کابل ټکی کام ۲۱ چنګاښ ۱۳۹۴
شعر عابد
په هوش یمه بیدار یم ته مې سترګې پټوې
دا خپل راته پردي کړې پردي ته راخپلوي
پوهیږمه پوهیږم نادان یې ته کم عقله
زه لمر وینمه ورځ ده چې ته شپې رایادوې
عجیبه غوندې چم دی راوستی دې لیوه دی
شپونکي ته لیوه وایې لیوه موږ ته شپون کوې
زهر وي ګنډیر وي ته یې راکړې چې دوا ده
په زهرو او ګنډیرو مې ټاکونه جوړوې
پېژنم یې مخکې چې شین غل دی د کانونو
چې ته یې دخپل او خزانو واکدر کوې
کله مې ته خپل یې مخامخ رانه ځاریږې
پټ چل کوې دښمن ته مې لاسونه پښې تړې
عابده! ټول اغیار دي پردیو دي روزلي
د پلار تورې ته لاس کړه که وطن آزادوې


















