ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
که يو چا د روژې مياشت وليدله خو ګواهي يې قبوله نشوه
پوښتنه : که يو چا د روژې مياشت وليدله خو ګواهي يې قبوله نشوه او له ده پرته بل چا نه مياشت وليدله او نه چا روژه ونيوله نو په ليدونکي روژه فرض ده او که نه؟.
ځواب : هو ! په هغه باندې روژه واجب ده او که د ده له حساب سره ديرش روژې پوره هم شي او د اختر مياشت ونه ليدل شي نو له نورو خلکو سره به يو ديرشمه روژه هم نيسي ([1]).
په رؤيت هلال (د مياشتې په ليدو) کې د خط شرعي حکم
د خط حکم دا ده که چيرته خط ليکونکي د دوو معتبرو او ثقه مسلمانانو په وړاندې خط ليکلى وي او هغوى يې په همدې باندې شاهدان جوړ کړي وي او له خط سره يې ليږلي وي او همدغه دواړه د خط راوړونکي خط راوړي او دا ګواهي ورکړي چې کاتب زمونږ پر وړاندې همدغه خط ليکلى نو داسې خط معتبر او حجت جوړيږي، پس همدغه خط کوم چې شرعي قاضي يا د هغه قايم مقام (لکه د رؤيت هلال کميټۍ او داسې نورو) ته ليکلى شوى وي او په همدغه خط کې د مياشتې ليدو د ثبوت خبر ليکل شوى وي نو په همداسې خط باندې عمل کول واجب شول، هو ! که چيرته له مختلفو ځايونو څخه د مختلفو خلکو خطونه د مياشتې ليدو د ثبوت په سلسله کې دومره ډير راغلل چې نور د انکار ګنجايش نه وو نو په همداسې صورت کې هم همديته اعتبار ورکول کيږي او مفيد رؤيت ګرځي ([2]).
د رؤيت هلال کميتۍ په اعلان روژه نيول او اختر کول
پوښتنه : په موجوده زمانه کې کومې ته چې ساينسي فوقيت حاصل دى، د رؤيت الهلال کميټۍ په اعلان عموما روژه نيول کيږي او اختر کيږي، د دې شرعي حيثيت څه دى؟ روژه بايد ونيول شي او که نه؟ اختر کيږي او که نه؟ سره له دې چې په صحيحه احاديثو کې داسې حکم راغلى چې مياشت ووينى نو روژه ونيسئ او چې مياشت ووينى نو اختر وکړئ، پوښتنه دا ده چې د رؤيت هلال کميټۍ په اعلان باندې روژه نيول او اختر کول واجب دي او که نه؟.
ځواب : د حديث شريف مطلب ښکاره ده، هغه دا داسې نه ده چې هر کس دې مياشت وويني او روژه دې ونيسي يا دا چې مياشت دې وويني نو اختر دې وکړي، بلکې د حديث شريف مطلب دا ده چې د مياشتې ليدو په ثبوت سره رمضان او اختر کيږي، د رؤيت هلال کميټۍ که چيرته د شرعي قواعدو مطابق د مياشتې له ليدو وروسته اعلان وکړي نو عوام به په همدغه اعلان باندې روژه نيسي او اختر به کوي، پاتې شوه د رؤيت هلال کميټۍ په اهل علمو باندې مشتمله ده، همدغه حضرات د ثبوت رؤيت هلال مسايل له مونږ څخه ښه پيژني، له همدې امله مونږ ته په هغو باندې اعتماد کول پکار دي ([3]).
همدارنګه ليکل شوي :
پوښتنه : د موجوده رؤيت هلال کميټۍ پريکړه د مياشتې په باره کې په ځانګړې توګه د روژې او د اختر په باره کې کومه چې په راډيو او تلويزيون باندې نشر (خپريږي) آيا په دې باندې ټول هيواد ته عمل کول واجب دي او که د هيواد کومه برخه له دې څخه مستثنى ده؟ او د موجوده رؤيت هلال کميټۍ خلک ستاسو په نزد معتبر دي او که نه؟.
ځواب : تر کومه ځايه چې ما ته معلومه ده نو د رؤيت هلال کميټۍ پريکړه د شرعي قواعدو مطابق ده، او دا د ټول هيواد لپاره واجب العمل ده، او کله چې همدغه کار د اعتمادي خلکو په واک کې وي او هغوى د شرعي قواعدو مطابق پريکړه کوي نو د هغوى په اعلان باندې عمل کول لازم دي ([4]).
چيرته چې تل (هميشه) افق صاف نه وي
پوښتنه : په کومو هيوادونو کې چې فضاء تل ککړه وي (لکه په برطانيه) کې او د مياشتې ليدو امکان نه وي هلته د مياشتې ليدو صورت څه دى؟ د مسلمانانو لپاره د راډيو خبر د رؤيت هلال لپاره معتبر ګڼل صحي دي او که نه؟.
