عزير اسدخيل
يوه ورز څلور مقربي ملائكي هره يوه جبرائل، مكائیل، اسرافيل او عزرائيل عليهم السلام نبي عليه السلام ته راغلل، جبريل عليه السلام وويل اي زما ګرانه محمده! كه سوك په تا باندي سهار او ماشام لس لس ځلي درود ووايي زه به يي په پل صراط باندې د برق په شان تير کړم، ميكائيل عليه السلام وويل كه څوك تا باندي سهار او ماشام لس ځل درود ووايي زه به داسي اوبه پرې وڅكم چې بيا به هيڅكله تږی نشي، اسرافيل عليه السلام وويل اې ګرانه محمده (ص) كه څوك په تا باندي هر سهار او ماشام درود ووايي زه به له عرش سره الله تعالي ته په سجده پريوزم او تر هغې به له سجدي راپورته نشم چې الله تعالي ورته بخشنه نه وي كړي، عزرائيل عليه السلام وويل اې ګرانه محمده (ص) څوك چي په تا باندي لس ځلي درود ووايي زه به د مرګ په وخت ورنه روح دومره په اسانۍ واخلم لكه يو ويشته چې له ورو نه ويستل کیږي


















