له عراقه په وينو ليکلى مکتوب د دهمزنګ په خاوره ثبت شو

سرلیکنه

د دهمزنګ د وړمې ورځې پيښې چې دهزاره وروڼو سوله ييزه مظاهره ېې په يوه ستره غميزه بدله کړه دا د عراق دموصل، رمادي، الانبار او نوروښارونوڅخه په وينوليکل شوى مکتوب و چې د دهمزنګ په خاوره په سرو وينو ثبت شو.

په دې غميزه يواځې هزاره وروڼه نه بلکه ټول افغانان پرې ودرديدل د ټولو افغانانو له سترګو هومره اوښکې توی شوې څومره چې دقربانيانو د کورنيو دغړوله سترګو توی شوې دي.

د بې ګناه انسانانو وژل چې دهرچا لخوا او په هره جامه کې وې د غندولو وړدي ، ددې لاريون کوونکوسره توپ،ټانګ او ټوپک نه وو يواځې شعارونه ورسره ؤ چې د خپلو حقوقو غوښتنې پرې ليکل شوې وې.

پدې غميزه کې دهزاره وروڼو سره ټول افغان ملت د غم پر ټغر کښيناست ځکه په لاريون کوونکوکې دنارينه و ترڅنګ ښځې او ماشومان هم ؤ چې په خپلو وينوکې ولمبول شول.

دښځواوماشومانو وژلوته په هرمذهب کې د کرکې په سترګه کتل کيږي دا غميزه نه يواځې داچې د يوه هزاره قوم لپاره ستره غميزه ده بلکه ترشاېې دسياسي موخو ترڅنګ دمذهبي اختلاف دزياتوالو انګيزه هم موجوده ده .

پنځلس کاله دمخه  افغانان په تنظيمي اختلافاتو ووژل شول، اوس چې دافغانانوپرخلاف د مذهبي اختلافاتو دراپيداکولو هڅې زياتې شوې دي او دښمنان غواړي تر ژونده افغانان په خپلوکې يوموټى پاتې نه شي دمذهبي تعصب په رنګ ورکولوسره داډول   غميزې رامنځ ته کوي .

په دهمزنګ کې پرلاريون کوونکوبريد چې په هره موخه شوې وي د اهل تشيع او اهل السنت ترمنځ دمذهبي اختلاف په موخه او که د قومي تعصب په موخه وي ټول افغانان بايد  د دا ډول کړنو پروړاندې يوموټې ووسي.

ددهمزنګ پيښه ددې لپاره رامنځ ته کړل شوې ده چې قومي يووالى له منځه ولاړ شي، نوپکار ده چې موږ په دې حساسو شيبوکې يو پر بل شکونه ونه کړو او نه د افغان ولس د دښمنانوشومې دسيسې په خپلو مخالفتونوکاميابې کړو.

موږ بايد په داډول پيښوسره يوپربل تورونه ونه لګوو په قومي ،ژبني، مذهبي او سيمه ييزتعصب سره د دښمنانوخپلو هدفونوته رسيدوکې مرسته ونه کړو.

موږ يوملت يو دخپل يووالي لپاره بايد دهرډول غميزي مخه ونيسواو دامخه نيول زموږ دټولو بيلابيلو قومونوپه يووالي سره کيداې شي .

په هېواد کې په پرلپسې توګه امنيت خرابيږي  ، دښمن په يوه اوبله پلمه خپلو اهدافوته ځان رسوي او زموږ افغان ولس ديوې غميزې نه په پله غميزه اړوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button