په ۹۰ورځوکې دافغانستان امن

دکمونستي نظام په سرکې له نورمحمد ترکي ترببرکه دسولې غږ نه پورته کیده هغوئ بې له کمونستي نظامه بل نظام له ځان سره نه مانه خپل کمونستي نظام ته به یې په شا نه تلونکی انقلاب وایه خو د کمونستي رژیم وروستی بې واکه نجیب د مجاهدینوسره هغه وخت دسولې غږ پورته کړ چې د اقتدارچوکۍ ېې په دوه پښوشوه بیایې دسولې (ملی پخلاینې)غږپورته کړ.

دنجیب د کمونستی نظام له نسکورېدا  او بیا په دویم پړاوکې دامریکا دیرغل راوروسته دادی نور ۱۵کاله وشول بیاهم د سولې او امن ترنامه لاندې په افغانستان کې اوربل او افغانان پکې وژل کیږي.

په افغانستان کې دامن نه راتلو لاملونه به نورهم وي خو یولامل ېې دادی چې نه خپله په افغان واکمنو کې او نه د افغانستان په ګاونډیانواو د سیمي په هېوادونو کې دسولې او امن په اړه د زړه له تله اخلاص.

د هغووکیلانوپه یادغونډه کې چې په یووبریدکې وژل شوي وبیلابیلو ویناوالو خپلې خبرې وکړې خو د پښتونخوا ملي عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل که پاکستان وغواړي  په افغانستان کې په درې میاشتو کې د وسله والو سره روغه جوړه او سوله کیدای شي.

داڅکزي خبره او نظرپه خپل ځای خو دافغانستان سوله او امن یواځې په پاکستان پورې محدود نه دی دا اوس د ګاونډیانوپه شمول د سیمي او نړیوالو پورې اړه لري ځکه دافغانستان دجګړې لپاره نړیوالواوپه ځانګړی توګه  امریکا اسباب برابر کړي دي اوکه نوره هم سپینه ووایو په افغانستان کې جګړه امریکاپیل کړې ده .

 دا په امریکا ، سیمي اونړۍ په هیوادونو پورې اړه لري چې په افغانستان کې ېې اوربل کړی دی دا د جګړی او رچې به څومره وخت کې مړکیږی هغه چاته به څرګنده وي چاچې دا اوربل کړی وي.

په افغانستان کې دامن دنشتوالي  یوڅه لامل به د کابل د موجوده ادارې او پاکستان دمحمد خان اڅکزي په ویناپڅ سیاست وي خو په ټوله کې دا جګړه دافغانستان په پاکه خاوره د نړیوالو ښکرورولخوا جوړه  جګړه ده چې دافغانستان ولس پکې سوزي.

افغانانو په کوم هیواد باندی تیری نه دی کړی بلکه نورو هیوادونو دافغانستان په پاکه خاوره دتیري اشرجوړ کړی دافغانستان ارضي تمامیت ،ملي ارزښتونه او تقدسات ېې د پښولاندی کړیدي.

هروخت چې د سیمې هیوادونه او د ترورستۍ بنسټګره امریکا وغواړي په افغانستان کې امن او سوله راتلاې شي ، همدا اوس چې کوم اورپه افغانستان کې بل دی دا د امریکا او په کابل کې دامریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کیري لخوا دجوړ شوي حکومت د ناقصې پالیسۍ نتیجه ده .

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناتو قوماندانانو په وار وار ویلي او وایي طالبانو په افغانستان کې جګړه پیل کړي ده چې په ډیر افسوس سره یوشمیر ړندې رسنۍ هم د دوې دغه بې بنسټه وینا په مد او شد نشر ته سپاري حال  داچې طالبان هیڅ کله جګړه نه خوښه وي هغوي جګړي او خپلې دفاع ته مجبورکړل شویدي .

محمد خان اڅکزي خو د۹۰ ورځو یادونه کړې ده چې په افغانستان کې امن اوسوله راتلای شي هغه ته داڅرګنده ده چې په افغانستان کې روانه جګړه دامریکا داهدافو ترسره کولو جګړه ده چې یوشمیر د سیمي هوادونه او ګاونډیان به هم پکې خپل خپل اهداف لري، خو که امریکا دافغانستان له جګړې لاس واخست افغانستان کې امن امن دی، نه بیا دګاونډیانو لاسوهنې اثرلرلای شي اونه داخلي اختلافات .

چې کله هم امریکا په افغانستان کې دجګړې اسباب او لاملونه له منځه یوړل په هغه وخت افغانان په خپلو کې د تیرپه څیر وروڼه وروڼه دي او افغانستان کې به امن امن وي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button