انار او خرما مو د زړه له ناروغيو ژغوري

جلال ريحان ــــــــــ

هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او څو خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو ژغوري.
په نوي طبي څېړنو کې ويل شوي، چې هره ورځ نيم ګيلاس د انارو جوس او درې خرماوې خوړل انسان د زړه له ناروغيو او ګوزڼ څخه ژغوري.
څېړنه کې راغلي، چې انار او خرما کې (انټي اکسايټډنټس) موجود دي او دا شيان د زړه رګونه له سختوالي ساتي او د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې درې دېرش سلنه ګټور ثابت شوي دي.
څېړنه زياتوي، د زړه رګونو کې د وينې بندېدو له امله زړه يا دماغو ته د وينې نه رسېدو له امله انسان پر فالج او د زړه په ناروغيو اخته کيږي او له دې ناروغيو د ژغورنې لپاره باید د انارو جوس او خرما وخوړل شي.
طبي کارپوهان وايي، چې د انارو جوس او خرما ۳۳ سلنه د زړه د ناروغيو مخنيوی کوي د وينې غوړ (کوليسټرول) ۲۸ سلنه راکموي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button