عزیر اسدخیل
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو د هغه تجارتي کاروان په اړه د راتګ خبر تر لاسه کړ، چې له شام څخه د مکې په لور راروان شوی و او مشري یې د ابوسفیان بن حرب په غاړه وه، چې څلویښت نور ساتونکي هم ورسره مل وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وغوښتل چې په دغه کاروان برید وکړي او کاروان تر خپلې ولکې لاندې راولي، پر دغه کاروان برید د مشرکانو د هغه کار په غچ کې و، چې دوی مسلمانان د مکې مکرمې نه مدینې منورې ته په هجرت کولو اړ کړي وو او د هغوی مالونه یې په مکه کې چور او تالا کړي وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه و ته وویل: دا کاروان، چې د قریشو تجارتي کاروان دی او په اوښانو مشتمل دی، د هغوی مالونه په کې انتقالیږي، نو مخې ته ور ووځئ.
دا پیښه په دوهم هجري قمري کال د رمضان د میاشتي په دریمه نیټه رامینځته شوه، د مسلمانانو شمیره ۳۱۳ تنو ته رسیده، چې ورسره دوه اسونه او اویا اوښان وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، عبدالله بن مکتوم د مدیني د سرپرست والي په توګه وټاکلو او هغه یې پاتې کړ. کله چې ابوسفیان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د برید په هکله خبر ترلاسه کړ، نو ضمضم بن عمر الغفاري یې د مکې خلکو ته ولیږلو او د هغوی مرسته یې وغوښته، کله چی ضمضم د مکې مکرمې قریشو ته ورسیدو، نو چیغې کړې چی: ای قریشو! ستاسې مالونه د ابوسفیان سره په کاروان کې له شام څخه مکې ته پر لاره دي او محمد او د هغه د ملګرو تر تهدید لاندې دي، فکر نه کوم چې لاسته به درشي.
مشرکین په دې وخت کې په احساساتو راغلل، نهه سوه او پنځوس جنګیالي یې تیار کړل، چې سل اسونه او اوه سوه اوښان هم ورسره وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیا خبر ور ورسېدو، چې د ابو سفیان کاروان خپله لاره بدله کړه، او پر بله لاره تاو شو، کیدای شي، چې سبا یا بل سبا به مکې ته ورسیږي.
ورپسې ابوسفیان هم د مکې خلکو ته دوباره احوال ور ولیږلو، چې د هغه کاروان خوندي شو، نو مرستی ته اړتیا نشته، خو د ابوجهل غوصه نوره هم زیاته شوې وه او ویل یې چې: سوګند کوم تر هغې به بېرته ونه ګرځم تر څو مې چې بدر له پښو تېر کړی نه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خپل صحابه راغونډ کړل او ورته یې وویل: خدای تعالی دا ایت نازل کړی دی :
((وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَن يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ)) (7) الآنفال.
ژباړه: او یاد کړئ هغه وخت! چی الله جل جلاله له تاسې سره وعده کوله یو د دوو ډلو څخه چی قافله یا لښکر و، چی بیشکه دغه تاسې لره ده او ستاسې خوښه وه، بیشکه هغه بې وسلې بې زحمته دې وي تاسې ته او اراده لري الله جل جلاله د دې، چې ښکاره ثابت کړي رښتیا په خپلو کلامونو سره او پرې کړي بیخ د کافرانو.
نو مقدام بن الأسود پاڅېدو او ویې ویل:
پر مخ لاړ شه ای د خدای رسوله! هغه کارونه عملي کړه، چی خدای درته امر کوي قسم په خدای چې هیڅکله به زمونږ له خولې درته هغه څه ونه ووځي لکه بني اسرائیلو چې موسی ته ویلي وو:
((قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ)) (24) الماېدة
ژباړه: بني اسرائیلو وویل: ای موسی! بیشکه مونږ هیڅکله دې ښار ته تر هغې نه ننوځو، تر څو چې دغه عمالقه په کې وي، نو ته او ستا رب، یا ته او ستا مشر ورور او یا ستا مربي، چی هارون دی نو تاسې دواړه جنګ وکړئ بیشکه مونږ دلته ناست یو (له جنګه، ستا د بري په انتظار) .
بلکې مونږ درته برعکس وایو: چې ته او رب دې ولاړ شئ جنګ وکړئ مونږ هم درسره په جنګ کې ملګري یو.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته د خیر زیری ورکړ، بیا یې وویل: ای خلکو (انصارو)! اوس ماته مشوره راکړئ چې څه وکړو؟ سعد بن معاذ پاڅېدو ویې ویل: ای د خدای رسوله! مونږ پر تا ایمان راوړی او مونږ ریښتونی ګڼلی یې او مونږ له تا سره وعدې کړي، نو چې څنګه درته الله جل جلاله امر کوي همغسې وکړه، قسم په هغه خدای، چی ته یې په حقه لیږلی یې، که ته پر مونږ باندې دا بحر هم راوړاندې کړي، چی مخه یې ونیسئ نو مونږ به یې مخه ونیسو او له مونږ نه به یو نفر هم شاته نشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زیری درکوم، قسم په رب لکه زه چې همدا اوس د مشرکینو د قوم مرګونه په خپلو سترګو وینم.