ځواب : هر کله چې په کومه راډيو باندې علم او يقين وي چې هغه له شرعي ثبوت وروسته د مياشتې ليدو اعلان کوي نو د هغې په اعلان کولو باندې عمل کول صحي دي، په دې شرط چې په هغې باندې د عمل کولو ورځ به اته ويشتمه ورځ يا يو ديرشمه ورځ نه وي.
او که چيرته دا ډول علم او يقين نه وو خو غالب ګمان دا وو چې د مياشتې ليدو د شرعي ثبوت له ترلاسه کولو وروسته دا اعلان وکړى شو نو په همدې باندې هم عمل کول صحي دي، برابره ده که د دنيا له هرې برخې څخه راشي، په دې شرط چې په هغه باندې د عمل کولو ورځ به د مياشتې اته ويشتمه ورځ يا يو ديرشمه ورځ نه وي.
او که چيرته همدا غالب ګمان هم نه وه ترلاسه خو له مختلفو اطرافو او هيوادونو څخه د مياشتې ليدو د ثبوت خبرونه په دومره شمير کې راغلل چې د عادت له مخې يې په دروغو باندې اتفاق نشو سره کيدلاى نو دا د استفاضې صورت جوړيږي او د هغه مطابق عمل کول صحي دي.
نوټ : په همدغو ټولو صورتونو کې د عوامو عمل، يقين، غالب ګمان يا استفاضه لره اعتبار نشته، بلکې د ځايي رؤيت هلال شرعي کميټۍ پريکړې او غالب ګمان لره اعتبار دى، او کله چې ځايي شرعي رؤيت هلال کميټۍ نه وي، نو د هغه ځاى د جامع جومات خطيب او د همغه ځاى د معتمدو علماء کرامو پريکړه کله چې غالب ګمان يا د استفاضه حصول شوی وي نو هغوى معتبر دي.
او که چيرته په ذکر شويو صورتونو کې کوم صورت ميسر نه وو يا د حنفي فقهې په اصولو باندې پوره علم نه وه او پريشاني وه نو په داسې صورت کې داسې کول پکار دي چې که چيرته په همدغه برخه کې شافعي، يا حنبلي يا مالکي خلک اوسيږي نو کومه مياشت چې د اته ويشتو يا د يو ديرشو ورځو نه وي نو په داسې صورت کې دې هم (عوام الناس) خپله پريکړه نکوي، بلکې له حنفي علماؤ څخه دې په همدې باره کې فتوى ترلاسه کړي.
او که چيرته دا صورت هم ميسر نه وه، يعنې کومه معتمده فتوى موجوده نه وه يا دا چې د هغوى فتوى په خپل مينځ کې ټکر وه نو بيا دې د معتمدو احنافو علماؤ فتوى ترلاسه کړي، يا دې د هغوى د فقهې معتمدو کتابونو ته مراجعه وکړي او د همدغې مجبورۍ په صورت کې دې د هغوى معتمد مسلک وګوري او د هغه مطابق دې عمل وکړي ([5]).
که د رمضان المبارک ديرش ورځې پوره شي او مياشت ونه ليدل شي
پوښتنه : که چيرته له ديرشو روژو پوره کيدو وروسته مطلع صاف نه وو او مياشت ونه ليدل شي څه بايد وکړى شي؟.
ځواب : مسئله دا ده چې هر کله مطلع صاف نه وي نو د رمضان المبارک مياشتې ثبوت د يوه ديندار يا مستور الحال سړي يا ښځې په شهادت سره کيدلاى شي، د تراويح کول او د روژې نيول لازميږي.
او له ديرشو ورځو پوره کيدو وروسته که بيا هم مياشت ونه ليدل شي نو د اختر کول پکار دي، د يو ديرشمې روژې نيولو ته ضرورت نشته ([6]).
د شهادت په معامله کې څوک چې د دين پابند نه وي د هغه حکم
کوم سړى چې د دين پابند نه وي، ګناه کوي، د بيلګې په توګه : لمونځ نکوي، يا روژه نه نيسي، يا دروغ وايي، يا بله کومه ګناه کوي، د شريعت پابندي نکوي، نو په شرعيت کې د داسې سړي خبرې ته هيڅ اعتبار نشته، ولو که هر څومره قسمونه وخوري او بيان وکړي، بلکې که چيرته همدا ډول دوه درى سړي وي نو هغوى لره هم اعتبار نشته ([7]).
د محرم مياشتې لپاره څو شاهدان پکار دي
پوښتنه : د محرم مياشتې د ثبوت لپاره څومره شاهدانو ته ضرورت دى؟.
ځواب : دوه عادل او معتبر سړي يا يو عادل سړى او دوو ښځو ته ضرورت دى، په نور الايضاح کې راغلي )ويشترط لبقية الاهلة شهادة رجلين عدلين او حر وحرتين غير محدودين فی قذف( ([8]).
