سرلیکنه
په اروپا کې لکه کروشیا، فرانسه، مقدونیه، سربیا، بوسنیا، ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونوکې ناکراري هم ترسترګوکیږي؛ خو د اروپایي هېوادونو اصلي هدف دادی، چې په اسیایي هېوادونو کې ناکرارۍ دې حد ته ورسوي، چې نور ترسلو کالو پورې په کې د ارام حکومت فکر له منځه ولاړشي.
په یادو هېوادونوکې خال خال نا ارامۍ په دې خاطر روانې دي، چې اورپایي هېوادونه د اسیایي هیوادونو د نا ارامیو د پړې څخه ځان وژغوري.
په اسیا کې نا کراریو افغانستان، ارمنستان، اذربایجان، برما،عراق، ایران، قرغزستان، کمبودیا، ګرجستان،یمن، لاوس په څیر هېوادنو کې حالات د سوریې حالاتو ته ورنږدې کړي دي، چې افغانستان خو د مخه د اروپایي هېوادونو د وسلو په اور کې سوځي.
که د اسیايي هېوادونو مشران د ورپیښو کړل شوو ستونزو په اړه ژور غور ونه کړي نو په اسیا کې هغه هیوادونه، چې لا ورته د بد امنیو اور نه دی ور رسیدلی هغه به هم د نا امنیو په اورکې وسوځي.
په افغانستان او عراق کې یو نسل په جګړو کې ژوند وکړ تر اوسه په کې ځوان نسل امن نه دی لیدلای، په جګړو کې پیدا او په جګړو کې را سترشول، دا ډول به د اسیا د نورو هېوادونو برخلیک هم وي.
تېره ورځ په قرغزستان پلازمینې بشکک کې د بم چاودنې د امن په خوب ویده قرغزیان راویښ کړل، چې د چین سفارت په لور د روانو امبولاسونو اوازونو سره قرغزي ولس نا اشناو.
چاودنه د بشکک جنوب لوري ته د چین دسفارت پر ودانۍ شوې وه، په امن کې رالوی شوو پولیسو ته د چاودنی خبر هم ګران تمام شو، چې په کم وخت کې ېې د چین سفارت ته ورغلو لارو بندلوهم د ناتوانیو تر اغیز لاندې راوستل.
قرغزي پولیس چارواکو او هم د چین سفارت د چاودنې له امله د اووښتي تاوان په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د قرغزستان د امن په پلازمینه کې د بم چاودنه دهغه ځای د خلکو لپاره له مرګه کمه نه ده.
په افغانستان، یمن، سوریه، عراق او یوشمېر هغو هېوادونو کې چې جګړې په کې روانې دي، پلازمینې ته د بارودو ور وړل اوونیز او ورځنیز معمول ګرځیدلای دی؛ خو قرغزي اوسیدنکي په دې حیران دي چې په بشکک پلازمینه کې د چین سفارت ودانۍ سره د باردو ډک موټر څرنګه وجنګول شو؟
قرغزستان د پخواني شوروي اتحاد یو جمهورت و، چې په ۱۹۹۱میلادي کال کې یې خپله خپلواکي له پخواني شوروي اتحاد څخه اعلان کړې ده، دا چې په قرغزستان کې کوم حالات روان دي او د منځنۍ اسیا اقتصاد څرنګه ورځ په ورځ وده کوي اروپایي هېوادونه دا پرمختګ نه شي زغملای.
اوس اروپايی هېوادونه په اسیا کې هغه هدف ته ځان رسوي د کوم هدف لپاره چې ېې افغانستان او عراق کې د انسان وژنو او جګړو اوربل کړی دی.
د نورو یوشمېر هیوادونو په نسبت په چین کې دغلا، رشوت او ترهګرۍ پر خلاف قانون سخت دی او هم چین د اروپایي هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا سره په سړه جګړه اخته ده، چې غواړي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د چین ګاونډي هیوادونه لکه قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او افغانستان د تل لپاره نا ارامه وساتي.
تراوسه پورې د ترهګرۍ اثر په قرغزي ټولنه لا نه دی شوی او نه د افغانستان او عراق به څېر تر هر اړخیز اثر لاندې راغلې ده، نه قرغزي ولس ناامني خوښوي او نه د چا په فکر کې د نا امنیو سوچ شته، د قرغزستان شپږ ملیونه وګړي ټول د امن، ابادۍ او بډای اقتصاد غوښتونکي دي .
امکان لري د افغانستان او عراق په څېر قرغزستان او ورسره نورهغه اسیایي هیوادونه چې له پخواني شوروي اتحاد یې خپلواکي ترلاسه کړې ده

















