کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۱ زرغون خوږیاڼی
د فارياب ولایت امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونه او اربکيان دوه شپې وړاندې پرته له کومې جګړې د شيرين تګاب له استانه بابا سيمې تښتېدلي او دا ستراتيژيکه سيمه يو وار بيا د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهر پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې استانه بابا سیمه، چې شاوخوا پنځوس کلي لري، نږدې یو کال د طالبانو په ولکه کې وه او يوه اوونۍ وړاندې د دوستم ملیشو او نورو امنیتي ځواکونو د نظامي عملياتو په ترڅ کې یاده سیمه له طالبانو ونیوله، خو وروسته له هغه چې د ملي اردو سرتېرو سيمه خوشې کړه، اربکيان هم له سيمې وتښتېدل او طالبانو بېرته ونيوله.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اولې لوا ویاند جګړن محمد رضا رضايي رسنیو ته ویلي، چې د استانه بابا سیمه طالبانو نیولې او په وینا یې دغه سیمه ډيره پراخه ده، اضافه ځواکونو او نویو پوستو ته په کې اړتیا ده.
ځینو خبري سرچینو ویلي، چې په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په کمین کې ولیدل، چې په کې یو زیات شمېر عسکر ټپیان شوي.


















