پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د اعتکاف فضائل او مسائل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 26, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
26
ځلې شریک شوی
329
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې

د اعتکاف اقسام

(۱) واجب اعتکاف : دا هغه اعتکاف دی کوم چې د نذر له امله واجب کړی شي، خواه تعليقاً وي لکه چې يو څوک ووايي : که چيرته زما فلانی کار وشو نو دومره ورځې اعتکاف به کوم، يا تنجيزاً وي، مثلاً داسې ووايي : ما د دومره ورځو اعتکاف په خپل ځان لازم کړ، لهذا د څومره ورځو نيت يې چې کړی وي د هغو پوره کول ضروري دي.

(۲) سنت اعتکاف : دا هغه اعتکاف ده کوم چې د رمضان المبارک په اخيرنی عشره (اخيرنيو لسو ورځو) کې کيږي، ځکه چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم عادت مبارکه په همدغو ورځو کې د اعتکاف کول وو، دا اعتکاف سنت مؤکده علی الکفايه دی، يعنې که چيرته يې په کلي او محله کې يو کس هم وکړي نو د ټولو له لوري سنت اداء شول، خو که چيرته يې په ټول کلي کې يو کس هم ونکړي نو د ټول کلي په خلکو باندې د ترک سنت ګناه شته، او که چيرته همدغه اعتکاف د کوم لامل له امله مات کړی شي نو يوازې د همغې ورځې قضائي پرې شته په کومه ورځ يې چې مات کړی وي.

(۳) نفلي اعتکاف : له لومړنيو دوو اعتکافونو پرته هر ډول اعتکاف نفلي اعتکاف دی، کوم چې په هر وخت کې کيدلای شي، نه د هغه لپاره کوم وخت مقرر دی او نه د ورځو اندازه معلومه ده، د چا چې څومره زړه وغواړي ودې کړي، تر دې که چيرته يو کس ټول عمر د اعتکاف نيت وکړي نو هم روا ده، البته په کمي کې اختلاف دی، د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد له يوې ورځې کم اعتکاف روا نه ده، د امام مالک رحمه الله هم يو روايت د همدې مطابق دی، د امام محمد رحمه الله او امام شافعي رحمه الله په نزد کمه موده يې هيڅ معلومه نه ده، تر دې چې د يوه ساعت لپاره هم اعتکاف کول روا دي، د امام احمد رحمه الله هم يو روايت همداسې دی ([1]).

د ميړه (خاوند) له اجازې پرته ښځې ته په اعتکاف کې کيناستل

پوښتنه : ښځه د خپل ميړه (خاوند) له اجازې پرته په رمضان المبارک کې اعتکاف کولای شي که نه؟.

ځواب : ښځه دې د ميړه (خاوند) له اجازې پرته په اعتکاف کې نه کيني، په شاميه کې له سراج څخه نقل شوي چې )ولاينبغی لها الاعتکاف بلا اذنه( ([2]).

د سخت ضرورت له امله د اعتکاف پريښودو حکم

پوښتنه : که چيرته يو کس په اهل عيال کې د کوم ناروغ له امله يا د يو ناڅاپي پيښې له امله اعتکاف پريږدي، آيا داسې کول روا دي او که نه؟.

ځواب : د يقيني خطر له امله د اعتکاف پريښودل روا دي، پس هر کله چې اعتکاف کوونکی له معتکف څخه د باندې ولاړ شي نو اعتکاف يې فاسديږي، البته ګهنګاريږي نه ([3]).

د اعتکاف په حالت کې د مړي مخ کتو لپاره وتل نه دي روا

پوښتنه : که يو کس د رمضان المبارک مياشتې په اخيره عشره کې په اعتکاف کې وو چې په خپلو خپلوانو (دوستانو او عزيزانو) کې يې څوک وفات شول، اوس هغه غوښتنه وکړه چې زه د مړي مخ ليدل غواړم، کوم وخت يې چې د کلي له امام څخه اجازه وغوښته هغه منع کړ چې د اعتکاف کوونکي لپاره داسې کول نه دي روا، بيا يې وروسته يوه بل عالم ته همدا خبره وکړه، هغه ورته وويل ستا لپاره د اعتکاف په حالت کې د خپل رشته دار مړي د اخيري ديدار لپاره له جومات څخه وتل روا دي، دا يې چې واوريدل اعتکاف کوونکی مذبذب (شکمن) شو چې امام صاحب يې منع کوي او بل عالم ورته وايي چې وتل درته روا دي، اوس پوښتنه دا ده چې په دې دواړو کې د چا خبره صحي ده؟.

