غزل

عاکف مهاجر

د ډرون وارونه په وطـن مـو اوري
د اور  بریدونه  په لمن  مو اوري

په هره دښتــه مـو لمبې بلیږي
باران دمردکیو په چمن مو اوري

باروتو تور مو دګلبڼ ګلان کړل
دبم دودونه تور په تن مو اوري

کوڅې مو ورانې در مو وران ښکاریږي
دکلسټر وار په ګل بدن مو اوري

زما لمبې به ستا تر غاړې رسي
د انتقام غږ په مسکن مو اوري

دعاکف یار د ډرون ګوزار خوړلی
د ډرون بمونه په میهن مو اوري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button