که د فکس له لارې د مياشتې خبر ترلاسه شي حکم يې څه دى
پوښتنه : که د فکس له لارې د مياشتې ليدو خبر ترلاسه شي په هغه باندې عمل کول څرنګه دي؟ فکس ته کتاب القاضي الي القاضي ويل کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : فکس د خط حکم لري، فکس د شهادت يا د کتاب القاضي الي القاضي په حکم کې نشي راتلاى، ځکه چې په هغه کې د کتاب القاضي الي القاضي ټول شرايط نه دي موجود، لهذا د خط چې کوم حکم دى همغه حکم د فکس هم دى ([9]).
تنها (يوازې) د مياشتې ليدونکى دې اختر نکوي
که چيرته يو چا د اختر مياشت تنها (يوازې) وليدله نو شريعت د داسې کس ګواهي ته اعتبار نه ورکوي، نو همداسې کس ته د اختر کول صحي نه دي، صبا دې روژه ونيسي او د خپل ځان د مياشتې ليدو ته دې اعتبار نه ورکوي او روژه دې نه ماتوي ([10]).
د لمر له لويدو مخکې چې کومه مياشت وليدل شي هغه معتبره نه ده
پوښتنه : د عيد الفطر مياشت وليدل شوه، د لمر لويدو ته لا دوه څلور دقيقې وخت پاتې دى، په دې وخت کې زيد وويل چې د اختر مياشت وليدل شوه او د روژې ماتول پکار دي، بکر له دې څخه انکار وکړ، د زيد په خبره باندې پنځلسو شلو کسانو روژه ماته کړه، نو د همدغو خلکو چې روژه يې ماته کړې روژه يې وشوه او که نه؟ بکر وايي ستاسو روژه ونشوه قضائي يې را وګرځوى، که د دې خبرې وضاحت وکړى شي؟.
ځواب : د لمر له لويدو مخکې د مياشتې ليدو ته اعتبار نشته، همدغه ورځ د روژې ورځ ده د اختر نه ده، اوس چا چې روژه ماته کړه او دا فکر يې کړى چې لمر لويدلى نو ځکه مياشت ښکاره شوله نو په همدغو خلکو باندې يوازې قضائي راوړل لازمي دي، او کوم چې پوهيدل چې لمر نه دى لويدلى او روژه يې ماته کړه په هغوى باندې له قضائي سره کفاره هم شته ([11]).
که په ورځ کې مياشت وليدل شوه
پوښتنه : په يو شمير کتابونو کې دا مسئله راغلې چې که د ورځې مياشت وليدل شوه او د لمر لويدو ته دوه ساعته وخت پاتې وو چې مياشت وليدل شوه نو روژه ماته کړى، آيا په همداسې صورت کې روژه ماتيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : نوموړې مسئله صحي نه ده، که د لمر له لويدو مخکې مياشت وليدل شي نو د روژې ماتول روا نه دي )ولا عبرة بروية الهلال نهاراً سواء کان قبل الزوال او بعده هو لليلة المستقبلة فی المختار( ([12]).
د مياشتې ليدو خبر د ورځې په دوولس بجې
د مياشتې ليدو خبر هر وخت چې په يقيني ډول ورسيږي، ولو که د لمر له لويدو لږ شيبه دمخه ورسيږي، خو په دې شرط چې شهادت به معتبر شهادت وي، محض د تار او نورو شيانو خبر به نه وي نو د روژې ماتول پکار دي، د روژې نه ماتولو په صورت کې ګنهګاريږي ([13]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٧.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٥ – ٣٦، بحواله : نظام الفتاوى، ج : ١، ص : ٢٣١.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥١٢، بحواله : البحرالرائق، ج : ٢، ص : ٢٨٣، کتاب الصوم، هنديه، ج : ١، ص : ١٩٧، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٢٨٣، کتاب الصوم.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥١٢، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣٩٤.
([5]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٧ – ٣٨، بحواله : نظام الفتاوي، ج : ١، ص : ٢٣٤ تا ٢٣٦.
([6]) فتاوى رحيميمه، ج : ٧، ص : ٢٣٢ – ٢٣٣، بحواله : هدايه، ج : ١، ص : ١٩٥، فتاوي عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٨، شامي، ج : ٢، ص : ١٢٩.
([7]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٨، بحواله : بهشتې زيور، حصه : ٣، ص : ٥، بحواله : هدايه آخرين، ص : ٤٦.
([8]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٠٨، بحواله : نورالايضاح، ص : ١٥٠.
([9]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٣٨.
([10]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٩، بحواله : بهشتې زيور، حصه : ٣، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٢.
([11]) فتاوى رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٠٨، بحواله : نورالايضاح، ص : ١٥٠.
([12]) فتاوي رحيميه، ج : ٧، ص : ٢٠٩، بحواله : نور الايضاح، ص : ١٥٠، فتاوى عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٧.
([13]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٤١، بحواله : فتاوي دارالعلوم، ج : ٦، ص : ٤٩٣، بحواله : ردالمحتار، کتاب الصوم، ج : ١، ص : ١٢٥.


















