اې تاسو ته وایم!!!

لیکوال رحیم الله بریال
کله چې غزاله جاوید پر سر مرمی خوړلي وې، دلته یې ځینو حاجیانو په ویر اوښکې تویولې، چا ورته عمرې کولې او چایې پر ډوډی خیراتولو د زړه بوج سپکاوه، ښایي ځینو زړه بایللو به په پټو دعاګانو او نوافلو کې هم بې برخې نه وي پریښي، (والله اعلم)
دا د دوی خپل هنرمندانه(!) ذوق او پښتني مینه وه، کار پرې نلرو خو؛ څو ورځې وړاندې د یوه بل افغان ځوان له عجیبې کړنې او قربانی خبر شوم،
لدې ځایه نیږدې شپږسوه کلومتره لرې، دحرما او کجورو په یوه ډک ښار مدینه منوره کې یو کوچی ځوان اوسیږي، چې سره له سختو اقتصادي ستونزو او حکومتي ننګونو یې یوه غټ کار ته ملا تړلي،
یقینًا چې دخیرانتیا خبره ده، په داسې شرایطو کې چې نه خو پرته له تصریح او قانوني جواز سعودي اتباع دې کار ته زړه ښه کولی شي او نه هم افغاني او یا نور بهرني کارګران!
له ځینو مسافرو خو، خپله فریضه هم پاتې ده، ددې له وجې چې، هسې نه، خدای مکړه د ګوتو په لګولو مو د اولاد لپاره د روزی لاسته راړو همدا یواځینی لارهم له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
سبحان الله یو ځوان راجګیږي، له خپلې مزبوطې ملا احرام راتاووي، مخ پر کعبه توکل کوي، پرټولو ستونزو، پاټکونو او اغزنو تارونو سترګې پټوي، وایې چې:
خدایه! ستا دِ ترټولو غریب و فقیر او ملنګ بنده لپاره حج کوم، څښتنه ته یې دده په حق کې رانه قبول کړې او ته یې راته اسان کړې!!!
هغه بنده چې ما لیدلی نه ده،
شناخت ورسره نلرم …
ورغلی نه یم…
مخامخ څه چې په خوب کې مې هم،
همدا نیمګړی ارمان …
ربه تر اوسه په زړګي پاتې دی،
په هرڅه قادره ذاته!
دهماغه نا لیدلي او د نړی ستر مجاهد او قهرمان، سپیڅلي زړور انسان لپاره چې یواځې او یواځې ستا دکلیمې د اعلاء او دګران هیواد دازادی په خاطر یې دنړی له سترو فرغوني طاقتونو سره په نره ډغرې وهلي، خدایه دهماغه په حق کې حج کوم ته راته توفیق را !!!
ځوان لاړ، احرام یې وتاړۀ، په صفا نیت، پوره مینه او اخلاص له کعبې راتاو شو، دعرفات پرغونډی ودرید، شیطانان یې وویشتل بیرته روغ سلامت، پرته له کومې ستونزې خپل استوګنځي ته راستون شو.
تقبل الله منه
پوهیږئ چې حج تلونکی ځوان او د نړی ستر انسان څوک و؟
یو مبارز افغان کټوازی
او بل مرحوم امیرالمؤمنین ملاعمر مجاهد رحمه الله