مشرکین بدر ته ورسیدل او د العدوة القصوی سیمې ته کوز شول، مسلمانان د العدوة الدنیا سیمې ته ورسیدل، مسلمانانو رسول الله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په یوه لوړ ځای باندې د یوه څپر په جوړولو پیل وکړ او هغه (ص)اسمان ته لاسونه لپه کړل او په دې دعا یې پیل وکړ: ای خدایه! دغه قریش د خپل کبر او غرور سره راغلي دي، ستا د رسول تکذیب کوي، ای خدایه! زه له تاڅخه د هغې مرستې غوښتنه کوم، چی له ما سره دې وعده کړې ده.
ای خدایه! که ته دغه ډله (صحابه) د دوی په لاس هلاک کړې نو ستا په ځمکه کې به بیا څوک ستا عبادت کوي؟، تر دې چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څادر له اوږو نه پریوت، ابوبکر (رض) ورته وویل: ای د الله رسوله! الله تعالی به خپله کړې ژمنه رښتیا کوي.
مسلمانانو د اوبو هغه کوهی، چې تر خپلې ولکې لاندې یې راوستی و او د اوبو نه یې ورڅخه استفاده وکړه او ورسته یې بند کړ، د دې لپاره چې مشرکین ورڅخه استفاده ونه کړي، مخکې له دې چې جګړه پیل شي، د قریشو درې مشران د معرکې لپاره رامخې ته شول چې،عتبه بن ربیعه، د هغه ورور شیبه او زوی یې ولید و، غوښتنه یې وکړه، چې څوک ورسره مقابله کول غواړي؟.
له انصارو نه ورته درې کسان ورمخې ته شول، خو د قریشو مشرانو اواز وکړ :
ای محمده! مونږ ته زمونږ د قوم نه زمونږ سیالان، چې زمونږ تربرونه وي راوباسه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم عبیده بن الحارث، حمزه بن عبدالمطلب او علي بن ابي طالب ددوی مقابلې لپاره راوویستل.
دا د حق ټاکونکې معره پیل شوه، حمزه له شیبه سره مقابله وکړه او شیبه یې وواژلو، علي له ولید سره مقابله وکړه او ولید یې وواژلو او عبیده له عتبه سره مقابله وکړه، دې دواړو یو بل زخمیان کړل، نو حمزه او علي په عتبه باندې برید وکړ او ویې واژه.
په دې وخت کې د دواړو لوریو وینې په جوش شوې او جګړه ونښته، الله تعالی له مسلمانانو سره د ملایکو په واسطه مرسته وکړه، چې له دوی سره یو ځای د مشرکینو په مقابل کې جنګیدلې. الله تعالی وفرمایل:
((بَلَىٰ ۚإِنتَصْبِرُواوَتَتَّقُواوَيَأْتُوكُممِّنفَوْرِهِمْ هَٰذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُم بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ)) (125) آل عمران
ژباړه: هو! درې زره بس کیږي که تاسې صبر وکړئ او له الله څخه وویریږئ او په دغه ساعت کې پر تاسې مشرکان یو ناڅاپه راشي نو له تاسې سره به رب د پنځو زرو پرښتو، چې علامي لرونکي به وي مرسته وکړي.
پدې ډول سره جګړه د مسلمانانو په بریا او ګټه، د مشرکینو په ناکامۍ او ماتې پای ته ورسیده، چې له مشرکینو څخه اویا سرتیري ووژل شول او اویا نور بندیان شول، له مسلمانانو څخه څوارلس مجاهدین شهیدان شول.
مسلمانانو د مشرکینو د مړو جسدونه په کوهي کې وغورځول، او د بندیانو په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر له مشورې سره سم له هر بندي نه د ۴۰۰۰ درهمه اخیستلو پرېکړه وکړه او کوم چا چې د پیسو د ورکړې توان نه درلود، نو هغه ته یې د مسلمانانو لس ماشومانو ته د لیک او لوست ورزده کولو وظیفه وسپارله.
پدې شکل سره مسلمانانو پر مشرکینو بری وموند ځکه دوی په الله او رسول ایمان نه درلود او مسلمانانو په خپل ایمان او قوت سره ستر بریالیتوب ترلاسه کړ.
دا دی تر اوسه لا دا د حق معرکه شروع ده.

















