مسلمانانو ته د صلیبیانو نیت

کابل ټکی کام ۲۴وږي/۱۳۹۵، لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب

دا خو تر لمر روڼ او واضح حقیقت دی، چې کافران د مسلمانانو په هر څه کې کار ور لري.

سیاست، اقتصاد، تعلیم، زراعت خو په  پوره ډول د یهودو تر واک لاندې دي او په ډاګه لاسوهنه پکې کوي.

صلیبي دجال غواړي ټوله نړۍ یوه ژبه ولري، د نړۍ ټول وګړي په انګریزي ژبه خبرې وکړي، په ټوله اسلامي نړۍ کې زموږ له خوا سمسور شوی نصاب باید تدریس  کړل شي، عصري تعلیم خو هسې هم په ټوله نړۍ کې د دوی پیداوار او د دوی په طریقه پر مخ روان دی، خو یهود غواړي او دا یې د ډېرو سترو اهدافو څخه دي، چې اسلامي طریقه تعلیم هم باید داسې شي چې د اسلامي عقیدې، اسلامي علومو او تعلیماتو ټول هغه مقتضیات پکې ذبح کړل شي، کوم چې د دیني، عقیدوي، او ایماني روحیې مدار بلل کیږي، اسلامي او الهي رنګ پکې له منځه لاړ شي، د مثال په توګه د اظهر نړیوال دیني دانشکده چې یو وخت د نړۍ د ټولو مسلمانانو دیني مرجع وه، خو د صلیبي فکري یرغل داسې ښکار شوه، چې اوس د مسلمان په توګه د اسلامي روحیې خلاف د صلیب په نفع د فتوی ګانو ستر مرکز ترې جوړ شوی، د یهودو همدغه یوازینی او ستر ارمان دی، چې ټول مسلمانان باید د اسلامي تعلیم په برخه کې یوازې همداسې تعلیمونه سرته ورسوي.

 کفار غواړي چې د نړۍ ټول خلک یو قسم جامه واغوندي، اسلامي جامه په بین المللي جامه او یونیفورم تبدیل شي، کفري لباس د ټولې ځمکې پر مخ دود او رواج شي، ټول یو شان رواجونه ولري، داسې چی اسلامي طرز او  طریقې ته نه پاته کیږي.

صلیبي دجالان غواړي، ټول تجاران یوشان، له اسلامي طرز خلاف په یوه طریقه تجارت پرمخ بوځي، د یهودو له خوا قایم شوي، سودي نظام ته غاړه کیږدي، ټول د سود په طریقه تجارت ولري.

د زراعت په سلسله کې باید ټول د دوی تر اغېز لاندې وي، د زراعتي مؤسساتو له خوا  په اصطلاح، اصلاح شوي تخمونه وکرل شي، د دوی  زراعتي ونې کینول شي، که څه هم دا تخمونه د زراعت په برخه کې ظاهري پېشرفت ښکاري، خو د دې کار انجام ډېر خراب، اسلامي نړۍ ته پکې د لوږې او فقر ستر پیغام پروت دی، اسلامي جامعه د خود کفایۍ څخه خلاصوي او کفارو ته یې د احتیاج په غولي کښینوي، د دوی په اصطلاح دغه اصلاح شوي تخمونه داسې کیفیت لري چې د دویم ځل لپاره بیا نه شین کیږي، مسلمان دهقان باید له دوی څخه د دویم ځل کښت لپاره تخم ترلاسه کړي، په دې کار سره به  مسلمان په هره گوله کې دوی ته احتیاج وي.

د مسلمانانو د عقایدو او اعمالو د خرابېدو لپاره خو په اجتماعي شکل کار روان دی، قسما قسم هلې ځلې شروع دي، کفار غواړي اسلامي شعایر او طریقې له منځه یوسي، دین رواج ته منسوب کړي، دوی هڅه کوي خلکو ته دا تأثر ورکړي، چې دیني ملایان اصلاً د رسول کریم صلی الله علیه وسلم  په زمانه کې د عربو رواجونه په دین تلقې کوي او د دین رنګ ورکوي، د مثال په توګه ږیره پرېښودل د هغه وخت د تمدن رواج وو، دا یو اسلامي عمل نه دی او نه هم کومه دیني صبغه لري، خو ملایانو دین ترې جوړ کړی، داسې نور ډېر شیان دي چې د مسلمان په زړه کې د دین د بې قدرۍ سبب وګرځیږي، په مسلمان کې دیني پابندي ختمه یا کمزورې کړي.

نو!!

مسلمانانو ډیر متوجه شئ! د کافر سره خپله دښمني پخه او په ډاګه کړئ، په هر ډګر کې کوښښ وکړئ چې د دین د دښمنانو اهداف، دسبیې او مسلمانانو ته د دوی بد نیت رسوا او هر مسلمان یې په کلکه مقابلې ته اماده شي، د خپل وس مطابق کار وکړئ! په هر مجلس کې عوام متوجه کړئ چې ځوان نسل مو خرابیږي، د کفارو طریقو ته یې په لوی لاس مه سپارئ!

اسلامي نړۍ ته د کفارو له خوا د ورپېښو دسیسو د پوره اضمحلال په هیله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button