ليکوال : م، شريف الله (پکتياوال)
وايي يو ملک وو د ځان لپاره يې يو قران خور سړی ساتلی و، ښه به يې نازاوه او ډير مصرف به يې ورکاوه، ملک به چې هره خبر کوله همدغه قران خواره ته به يې مخ ور واړاوه چې همداسې وه که نه؟ هغه به ورته ويل هو ما دې قران ووهي چې همداسې وه.
د کابل ادارې زياتره خلک هم امريکايانو د همداسې ناحقه قران خوړولو لپاره ساتلي، امريکا چې څه ووايي دوی سمدستي ورته وايي، چې هو مونږ دې قران ووهي چې همداسې ده.
نن ورځ همداسې پيښه ده، امريکايان وايي انس حقاني مجرم دی، د کابل اداره پرته له دې، چې د انس حقاني د جرم شواهد او اسناد ترې وغواړي ورته وايي هو مونږ دې قران ووهي چې مجرم دی.
که د امريکا تېرو کړونو ته وکتل شي دوی صدام حسين په خپل لاس ونيو؛ خو د اعدام کار يې د عراق په شيعه ګانو وکړ، معمر قذافي هم دوی ونيو او د وژلو کار يې په بل چا وکړ.
انس حقاني هم امريکايانو په بحرين هيواد کې ونيو او دا دی نن اوريدل کيږي، چې د کابل ادارې ابتدائيې محکمې د اعدام په سزا محکوم کړی.
که انس حقاني اعدام شي ګټه يې د چا؟ او تاواني به څوک شي؟ امريکايان به د ځان لپاره د انس حقاني اعدام خامخا ګټه بولي، ځکه دوی به تاريخ جوړ کړي چې په افغانستان کې يې د يوې سترې جهادي کورنۍ ستر سړی هغه هم د دوی د سر دښمن يې له منځه ويووړ؛ خو د تاوان ټول بوج به يې د کابل ادارې په اوږو بار شي په ځانګړي ډول د قاضيانو.
څو مياشتې وړاندې کله چې د کابل ادارې لخوا شپږ د ټيټې رتبې طالبان اعدام کړی شول، هغه وخت طالبانو له قاضيانو د غچ اخيستنې ژمنه وکړه، مونږ وليدل چې طالبانو خپله ژمنه ډيره ژر پوره کړه او د خپل يوه طالب په سر يې څو قاضيان د اور په لمبو لوغړن او له نړۍ څخه يې پناه کړل.
زه فکر نه کوم چې دا ځل به طالبان که انس حقاني اعدام شي يواځې د قاضيانو پر وژلو بسنه وکړي، کيدای شي دا ځل له دوی يعنې طالبانو سره اسير خارجي وګړي هم ووژل شي، چې له طالبانو سره د بندي خارجيانو ويډيويي خبرې يې ښه ثبوت دی.
له طالبانو سره د بندي خارجيانو په ځانګړي ډول په هغوی کې د يوې بندي ميرمنې خبرې چې له خپل حکومت د امريکا له متحده ايالتونو او د کابل له ادارې يې غوښتنه کړې، چې د اعدامونو لړۍ ودروي، زما په فکر دا کومه ناڅاپي خبره نه ده چې رامنځته شوې، کيدای شي دوی څه اوريدلي وي، ځکه يې په دومره عاجل ډول له حکومتونو غوښتنه کړې ترڅو د دوی ژوند وژغورل شي.
که چيرته انس حقاني اعدام او له طالبانو سره بندي خارجيان هم ووژل شي، ايا خبره به همدلته خلاصه شي او که څنګه؟ ځواب يې ساده او روښانه دی، هغه دا چې نه!
زما په فکر دا معامله به د کابل ادارې لپاره په ځانګړي ډول د قاضيانو لپاره په ډير دروند قيمت تمامه شي، چې همدا وينه تويونه او افغان وژنه د امريکايانو اصلي هدف او مرام دی.

















