سرلیکنه
د تورخم دشخړې د حل په اړه دواړو لورو کابل او اسلام اباد په دې راضي شول، چې په اسلام اباد کې ګډه ناسته وکړي او د تورخم دشخړې په اړه به ټولې اړونده خواوې سره وڅیړي .
د اسلام اباد دناستې لپاره د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د افغان ملي امینت شورا رئیس حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته بلنه ورکړې وه، خو د افغانستان له لوري د بهرنیوچارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی دپاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د پلاوي مشر وټاکل شو.
د داډول شخړو د هواري لپاره ورځ نه بلکې ورځې پکار وي، خو د دواړو هېوادونو دپلاوو ترمنځ د خبرو لپاره یوه ورځ وټاکل شوه، چې هیڅ وخت په یوه ورځ کې داډول شخړې نه شي حل کیدای. د تورخم په اړه ناسته کې، چې په اسلام ابادکې وشوه د پاکستان لخوا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چودري د خبرو مشري په غاړه درلوده، چې دموضوع په اړه کوم مثبت ګام ونه لیدل شو، یواځې دومره وشول، چې په دې اړه به خبرو ته دوام ورکوو .
په دې ناسته کې د خبرو د دوام لپاره دیوه مناسب میکانیزم دجوړلو او په تاشکندــ شانګهاې غونډه کې ددواړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو لیدنه یاده شوه، چې بدبختانه ددې موضوع څخه به هم د افغانستان دسولې میکانیزم، غونډې او د نوروهېوادونو په غونډو کې کتنې ترې جوړې شي.
یادې غونډې او کتنې د دواړو هېوادونو لپاره ښې پایلې نه لري، هغه په دې چې څه د وخت غوښتنه وه هغه د اسلام اباد په ناسته کې د ښو اړیکو بیا له سره ټینګول و، ترلاسه نه شول .
د پاکستان او افغانستان ترمنځ، چې دمخه دا ډول کومې ستونزې رامنځ ته شوي او پرې ناسته او خبرې شوي په یوې مثبتې نتیجې سره رسیدلي دي، خو ددې ناستې هیڅ مثبتې خواوې ونه لیدل شوې .
دا چې ولې په اسلام ابادکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناستې مثبته نتیجه ورنه کړه، د نورو لاملونو ترڅنګ ېې یو لامل داو، چې زمونږ (افغانستان) له لوري کوم پلاوی اسلام اباد ته تللی و، ورسره سیاسي پوهه، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکومعلومات، او صلاحیت نه و، ځکه د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی افغان پلاوی بې نتیجې هیواد ته راستون شو.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ دمخه، چې اړیکې خرابې شوي، مقتدرو او باصلاحیته پلاوو پرې ناستې کړي دي او ټول نه حل کیدونکې موضوعات ېې په خپله سیاسي پوهه او تجربه سره حل کړيدي.
د ۱۹۶۲میلادي کال په پای کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ان تردې، چې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې امکانات زیات شول، د ایران شاهنشاه رضاشاه پهلوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب هڅې پیل کړې، چې بالاخره ېې د۱۹۶۳کال د مۍ د میاشتې په ۲۱مه ېې د افغانستان او پاکستان باصلاحیته پلاو ي تهران ته وبلل.
د رضاشاه پهلوي په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو پلاوي د۱۹۶۳م کال د مۍ په ۲۳مه پیل کیدونکې غونډې ته تهران ته ورسیدل، چې د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د اطلاعاتو وزیر سیدقاسم رښتیا کوله، په پلاوي کې د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال نوراحمد اعتمادي او د بهرنیوچارو د وزارت د بهرنیواړیکو مسئول عطاءالله ناصرضیاهم شامل و.
د پاکستان له لوري د پلاوي مشر د هغه وخت د بهرنیوچارو وزیر ذوالفقارعلي بټوکوله، چې د۱۹۶۳میلادی کال د مۍ د میاشتي په ۲۹مه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ایران د شاهنشاه رضاشاه پهلوي په منځګړتو د سولې موافقه وشوه.
په ایران تهران کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې په موافقه کې د افغانستان لخوا په کویټه او پیښور کې کونسلګرۍ او هم په کویټه او چمن کې وکالت التجاره خونو د پرانستلو او همدارنکه په موافقه کې د پاکستان لخوا په کندهار، ننګرهار او بل کوم ښارکې، چې پاکستان ېې لازم وګڼي کونسلګري جوړه کړي موافقه وشوه، چې د همغې تهران موافقې له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې او د دواړو هېوادونو باصلاحیته پلاوي ډک موټي خپلو هیوادونو ته راستانه شول.
دا اوس چې په دواړو هېوادونو کې کونسلګرۍ او تجارتي خونې جوړې شوي دي دا د تهران د موافقې له مخې جوړې دي .

















