عزیر اسدخیل
لا تر اوسه له وارسا څخه د ملي وحدت حکومت مشران او استازي هیواد ته نه دي را ستانه شوي، چې د کاناډا په مرستو کې د درغلیو راپورونه خپاره شوي.
د کاناډا د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل رسمي ویبپاڼه کې له افغانستان سره د مرسته کیدونکو پیسو اندازه 465 میلیونه ډالره اعلان کړی، خو ارګ بیا د دغو مرستیو اندازه 440 میلیونه ډالره ښودلی دی.
د وارسا په کنفرانس کې د افغانستان له اردو او پولیسو څخه هر کال د ۵ پنځه ملیاردو ډالرو په ارزښت د ناټو سازمان سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ اعلان کړ، د دغو مرستو یوه لویه برخه 3.5 میلیارده ډالره هر کال د امریکې متحده ایالاتونو لخوا برابریږي، د ناټو د سازمان د نورو غړو سربیره کاناډا هغه هیواد دی چې د امریکې تر څنګ له افغان حکومت سره یې د ډیرو مرستو لپاره ټټر وهلی.
یو شمېر سیاسي کارپوهان او د نظر خاوندان د دغو مرستو راتلونکي ته اندیښمن دي، د وارسا د کنفرانس پر مهال افغان حکومت د کاناډا له لورې د مرسته کیدونکو پیسو اندازه 440 میلیونه ډالر ښودلی وو، خو د کاناډا د ولسمشرۍ ماڼې ویبپاڼه بیا د دغو مرستو اندازه 465 میلیونه ډالر ښودلی دی.
اوس اندیښنه دا ده چې افغان حکومت د دغو پیسو اندازه غلطه ښودلی او که د مرستو مقدار همدومره ده، که کاناډا حکومت په رښتیني ډول 465 میلیونه ډالره مرسته اعلان کړی وي، پدې معنا ده چې د پیسو تر رسیدو وړاندې 25 میلیونه ډالره غلا شوی، او یا افغان حکومت د مرستو د مقدار په ښودلو کې تیروتی دی.

















