سرليکنه
دروان کال په پيل کې چې په افغانستان کې دطالبانو لخوا په ولاياتو او ولسواليو بريدونه زيات شول امريکا د٢٠١٤ميلادي کال پاې ته رسيدلى جنګې ماموريت بياله سره پيل کړ او هملمند ته ېې نورپوځونه راوليږل چې داړتياپه صورت کې به هوايي پوځونه دافغان ملي اردو ا و ملي پوليس سره د طالبانو په مقابل کې مرسته کوي .
هغه هوايي پوځ چې د فغان ملي اردو سرساتونکي بلل کيدل تيره ورځ د ارزګان کندهار په لويه لاره پرۍ دناتو بهرنوځواکونو بمباري وکړه هغه پوځونه چې افغان پوځ خپل سر ساتونکي بلل په دې بهانه چې طالبان باندي بمباري کوي ملي اردوخپل سرونه بايلل.
دا اته تنه پوليس چې د کندهار- ترينکوټ په لويه لار ځاې پرځاۍ شوي وو د طالبانو داحتمالي بريدونو پرمهال ورته دناټو دهوايي ځواکونو دمرستو ډاډ ورکړل شوي و خپله ېې دناتو دهوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول چې اوس دفاع وزارت د ناتو دهوايي پوځونو څخه دخپلو اتوتنو پوليسو پوښتنه هم نه شي کولاى.
دارزګان ولايت چارواکي او س دبهرنيوځواکونو په بمباريوکې دوژلو شوو پوليسو دکورنيولپاره هيڅ ځواب نه لري چې دا اته تنه پوليس خو د طالبانو په بريدکې نه بلکه دهغه چاپه بريدکې ووژل شول چاچې دملي اردو د سرونوساتنه کوله .
دناتو دهوايي قواو قوماندان اوس د تيرپه څيرپلمه هم نه شي کولاي چې دا يوه سهوا ياتيروتنه وه لومړي يوځل په يونيفورم کې په پوسته کې دننه پريوه پوليس بمباري وشوه او دويم ځل چې کله نور پوليس په وژل شوي پوليس راټول شول بياپرې بمباري پيل شوه معنا داچې دناتو هوايي پوځونو طالبان نه بلکه افغان ملي اردو عسکر په نخښه کړيدي.
دافغان پوليسو سره دالوبه څه دنن او پرون خبره نه ده بلکه په وار وار تکرار شويده خو دفاع وزارت دخپل ملي اردو دفاع له ناتو هوايي ځواکونو نه شي کولاي ځکه دناتو هوايي ځواکونه افغانستان ته دملي اردو د سر دساتني لپاره راغلي دي که په يوه پوسته کې يي اته تنه ووژل وژل شوي دې وي.
دفاع وزارت هم په دي نه پوهيږي چې د ناتو هوايي ځواکونو خپل سرو بمباريو سره څه وکړي نه ورسره دومره ځواک شته چې خپله دطالبانو دبريدونو مخه ونيسي او نه ېې د ناتو له هوايي ځواکونو چاره شته دا دکندهار- ترينکوټ په لويه لار چې په خپلو پوستوکې اته تنه پوليس ووژل شول دسرد ساتلوپه لوبه کې ېې خپل سرونه بايلل.
په تروکلونوکې به چې دناتو هوايي ځواکونو دافغانستان په کلو او کورونو يا جنازو- ودونو بمباري وکړه بخښنه به ېې وغوښته چې دا دهوايي ځواک يوه تيروتنه وه خو دکندهار – ترينکوټ په لويه لار دناتو دهوايي ځواک بمپاريو کې دناتو قواندانۍ وياند جنرال چارلس کليفلينډ بخښنه هم نه ده غوښتې ويلي ېې دي چې زموږ ځواکونو پرطالبانو بمباري کړيده .
دارزګان ولايت ترينکوټ په جګړه کې افغان ملي اردو په بهرنيوهوايي ځواکونو نازيده چې دسختې جګړې په دوران کې به ورته دناټو هوايي ځواکونه ور ورسيږي او مرسته به ورسره وکړي خو دادى او س هغه هوايي ځواکونوخپله دبمبارلاندي ونيول ګمان نه کيږي چې وروسته له دي به ملي اردو دطالبانو سره دجګړې پرمهال دناټو له هوايي پوځونو څخه مرسته وغواړي چې همدا بې اعتباري به دملي اردو روحيه نوره هم پسي کمزوري کړي .
.















