نصیب ځدراڼ
نیمه شپه اعلان وشو،اتلافي ځواکونه راغلي،غواړي چې ستاسي د کورونو تلاشي واخلي تر څو چې ستاسي ژوند وژغوری .
زما د تره زوی حیدری نومیدو،مجاهدو وو او یوه میاشت پس کور ته راغلی وو،ډیر په پټه راغلی وو خو بیا هم کوم جاسوس لیدلی وو او خارجیانو ته یې اطلاع ورکړي وه،د اعلان اوریدلو سره یې ټوپک واخیست او ولاړ شو، زموږ نه هم لار ورکه شوه چې څه وکړو،حیدری موږ ته اطمینان راکړو،چې وارخطا کیږئ مه، هغه به کیږي چې د الله تعالی خوښه وي،کلی ټول محاصره دی،زه نه غواړم چې زموږ کور ته امریکایان یا داخلیان په ما پسی راشی،او دلته مي بندي یا شهید کړی. حیدري ټوپک واخیست،د ټولو سره یې خدای پاماني واخیسته او د غره په لور روان شو، شیبه وروسته عسکر زموږ کور ته راورسیدل،اعلانونه یې کول،زموږ دروازه یې را وټکوله،دروازه مو ورخلاصه کړه، داخلیان او خارجیان کور ته را ننوتل،ترجمان پوښتنه وکړه حیدری څه شو؟
تره مې ورته و ویل زویه هغه خو دا یوه میاشت کور ته نه دی راغلی.
بل عسکر د ټوپک د کنداغ ګذار ورباندی وکړو،ته اوس موږ ته غ… خوری؟
نیم ساعت مخکی کور کي وو،څه شو،د ښځو غوندي دي پټیږی نه میدان ته دي راشي.
امریکایی عسکر امر ورته وکړ چې کور تلاشی کړئ. زموږ په زړه کې یو طرف ته حیدری نښتی وو او بل طرف ته مو ناموس بي ستره کیدو،عجیبه د غم صحنه وه.
عسکرو ټول کور تالاشي کړو خو هیڅ په لاس ور نغلو.
بیرته حجري ته راغلل او انګریز څه خبرې وکړي،ترجمان لګیا شو چې دی وایي تاسي به ټول ولسوالۍ ته لاس تړلي وړو تر څو مو چې حیدري نه وی حاضر کړی،ترجمان خبر ه پوره کړې نه وه،د ټوپکو ټکان شروع شول،ډزي په زیاتیدو شوې،د حجري د کړکۍ نه مې ور وکتل مخامخ غره کې د مرمیو قطارونه یو بل طرف ته روان وو، انګریز مخابره کې غږ وکړ،خو چا ځواب ور نکړ ډزي همداسي روانې وې،لګ وخت وروسته د ډزو غږ بند شو، په انګریزي ژبه په مخابره کې غږ وشو ځواب یې ورکړو، د باندي ور ووتو موږ ته یې امر وکړ چې تاسي د کلی میدان ته راټول شئ!
موږ هم ور روان شوو، تر څو مو د حیدري جسد ولیداو په کشولو یې راوړ.
د اردو قوماندان د لاس بتۍ رڼا کړه، د شهید حیدری پرمخ یې د رڼا وړانګې خورې کړې، شهید مسکی او پخپلو وینو ګلګون و، د شهادت د خوشبو وږمې یې باد یوې او بلې خو اته شیندلې. لګ وروسته د درېو انګریزانو او د یوه داخلی عسکرو مړي د اردو عسکرو په شا وو او را یي وړل،همدلته یې کیښودل، شلیدلي خولې وتلي سترګې او ژیړې پوندې شړۍ شړۍ پراته و. انګریزان خپلو وژل شویوعسکرو ته ډیر خفه وو او په غوسه یې د حیدری جسد ته ورکتل. انګریز د اردو قوماندان ته په انګریزی کې څه و ویل خو مونږ پرې پوه نشوو مګر قوماندان ویرې او قهر نیولی و د انګریزانو پر وژنه ډیر خفه ښکاریدو.
د انګریزانو پر جسدونو به تاو راتاو شو بیا به یې د شاهد او حیدرې جسدونو ته پښه ونیوه. قوماندان د حیدری مخ ته بیا بتۍ ور رڼا کړه او د حیدری پلار ته یې غاښونه وچیچل او په قهرجنه لهجه یې ورته و ویل دا دې زوی دی کنه؟! د پنجابی زویه! تره مې غلی شو، بیا یي په سپکو الفاظو ورته وویل دا هغه………. دی چې زموږ سره به جنګیده؟
تا خو ویل کور ته نه دی راغلی؟
تره مې سوړ اسویلی وایست او په غریونیولي غږ کې یې ورته و ویل چې تاسو په حیدری پسی ګرځیدئ او دی په تاسي پسي ګرځیدو، بس په لاس درغی دواړه خپل هدف ته ورسیدئ.
د حیدری جسد همدلته پاتي شو د انګریزانو او داخلی عسکرو مړیو ته عسکرو”سټریچر” ور لاندی کړل او د موټرو په طرف راون شوو.
دا کوم تخیل نه و بلکې دا پیښه یو عیني واقعیت و ، درې کاله وړاندې یو ملګري راته ویلي و چې دا پیښه د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې را منځ ته شوي وه.
اوس تر دي پوری رایاد ه شوه چې د پاکستان سره د طورخم په جنګ کې امریکایانو د سرحدی پولیسو او اردو سره هیڅ کومک ونکړ، خو اردو د همدغو امریکایانو لپاره په زرګونو افغان ځوانان د پاکستانیانو او پنجابیانو په نوم شهیدان کړل ما ویل که یوه نیم عسکر له ځان سره فکر وکړي چې څوک چې موږ د پنجابیانو په نوم وژنو هغه خو زموږ وروڼه دي، او په حقیقت کې مو چې د پنجابیانو سره جنګ شو بیا نو انګریزانو کومک رانکړ په تش میدان یې پریښودو او عسکر جانه!تا چې د پنجابیانو په نوم وژلی هغه خو د دین او آزداۍ پتنګان و

