ځواب : په صورت مسئوله کې د امام صاحب خبره رښتيا ده او د هغه بل مولوي صاحب خبره صحي نه معلوميږي، يعنې د اعتکاف کوونکي لپاره دا روا نه دي چې د کوم عزيز مړي د اخيرني ديدار لپاره ولاړ شي، هو ! البته که چيرته د کوم ضرورت له امله د باندې وتلی وو او په تلو تلو کې د مړي ديدار هم وکړي بيا څه خبره نشته ([4]).

په جومات کې طبيب معتکف ناروغ کتلی يا نسخه ورته ليکلای شي که نه

پوښتنه : معتکف په جومات کې ناروغ کتلی يا يې د حال له آوريدو ورسته هغه ته نسخه ليکلای شي که نه؟ همدارنګه که چيرته معتکف د طبعي ضرورت لپاره د باندې ولاړ شي د باندې د کوم ناروغ په غوښتنه دواء ور ښودلای شي او که نه؟.

ځواب : معتکف په جومات کې ناروغ کتلی او نسخه ورته ليکلای شي، او درملنه يې کولای شي، که چيرته معتکف د طبعي ضرورت (حاجت) له امله له جومات څخه د باندې وو او کوم ناروغ حال ورته بيان کړ او د دواء ورښودل يې ترينه وغوښتل نو ورښودل يې روا دي ([5]).

ښځې به چيرته اعتکاف کوي

پوښتنه : ښځې به چيرته اعتکاف کوي؟

ځواب : په خپل کور کې، چيرته چې لمونځ کوي د اعتکاف په نيت دې هلته هر وخت کيني، له اودس ماتي پرته د بل کار لپاره به نه پورته کيږي، نه به د کوم کار لپاره د کور برنډې يا صحن ته ووځي، که چيرته په کور کې د لمانځه لپاره کوم خاص ځای ونه لري نو د اعتکاف له شروع کولو د مخه دې د لمانځه لپاره يو ځای جوړ کړي او بيا دې هلته اعتکاف وکړي ([6]).

آيا د اعتکاف په پريښودلو سره ښځه هم ګنهګاريږي

پوښتنه : په کوم کلي کې چې هيڅوک اعتکاف ونکړي، نو په دې سره يوازې بالغ سړي ګنهګاريږي او که سړي، ښځې، بالغ او نابالغ ټول ګنهګاريږي؟.

ځواب : نابالغ مکلف نه دي، په هغو باندې ګناه نشته، ښځه دې په جومات کې اعتکاف نکوي، بلکې په خپل کور کې دې يو ځای معلوم کړي او هلته دې اعتکاف وکړي، که هيڅوک يې هم ونکړي نو ټول بالغان د ترک سنت په وبال کې ګرفتار دي ([7]).

د اعتکاف په حالت کې دنيوي خبرې مکروه دي

پوښتنه : د اعتکاف په حالت کې په جومات کې دنيوي خبرې او ګپونه لګول (دمجلسونو کول) څرنګه دي؟.

ځواب : دا عمل مکروه دی ([8]).

د څومره عمر لرونکو ته اعتکاف کول پکار دي

پوښتنه : عام تأثر دا ده چې په اعتکاف کې يوازې سپين ږيري (د ډير عمر) خلک کيناستلای شي، دا خبره تر کومه ځايه صحي ده؟.

ځواب : په اعتکاف کې ځوان او سپين ږيري ټول کيناستلای شي، چونکه د سپين ږيرو عبادت ته ډير ضرورت محسوسيږي، نو له همدې امله د ډير عمر خلک دې ډير اهتمام وکړي او کول يې ورته پکار دي ([9]).

د اعتکاف په حالت کې دويم جومات ته د قرآن کريم اوريدو لپاره تګ

پوښتنه : زيد تل (هميشه) د رمضان المبارک په اخيرنی عشره کې اعتکاف کوي، خو که بل جومات ته په تراويح کې د قرآنکريم آوريدو لپاره ولاړ شي، آيا دا روا دي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د اعتکاف کولو په وخت کې همداسې نيت وکړي چې زه به د قرآنکريم آوريدو لپاره ځم نو دا روا دي ([10]).

د اعتکاف فايدې

پوښتنه : د اعتکاف يو څو فايدې راته بيان کړه؟

ځواب : په اعتکاف کې دا فايدې دي.

