مدني فعالان: د کندوز ولايتي شورا غړي د نا امنۍ له وجهې کابل ته تښتېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳) الماس خدرخېل

د کندوز خلک وايي، چې د دې ولايت ولايتي شورا غړي په ځای د دې چې په سختو حالاتو کې د اولس تر مينځ پاتې شي کابل ته تښتېدلي.

دوی زیاتوي، چې خلکو د ولايتي شورا غړو ته په دې خاطر رايه ورکړې، چې په سختو حالاتو کې د دوی اواز تر چارواکو ورسوي، د کندوز خلک په اور کې سوزي خو دوی د کندوز ولايت پرېښی.

د ولايتي شورا غړی وايي: مونږ کابل ته د دې لپاره راغلي يو، چې د کندوز مشکلات د چارواکو سره له نږدې نه شريک کړو.

يو بل مدني فعال وايي، د ولايتي شورا ټول غړي د جګړې له نږدې کېدو او سختېدو له امله کابل ته تښتېدلي او د يادې شورا يو غړی هم  په کندوز کې نه شته.

په همدې حال کې د ولايتي شورا غړي صفی الله اميري تاييد کړه، چې د پنځو ورځو نه د ولايتي شورا رئيس او نور ټول غړي يې کابل ته رسېدلي. هغه بيا هم وويل چې د دې په خاطر راغلي يو، چې د کندوز مشکلات له نږدې د چارواکو سره شريک کړو.

د عيني شاهد له قوله، چې د ولايتي شورا دروازه خلاصه ده، خو د يو تن محافظ نه بغير نور څوک د ولايتي شورا په ودانۍ کې نه ليدل کېږي.

همدارنګه د کندوز ولايتي شورا رئيس محمديوسف ايوبي وويل، چې د وکيلانو له جملې څخه يې دوه تنه د حج د اداء کولو لپاره سعودي ته تللي او دوه تنه يې د امام صيب ولسوالۍ کې بند پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه، چې زه د مرض د تداوۍ لپاره کابل ته راغلی يم، شايد کوم روغتون کې بستر شم. د کندوز ولايتي شورا د ۳ ښځو په شمول ۱۵ تنه غړي لري.

په داسې حال کې چې د کندوز ولايتي شورا د رئيس په ګډون د يادې شورا ټول غړي تښتېدلي، د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي چې د دولتي ادارو ټول رئيسان په کندوز کې موجود دي، که هر څوک د نا امنۍ له امله کندوز پرېږدي نو دوباره بيا ورته اجازه نشته چې دې ولايت ته راشي.

د کندوز والي زياته کړه، چې زه په کندوز کې اوسېږم او هيڅ کوم رئيس ته به د دې اجازه ورنکړم چې کندوز نه وتښتي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د وسلوالو طالبانو محاصره او جګړه د کندوز ښار ته نږدې شوې، چې له امله يې د کندوز ډيری چارواکي د طالبانو له وېری نوموړی ښار پرېږدي او د تېښتې لاره خپلوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button