قاري خالد
دداعش ګوند له پیله په کوټ کې پښه کېښوده او تر دمګړۍ په کوټ کې واکمن دی
کوټ کې دداعش دپایښت دوه مضبوط لاملونه دي
دحزب اسلامي قومندان بختیار او دداعش روحاني پېشوا مسلم دوست
دننګرهار له اچین وروسته دطالبانو او داعشیانو دوهم اخ ډب په همدې کوټ ولسوالۍ کې جوړ شو
داعشیانو په کوټ کې دخپل وجود داظهار په پار یو لوی موټریز کاروان تیار کړی و، تور بیرغونه یې پرې رپول، دخلافت او بغدادي شعارونه یې بدرګه کول او خلک یې ابوبکربغدادي سره بیعت ته هڅول
ځایي طالب مشرانو چې دحالاتو ترینګلتیا ولیده، له دوی یې دمذاکراتو غوښتنه وکړه؛ داعشیانو دشپې وخت وعده کېښوده او کله چې دکوټ ځایي دلګی مشر دداعشیانو سره روان شو، په لاره کې یې برید پر وکړ
له نیکه مرغه چې طالب دلګی مشر دځان په ژغورلو وتوانېد البته په متقابلو او دفاعي ډزو کې یې دوه داعشیان ووژل او یو یې زخمي کړ
له همدې ځایه دداعش او امارت جګړه شروع سوه
بختیار چې په ننګرهار ولایت کې دحزب اسلامي قومندان و، ظلم، چور ـ چپاو او اختطاف یې دنده وه او په دې وروستیو کې یې دطالبانو په هټ لیسټ کې قرار درلود، له موقعې څخه په استفاده ځان دداعش لمن ته وغورځاوه او دطالبانو پر خلاف جګړې ته اماده سو.
مسلم دوست همچنان په کوټ کې داعش ته زیات کمپاین وکړ او په مختلفو مستعارو نومانو یې امارت پسې اتهامات غوټه کړه
څه موده وروسته یې دداعش دخراسان والي سعیدخان اورکزی یو جاهل او متعصب مشر وباله، داعش یې د افغانانو دوژلو، دربدریو او بې تعلیمه ساتلو دسیسه وبلله او له ننګرهاره نورستان ته وتښتېد
ناراضه مسلم دوست دحکومت په هڅو له نورستانه بېرته زر راوګرځېد او بیا دداعش لیکو ته ننوت چې تر ننه یې واګې په لاس کې دي.
عجیبه دا ده چې دکابل چارواکي دداعش سره ددښمنۍ او دداعش دله منځه وړلو دعوې هره ګړۍ رسنیز کوي مګر کله چې دطالبانو قطعه دداعش دځپلو لپاره دکوټ پر څنډه ‘نرۍ اوبو’ کې تم سوه، همالته دسختو بمباریو لاندې ونیول سوه ان تر دې چې دقطعې قومندان هم زخمي سو او تر شلو زیات طالبان په شهادت ورسېدل
له بله پلوه حکومتي چورلکو دداعش په ساحه کې دتخنیکو ستونزو په پلمه بېړنۍ ناستې وکړې او دهمدغو ناستو له برکته، داعشي ځواکونه مخ پر طالبانو وررهي سوه، اته طالبان یې شهیدان او طالبان یې شاته تګ ته اړ باسل
له هغې وروسته څو څو وارې حکومتي قواوې کوټ ته ولاړې او ناکامې بېرته وګرځېدې
تېره شپه دداعش او حکومتي قواوو جګړه هم ډراماتیکه وه، تر دې جګړې مخته حکومتي ځواکونه سیمي ته تللې وه او چې کله دوی وګرځېده، داعشیانو داربکیانو په پوستو هجوم وروړ
درې مهمې پوستې یې په داسې حال کې ونیولې چې سیمې ته راغلي حکومتي ځواکونه به لا دکوټ له خاورې نه ول وتلي
په دغو پوستو کې داعشیانو ته په زیاته اندازه وسلې دغنیمت په نوم پرېښودل سوې وې او دهمدې غنیمت! وسلې په پار داعشیانو دکوټ پر مسلمان ولس ناتار جوړ کړ
اوسمهال داعشي ځواک په ننګرهار کې دخپل وجود دبقاء لپاره وروستۍ هڅې کولې، طالبانو یې زور ور اوبه کړی و، زیات شمیر جنګیالي یې له لیکو راجلا سوي او یا تښتېدلي ول، په تبلیغاتي ډګر کې یې محض رادیویي تبلیغات پاتې ول باقي ټول افغاني علماء ترې په کورونو ناست ول
ټول ننګرهاریان باوري ول چې له روژې وروسته به دداعش ټغر دطالبانو لخوا ورټول کړیشي اما له بده مرغه چې حکومت دسازش له مخې داعشي منحرفو جنګیالیو ته یو بل زورور کمپاین وکړ، ډېری وسلې یې ورته دغنیمت پر نوم وسپارلې او دواک تنګه ساحه یې بیا ورپراخه کړه
دمګړۍ دداعش ځواک تکیا پر پاکستاني قبایلو، لږ شمیر ازبک جنګیالیو، یو څو خودغرضه افغانانو او افغان حکومت ده
که ولسونه له حکومت څخه په زغرده وغواړي چې دوی او داعش دې سره پریږدي او حکومتي ځواکونه دې مداخله نکوي، داعش په کوټ او شینوارو کې درې ورځې هم نسې تم کیدلای
له هرې خوا پرې طالبان ورتاو دي او داعشیان په محاصره کې شپې سبا کوي
دداعش وروستۍ تکیه حکومتي مداخله ده او بس


