(۱) اعتکاف کونکي ټول بدن او ټول وخت د خدای تعالی د عبادت لپاره وقف کړی وي.

(۲) د دنيا له مشکلاتو او له ډيرو ګناهونو څخه ساتل شوی وي.

(۳) د اعتکاف په حالت کې هغه ته هر وخت د لمانځه ثواب ورکول کيږي، ځکه چې له اعتکاف څخه اصل مقصود دا ده چې معتکف هر وخت د لمانځه او جماعت په انتظار او اشتياق کې ناست وي.

(۴) د اعتکاف په حالت کې معتکف له فرښتو سره يو رنګه کيږي، ځکه چې دی هم هر وخت د فرښتو په څير په عبادت، تسبيح او ستاينه کې بوخت وي.

(۵) جومات چونکه د خدای تعالی کور دی ځکه خو معتکف د خدای تعالی ګاونډي بلل کيږي، بلکې د هغه B د کور ميلمه وي ([11]).

د نابالغ اعتکاف

پوښتنه : که يو نابلغ هلک اعتکاف کوي حکم يې څه دی؟.

ځواب : که هغه اعتکاف وکړي هغه ته هم ثواب ورکول کيږي ([12]).

په هغه جومات کې اعتکاف کول چې په دکانونو دپاسه جوړ شوی وي

پوښتنه : کوم جومات چې په بازار کې د دکانونو په چت باندې جوړ شوی وي او خلک په هغه کې پنځه وخته لمونځ کوي، آيا په هغه کې د اعتکاف لپاره کيناستل پکار دي او که نه؟.

ځواب : کوم جومات چې په (مملوک غير موقوف) دکانونو باندې جوړ شوی وي هغه عرفي جومات دی شرعي جومات نه دی، پس په همدې ډول جومات کې اعتکاف کول صحي نه دي ([13]).

د معتکف لپاره په جومات کې د باد پريښودو حکم

پوښتنه : که چيرته معتکف ته د باد پريښودو(پسکۍ اچولو) ضرورت پيښ شي هغه ته څه کول پکار دي؟ آيا په جومات کې يې پريږدي او که له جومات څخه ووځي او بيا يې پريږدي؟.

ځواب : ښه خبره دا ده چې له جومات څخه د باندې ووځي او بيا يې پريږدي ([14]).

معتکف ته بل جومات ته د تقرير لپاره تګ

پوښتنه : آيا معتکف له خپل جومات څخه د باندې بل جومات ته د تقرير کولو لپاره تللای شي که نه؟ کله چې هغه په خپل دليل کې وايي چې همدغه تقرير کول له اعتکاف څخه بهتر دي؟.

ځواب : که چيرته خپل جومات پريږدي او بل جومات ته ولاړ شي نو اعتکاف يې ختميږي ([15]).

د معتکف لپاره له جومات څخه د باندې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : د جومات مخته چې کوم صحن ده، په کوم کې چې د ګرمي په موسم کې د ماښام او ماسخوتن لمنځونه اداء کيږي، خو همدغه ځای نه خلک په جومات کې داخل ګڼي او نه يې د جومات په څير حرمت کوي، او د جومات د باني (جوړونکي) له طرز العمل څخه هم له جومات څخه د باندې معلوميږي، کله چې په همداسې ځای کې جماعت کيږي نو معتکفين د فرض لمانځه او تراويح لپاره همداسې ځای ته راتللای شي که نه؟.

ځواب : کله چې د جومات د باني (جوړونکي) په طرزالعمل سره همدغه ځای له جومات څخه د باندې وي نو معتکفين په همداسې ځای کې لمونځ نشي کولای، که نه نو اعتکاف يې باطليږي ([16]).

د اعتکاف لپاره په ګرم موسم کې يخې سيمې ته د تلو حکم

پوښتنه : د ګرمي له تکليف څخه د بچ کيدا لپاره د اعتکاف لپاره يخو سيمو ته د سفر کولو شرعاً اجازه شته او که نه؟ کله چې د ګرمي د سختوالي له امله معمولات په کافي اندازه متاثره کيږي، همدارنګه د همدغه سفر په غوره کولو کې د روژه ماتي او پيشمني لپاره هوټل ته د تلو اجازه شته او که نه؟.

ځواب : واضحه دې وي چې د روژې يا د اعتکاف لپاره يخو سيمو ته سفر کول نه مطلوب شرعي دي او نه ممنوع شرعي دي، بلکې مباح دي، همدارنګه واضحه دې وي چې کوم معتکف خادم ونلري نو هغه د خورد او نوش لپاره کور يا بل ځای ته تللی شي، خو د (اصل مشهور الضروري يقدر بقدر الضرورة) په بناء دې خوراک يا بل شی دې جومات ته راوړل شي او ودې خوړل شي ([17]).

