسیه راوویستله او شهزاده ته یې ورکړه، او ورته یې وویل:« داهغه بخښنلیکونه دي چې ددولت د نورو مسؤلینو تر څنګ ټولو آمرینو، او پوځي منصبدارانو په خپلو خپلو قلمونو لیکلي دي… تاسې یې په خپله ملاحظه کړئ ….»
شهزاده ددې کاغذونو دا بسته یوې لوري ته کیښوده او بیا یې میرزاخان ته دخپل ځان سره د نژدې کیناستو اشاره وکړه. میرزاخان تړلي لاسونه ور مخته شو خو شهزاده ورته خپله غیږه پرانسته او ورته یې وویل:
«ای دمیسور دسلطنت ځلیدونکی ستوریه! رامخته شه او ماته غاړه راکړه …»
میرزاخان هم په پوره خوشحالۍ سره خپل لاسونه پرانستل اوشهزاده یې په خپلو مټو کې راونغاړه، هغه په دې وخت کې ډیر خوشحاله وو، چې خوښي یې دسترګو د اوښکو په سیلاب کې د ورایه ځلیده .
دمیرزاخان سره د غاړې غوټۍ کیدو وروسته شهزاده په هغو ټولو بښنلیکونو باندې نظر واچاوو، ویې کتل چې د نورو سردارانو تر څنګ د مالیاتو د افسر میر صادق بښنلیک هم په کې موجود وو.
بیا شهزاده او میرزا علي خان دواړه ولاړل اوهغه ځاي یې وکوت چې مرحوم حیدرعلي خان په کې په موقته توګه ښخ کړل شوی وو. هلته یې فاتحه ولوسته او دراستنیدو په وخت کې یې په خوښۍ سره وویل:
«مهامیرزاخانه! زما زړه د ټولو امراو په اړه بلکل سپین شوی دي. اوس سرنګاپټم ته زما په تلو کې کوم خنډ نه شته»
« نو بیا خو دکوچ کولو حکم وکړئ، درنه شهزاده!» میرزاخان خپل سر ټیټ کړ او ویې ویل: « دسرنګاپټم تخت وتاج او هر زلمی او کوچنی ستا د راتلو انتظار باسي .»
شهزاده په همدې وخت کې دکوچ کولو حکم وکړ.
میرزاخان سرنګاپټم ته دوه کسه سپاره ددي خبر سره سم ور واستول چې د تاج و تخت وارث دخپل تاج و تخت په لور را روان دی، هر خاص و عام دې د استقبال او ښه راغلاست لپاره تیار اوسي.
سرنګاپټم ته دشهزاده د راتلو دخبر سره سم هر خاص و عام دهغه د ښه راغلاست لپاره ځانونه تیار کړل، آمرانواو وزیرانو دا وپتیله چې د دروند شهزاده د ښه راغلاست لپاره به هملته سرنګاپټم تر پولو پورې ځانونه ور رسوي اوهملته به ورته ښه راغلاست وایي.
شهزاده ټیپو غوښتل ژر تر ژره سرنګاپټم ته ځان ورسوي، خو دهغه د راتلو خبر هر لوري ته خپور شوی وو. په دې خاطر د سرنګاپټم تلونکې لارې دواړو خواو ته خلک دهغه د ښه راغلاست لپاره په کتارونو کې ولاړ وو. شهزاده مجبور وو چې خپل تګ کې کراروالی راولي. ځکه هغه ته په هر ځای کې د راغلو خلکو نعرو ته د لاس په پورته کولو ځواب ویل په کاروو.
که له یوې خوا خلکو د شهزاده لپاره خپلې سترګې په لار غوړولې وې نو د بله اړخه یې په شهزاده باندې دومره ګلونه را وورول چې ټوله لاره په ګلونو فرش کړل شوه .
د سرنګاپټم په پولو د سلطنت ټول سرداران او آمرین دهغه د استقبال لپاره ولاړ وو څرنګه چې شهزاده په آس سپور وو نو په دې خاطر دهغه د احترام او درنښت لپاره ټول خلک دهغه د آس سره پیاده را روان وو.
د استقبال کووکو په کتار کې تر ټولو لمړۍ دهغه ورور شهزاده کریم روان وو، هغه لا تر اوسه پورې دمیسور سلطان ګڼل کیده خو همدې شهزاده کریم دخپل ورور د استقبال له پاره پیاده روان وو او دروند قدم یی اخیست. د ورور د آس رکاب ته ور نژدې شو او دهغه رکاب یې ښکل کړ. او ویې ویل:
«زه دروند شهزاده ته سرنګاپټم ته په راتلو سره د زړه له کومې مبارکي وایم او خپل دغه سلطاني اعزاز چې ماته په موقته توګه را سپارل شوی وو، دروند شهزاده ته په پوره ویاړ سره ور سپارم او دخپل اطاعت سر دهغه ترمخه ټیټوم .»
دشهزاده کریم په اواز کې خلوص، محبت، او داسي مینه وه چې شهزاده ټیپو یې ناکراره کړ. هغه سمدلاسه دخپل آس نه را ښکته شو او شهزاده کریم یې دخپلې سیني سره یو ځای کړ. خلکو وکتل چې دواړو وروڼو یوبل ته غاړه ورکړې او د دواړو سترګې د اوښکو ډکې دي.
نور بیا…………
















