( د سنګر طالب )

( بهار مستغفر )

بیا لکه باران را اوري خاص د زړه پر سر طــــــــــالب
نه هیریږي روح مي دی ها ستړی د سنګر طـــــــــالب

حسن کې نو هم خدای شته پر من باندي بالا من شته
پټ شول ګــــــــلابونه چي شو پوري غره ته بر طالب

ورشئ دیو پاڼې پاڼې ســــــور ګـــــــلاب قیصه کوي
وچې شونډي خاورو کې را ړنګ ښکاري پر هر طالب

ستا دیمکراسۍ ، دود او ماڼیو نه یې غر خوښ دی
ستاســـــــو نیم لغړو له ښارونو مرور طـــــــــــالب

اې ! غوږشه په دې کمال کې بېل شانته ځانګړی دی
زمونږ زړونو کې ګل د غلیم زړه باندي خنجر طالب

بیا به د شیــطان اولاد ته بدر ور پر زړه کـــــــاندي
لاړ کمین ته تېر شو پر دې لاره مازیــــګر طــــــالب

بیا یې د لمرین تندي سپېدې د فتـــــحو زیري کړي
جوړ یې د تیارو پر ضد د ستورو کړ اشر طــــــالب

تل به پر دې لار ځي د ایــــــــثار د فلســــــفو تږي
جوړ کړ د تاریخ دېوال کې لوی د همت ور طــالب

دا خو لکه خضر زمونږ ژوند زمونږ د زړو ( بهـــــار)
وینې د زړه ور کړي زرغونه کړي وچ ډنډر طـالب

پنج شنبه / ۲۸ / ذوالحجّة / ۱۴۳۷ هــــ ق
د هجرت دیار

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button