په داسې جومات کې اعتکاف چې د شپې کولو اجازه پکې نه وي

پوښتنه : يو جومات په سرکاري (حکومتي) احاطه کې ده، يوازې د لمانځه او آذان کولو اجازه شته، د شپې تيرولو اجازه پکې نشته، نو په داسې صورت کې اعتکاف کيږي او که نه؟.

ځواب : هر کله چې هلته د شپې تيرولو اجازه نشته نو اعتکاف څرنګه پکې کيدلای شي ([18]).

کوم جومات چې وقف نه وي په هغه کې اعتکاف کول

پوښتنه : کوم جومات چې وقف نه وي په هغه کې د رمضان المبارک اعتکاف کول روا دي که نه؟.

ځواب : اعتکاف بايد په وقف کړی شوي جومات کې وکړی شي ([19]).

کومې خبرې په اعتکاف کې جائز دي

پوښتنه : کومې خبرې په اعتکاف کې جائز دي؟

ځواب : په جومات کې خوراک، څښاک، خوب يا د ضرورت وړ شی اخيستل په دې شرط چې په جومات کې نه وي او د نکاح کول ورته روا دي ([20]).

ښځې ته له اعتکاف دمخه له ميړه څخه اجازه اخيستل ضروري دي

پوښتنه : ښځې ته په مسنون اعتکاف کې له کيناستو دمخه له ميړه څخه اجازه اخيستل ضروري دي که نه؟.

ځواب : هو ! هغې ته له ميړه څخه د اجازه اخيستل ضروري دي، او که چيرته ميړه يو ځل اجازه ورکړي وروسته بيا د هغه لپاره د منع کولو ګنجايش نشته ([21]).

د اعتکاف په حالت کې د اخبار لوستل او د راډيو خبرونه آوريدل

پوښتنه : که يو کس په اعتکاف کې ناست وي، او د اعتکاف په حالت کې اخبار او رساله ګوري، همدارنګه که د خبرونو آوريدو لپاره له ځان سره راډيو هم ساتي، آيا داسې کول د هغه لپاره روا دي او که نه؟.

ځواب : همدغه شيان د اعتکاف له آدابو څخه خلاف امور دي، د معتکف لپاره د تلاوت او نفلونو ډيروالی او د ديني مسايلو مطالعه کول پکار دي ([22]).

په دې هکله په خير الفتاوی کې ليکل شوي :

پوښتنه : معتکف اخبار لوستلای شي او که نه؟.

ځواب : په اخبار کې عکسونه وي، لهذا جومات ته يې راوړل روا نه دي، هيڅکله دې جومات ته نه راوړل کيږي، همدارنګه په زياتره اخبارونو کې بې ګتې (فضول) شيان وي، لهذا له هغه څخه پرهيز کول لازمي دي ([23]).

مسئله : په اعتکاف کې د خوراک څښاک همغه حکم دی کوم چې د ټولو روژه دارو لپاره دی، خو له ښځو سره د مباشرت کولو په معامله کې جلا دی، چې دا په شپه کې هم ورته روا نه ده ([24]).

الله تعالی جل جلاله فرمايي :

)وَلَاتُبَاشِرُوْهُنَّ وَاَنْتُمْ عَکِفُوْنَ فِی الْمَسَجِدِ( ([25]).

ژباړه : او مه نږدې کيږئ ! ښځو ته (په جماع سره) حال دا چې تاسې معتکفان يی په جوماتونو کې.

يعنې په روژه کې د شپې له مخې د مباشرت اجازه شته، خو د اعتکاف په شپو کې په شپه او ورځ په هيڅ وخت کې بايد چې خپلې ښځې ته ور نږدې نشي، په جوماتو کې وي او که د باندې وي ([26]).

معتکف د اذان کولو لپاره له جومات څخه د باندې وتلی شي که نه

پوښتنه : معتکف ته د آذان کولو لپاره په داسې صورت کې چې بل ځای نه وي له جومات څخه د باندې په وتلو سره يې په اعتکاف کې څه فرق راځي او که نه؟.

ځواب : د همدغه ضرورت لپاره دې له جومات څخه د باندې نه ووځي، په جومات کې دې آذان وکړي ([27]). )ولا يکره له الاذان داخل المسجد للضرورة کما لايکره له ای للمعتکف البيع والشراء فيه(.

