سرليکنه
دا په هغه چا اختر دى چې ېې غم ليدلى نه وي
چې په کورکې وير ژړا وي د هغو به څه اختر وي
افغان ولس د درې لسيزو را په دېخوا د اخترونو خوښي نه ده ليدلى هر اختر د خوښۍ او خوشحالۍ پرځای د خپلو کورنيو د غړو په شهادتونو د غم پر ټغر ناست وي.
سږنى کوچنى اختر هم د تيرو اخترونو په څير د هېواد پر مظلوم او بې ګناه ولس په داسې حال کې راغلی چې هېواد مو د مجاهدينو د مقاومتونو سره سره لا د اشغالګرو تراشغال لا ندىې دی او هره ورځ د مظلومو او بې دفاع افغانانو له کورونو د عملياتو او بمباريو په دوام جنازې وځي.
پر افغان ولس له هغې ورځې چې تور مخو کمونستانو د ثور د کودتا په کولو افغان ولس دغم په ټغرکښينولى تر نن ورځې پورې ېې په اخترونو کې د خوښيو پرځای له کورونو د غم ساندې پورته کيږي.
موږ دمبارکې روژې هغه ستر نعمت چې الله راباندې پيرزو کړى د الله په دربارکې د عباداتو او د ګناهونو په بښنې سره شکرګذار يو خو لکه څرنګه چې د نورو هېوادونو ولسونه په خپلو کې دا د خوښۍ اخترونه په خوښيو لمانځې افغان ولس ترې محروم پاتې دى او لانده څرګنده چې ترکومه به محروم وي.
دنړۍ په نورو هېوادونو کې ځنې ورځې د خوښيو او ځنې وخت بيا غم وي خو پرافغان ولس د درې لسيزو راپه دېخوا د اخترونو د خوښيو سره يو ځاي د اشغالګرو په وحشتونو او د هېوادوالو په شهادتونو غم او د اخترونو د مبارکيو پرځای يو بل ته د دعا لاسونه پورته کوو.
هو!
هو پرافغان ولس کوچنى اختر راورسید خو هغو نجونو چې دمخه به ېې د اخترونو په شپو، په نکريزو لاسونه سره کول اوس ېې دخپلو شهيدانو وروڼوپه وينوسره دي.
هغه مېندې او د کورنيو مشران چې د مخه به ورته د کورنيو غړي د اخترمبارکيو ته ورتلل او هغوئ به ېې دخوښيونه په ډکو ټنډو ښکلول اوس د اخترونو د خوښيو په ورځ د خپلوشهيدانو د مزارونو ترڅنګ له سترګو د غم ډکې اوښکې تويوي.
د نورې نړۍ وګړي او په ځانګړې توګه ځوانان د اخترونو په ورځو کې د خوښيو بنډارونه کوي خو زموږ ځوانان دخپلو شهيدانو پر مزارونو په نمجنو سترګو ګلونه غوړوي.
په نورو هېوادونو کې چې کله د ستر غم پيښه وشي په هغه هېوادکې ملي ماتم اعلان شي زموږ په هېوادکې هره ورځ ملې ماتم خو داختر ورځ مو هم دخوښۍ پرځاې دملي ماتم د اعلان ورځ ده .
دا اخترمیاشت چې پرموږ ربره شوه دېته کمکي اختر ويل کيږي خو مؤمن او مجاهد ولس په دې کمکي اخترکې ستر ستر غمونه ګالي داسې غمونه چې تراوسه پورې دنړۍ پرمخ يو ولس هم نه دي ګاللي.
بياهم افغان ولس دلوې الله دلوې درباره نا اميده نه دي دخپلې راسخې عقيدې په برکت دخپل هېواد د سالمتيااو په هېوادکې دتلپاتي امن لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.
هغه ورځ راتلونکې ده چې ټول هېوادوال به د نورو نړيوالو په څير خپل اخترونه په خوښيو ونمانځي .
ان شاء لله تعالی وماذالک علی الله بعزیز
















