فتحان حنفي
په تش لاس له ټول جهان سره جنګیږم
له یاغي باغي طوفان سره جنګیږم
له غیرته ډک فطرت مې عجیبه دی
د ښامار غوندې حیوان سره جنګیږم
بې ننګي بې غیرتي مې ځغلولې
ددې عصر پالوان سره جنګیږم
دا عادت راته ایمان دي رابښلی
چې نن زه له بې ایمان سره جنګیږم
وسایل او په افرادو باور نکړم
په نصرت له غټ شیطان سره جنګیږم
یم د پاک وجدان خاوند ضمیر ژوندی ده
بې ضمیر او بې وجدان سره جنګیږم
د وحشت د زمانې دي انسان نه دی
زه له دې وحشي انسان سره جنګیږم
اې (فتحانه) دا دپاک رب غټ کړم دي
له فرعون او له هامان سره جنګیږم


