پس که چيرته د آذان کولو لپاره له جومات څخه د باندې ووت نو نفل او سنت اعتکاف يې ماتيږي، او واجب اعتکاف باطليږي.

د جنازې لمانځه لپاره معتکف ته د باندې وتل روا دي که نه

پوښتنه : د جنازې لمانځه لپاره معتکف ته د باندې وتل روا دي که نه؟

ځواب : که چيرته معتکف په اعتکاف کې د کيناستو په وخت کې دا نيت کړی ؤ چې د جنازې لمانځه ته به وځم بيا وتل ورته روا دي، او که نيت يې نه ؤ کړی بيا وتل ورته نه دي روا([28]) .

آيا سړی په کور کې په اعتکاف کې کيناستلای شي

پوښتنه : آيا سړي د جومات په ځای په خپلو کورونو کې په اعتکاف کې کيناستلای شي؟.

ځواب : د سړيو لپاره په کور کې اعتکاف کول روا نه دي ([29]).

د رمضان د اعتکاف ماتيدو په صورت کې د قضاء مسئله

پوښتنه : که د يوې سيمې په جومات کې اعتکاف مات شوی وو، وروسته قوم په دوو ډلو وويشل شو، يوې ډلې ويل چې د پاتې ورځو قضائي راوړل ضروري دي، او بله ډله وايي چې د ټول اعتکاف قضائي راوړل ضروري دي، صحي مسئله څه ده؟.

ځواب : د محقق ابن الهمام ميلان د پوره لسو ورځو د قضائي لوري ته دی، يعنې اخيره عشره او قضائي راوړل له رمضان پرته په نورو مياشتو کې ضروري ده ([30]).

له جومات سره په پيوسته حجره کې اعتکاف کول

پوښتنه : يو جومات نوی جوړ شوی، د هغه په شاتنی برخه کې د شمال لوري ته يوه کوچنی شانته کمره (اطاق) جوړ شوی، د کومې دروازه چې په جومات کې دننه ده، د جومات متولي وايي : دا د جومات جوړلو په وخت کې د جومات د برخې په نيت جوړه شوې، خو د صف د سيده کولو له امله د جومات د کميټۍ مشرانو دا جلا کړه او پريکړه يې وکړه چې په دې کې به د جومات او نور سامان کيښودل کيږي، پوښتنه دا ده چې په همدغه حجره کې معتکف د اعتکاف لپاره کينستلای شي او که نه؟ هيڅ دروازه يې د باندې لوري ته نشته ؟.

ځواب : د جومات هره برخه کومه چې د لمانځه لپاره وي د بل کار لپاره يې خاص کول او له هغه ځای څخه د لمانځه ختمول روا نه دي، د حجرې له ظاهري هيئت څخه معلوميږي چې دا له جومات څخه د باندې ده، جومات نه ده، د امام، متولي يا د سامان لپاره جوړه شوې ده، له همدې امله په همداسې حجره کې اعتکاف نه کيږي، هو ! که چيرته يې دروازه يا ديوال مات کړی شي او په جومات کې شامله کړی شي بيا هلته د اعتکاف په کولو کې کومه خبر نشته ([31]).

نور بيا

([1]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۲۸۹ – ۲۹۰، بحواله : عمدة القاري، ج : ۱۱، ص : ۱۴۰.

([2]) خير الفتاوی، ج : ۴، ص : ۱۴۴، بحواله : شامي، ج : ۲، ص : ۱۲۹.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

([3]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۸۹، بحواله : الدرالمختار مع الرد المختار، ج : ۲، ص : ۱۴۵، باب الاعتکاف.

([4]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۲۸ – ۲۲۹، بحواله : البدائع، ج : ۲، ص : ۱۱۴.

([5]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۱۰، بحواله : ردالمحتار، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۱۷۷.

([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([7]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۲، بحواله : الفتاوی العالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، کتاب الصوم، الباب السابع فی الاعتکاف، وکذا فی بدائع الصنائع، ج :۳، ص : ۵، کتاب الاعتکاف، فصل فی شرايط صحته، وکذا فی البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۵۲۲، باب الاعتکاف، مراقی الفلاح، ص : ۶۹۹، وکذا فی فتاوی قاضي خان، ج : ۱، ص : ۲۲۱، فصل فی الاعتکاف، جامع الرموز، ج : ۱، ص : ۳۷۶، فصل فی الاعتکاف، وکذا فی مجمع الانهر، ج : ۱، ص : ۲۵۵، باب الاعتکاف.

