کابل ټکی کام ۳زمری ۱۳۹۴
راپور: آرین افغان
د لوبې ټاس افغانستان وګاټه او د عمان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
عمان په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې، او افغانستان ته یې ۱۲۸ منډې هدف وټاکه.
ملي لوبډلې د تېر په شان دا ځل هم ښه توپ اچونه وکړه او د عمان لوبډله یې ډېر و منډو جوړولو ته پرې نښوده.
د هدف په تعقیب کې د ملي لوبډلې پیل خورا د ستونزو سره مخ ؤ، شهزاد محمدي او کفتان اصغر پرته له کومې منډې نه وسوځېدل، ورپسې نوروز منګل هم په څلورو منډو خپله ویکټ د لاسه ورکړه، خو د سمیع الله شینواري او محمد نبي تر منځ ښه ملګرتیا و شوه، د نبي په ۲۲ منډو د سوځېدو وروسته د نجیب الله ځدران د ښکلې او چټکې لوبې په مټ، چې په ۳۳ بالو یې ۴۴ منډې وکړې، افغانستان دغه لوبه وګټله په دې سره افغانستان د عمان نه انتقام او مقام دواړه واخیستل


