([8]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۰، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۷، قبيل مطلب في ليلة القدر.

([9]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۷، بحواله : البحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۲۲.

([10]) فتاوی دارالعلوم ديوبند، ج : ۶، ص : ۳۱۶، بحواله : عالمګيري مصري، کتاب الصوم، باب سابع، ج : ۱، ص : ۱۹۹.

([11]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٥.

([12]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۳، بحواله : بدائع الصنائع، ج : ۳، ص : ۵، فصل شرايط صحته، وکذا فی حاشية الطحطاوي علی مراقی الفلاح، ص : ۷۰۰، باب الاعتکاف، وکذا فی ردالمحتار علی الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۴۴۰، باب الاعتکاف.

([13]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۱، بحواله : البحر الرائق، ج : ۵، ص : ۲۵۱، فصل في احکام المساجد، کتاب الوقف.

([14]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۱۳۱، بحواله : عالمګيري، ج : ۲، ص : ۲۱۵.

([15]) آپکي مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۷ – ۶۲۸، بحواله : الدرالمختار مع الردالمحتار، ج : ۲، ص : ۴۴۷، فتاوی قاضي خان علی هامش الهندية، باب الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۲۲۱ – ۲۲۲، فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۲، باب الاعتکاف.

([16]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۱۴۲.

([17]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۱۹۴، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۶، باب الاعتکاف، شرح المجلة للاتاسي، ج : ۱، ص : ۵۶، المادة ۲۲.

([18]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۴، بحواله : الدرالمختار، باب الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۴۰ – ۴۴۱، د ټولو شرعي احکامو لپاره خپل خپل ځای معلوم دی، مګر کله چې محل صالح نه وي نو احکام شرعيه متعذر کيږي، لکه چې د نذري روژه لپاره له رمضان پرته ټول کال صالح دی، مګر که چيرته يو څوک د رمضان په مياشت کې د روژه نذر مني نو دا صحي نه دی، ځکه چې د رمضان مياشت د نذري روژه لپاره محل نه دی، همدا رنګه کله چې په جومات کې د شپې تيرولو اجازه نه وي، نو هغه هم د اعتکاف لپاره محل نه دی، ځکه چې په اعتکاف کې د ورځې په څير د شپې تيرول هم په جومات کې ضروري دي.

([19]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۶، بحواله : روح المعاني، ج : ۲، ص : ۶۸، ابوداؤد، کتاب الصوم، اين يکون الاعتکاف، ج : ۱، ص : ۳۳۴، ردالمحتار، کتاب الصوم، باب الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۴۱.

([20]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٠.

([21]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۲۳۲، بحواله : الهندية، ج : ۱، ص : ۲۱۱، شامي، ج : ۲، ص : ۴۴۱.

([22]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۲۰۲، بحواله : فتاوي عالمګيرية، ج : ۱، ص : ۲۱۲، الباب السابع فی الاعتکاف، الدر المحتار علی هامش الردالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۷، باب الاعتکاف.

([23]) خير الفتاوی، ج : ۴، ص : ۱۳۴.

([24]) معارف القرآن، ج : ۱، ص : ۴۵۶.

([25]) البقرة، آية : ۱۸۷.

([26]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۴۲، چاپ سعودي عربستان.

([27]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : ۱۴۵.

([28]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٧٩.

([29]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۴، ص : ۶۲۹، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۱۱، ردالمحتار، کتاب الصوم، باب الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۴۱.

([30]) فتاوی فريديه، ج : ۴، ص : ۲۰۶، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۱۴۳، باب الاعتکاف، الدرالمختار علی هامش الردالمحتار، ج : ۲، ص : ۱۴۲، باب الاعتکاف، سنن ابي داؤد، ج : ۱، ص : ۳۴۱، باب الاعتکاف، کتاب الصوم.

([31]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۲۲۸، بحواله : ردالمحتار، کتاب الوقف، ج : ۴، ص : ۳۵۷، الفتاوی التاتار خانية، کتاب الصوم، الفصل الثاني عشر فی الاعتکاف، ج : ۲، ص : ۴۱۰.

مخکینې مطلب

په سوريه کې د اسد مخالفینو له افغان حکومت غوښتي، چې د بشاراسد په ملاتړ د افغان جنګياليو مخه دې ونیسي

بل مطلب

د روژې مسائل (څوارلسمه برخه)

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com