افغانستان کې د امریکا خپلسریو بمباریو زور اخیستی، دولتي سرتیري هم ددوی د بریدونو ښکار دي

ډاکټر مقدس
پرون شپه د امریکا هوايي ځواکونو د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې د افغانستان پر کمانډويي ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي، په برید کې د افغان کمانډو ځواکونو ۵ سرتیري او یو پولیس عسکر ووژل شوو او ۵ کمانډویي عسکر نور ټپیان شول.
د يادې ولسوالۍ ولسوال ملاسيدمحمد تائيد کړه، چې په کنسک سيمه کې په افغان کمانډو ځواکونو د امریکاهوايي الوتکو بريد شوی؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې مالومات ورنکړل.
ولسوال زياته کړه، د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد هغه مهال رامنځته شو، چې کمانډو ځواکونو غوښتل د دولت پر وسلوالو مخالفينو يو غلچکی بريد ترسره کړي.
د ظفر قول اردو مسوولین پيښه تائيدوي او وايي چې تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک په سیمه کې بهرنیو عسکرو د افغان کمانډویانو پر پوسته بمبار کړی، چې ۵ کمانډويي عسکر او یو پولیس وژل شوي، دوی وايي چې ۵ کمانډویان ټپیان شوي دي، یادو مسوولینو ویلي چې د ټپيانو حالت ښه نه دی.
په سیمه کې وسله والو طالبانو بیا ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ۳۰ کمانډویي عسکرو ته مرګ ژوبل اوښتې ده، ددوی په وینا د ۱۵ کمانډويي عسکرو جسدونه ورک شوي دي.
افغان حکومت او امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې برید سترګې پټې کړي دي او لږ تر لږه یې د خولې په الفاظو هم د غندلو جرئت او غږ نه دی کړی.
ځینو دولتي رسنیو د یاد برید پړه پر افغان هوايي ځواکونو واچوله چې یاد برید افغان هوايي ځواکونو کړی دی، ددې لپاره چې د ملت سترګې ړندې او خپل عسکر نور هم پسې لا وځپي.
له دغه هوایي برید څخه ژوندیو پاتې شويو سرتېرو دا برید د بهرنيو ځواکونو عمل بللی، خو د ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان ځواکونو په تېروتنې خپل همکاران په نښه کړي.
پوښتنه دا ده چې ولې د ګډ حکومت مسوولین د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې او حتی د دولتي سرتیرو په وژنه غږ نه پورته کوي او په ورته پېښو يې غوږونه کاڼه او سترګې پټې کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په حکومتي سرتيرو د بهرنيانو هوايي بريدونه کېږي، تر دې وړاندې په ارزګان ولایت کې د امریکايي خپلسرو هوايي بریدونو کې ۸ پولیس ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شو.
امریکايي ځواکونه لا هم ټینګار کوي چې دوی په ارزګان کې طالبان وژلي، خو سیمه ییز چارواکي او خلک نه یوازې وژل شوي پولیس ګڼي، بلکې وايي چې دا برید په قصدي او شعوري ډول شوی دی.
پر حکومت له دې امله سختې نیوکې دي چې د امریکايي ځواکونو پر دغه جنایت یې سترګې پټې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ، امنیتي ادارې او په ځانګړي ډول کورنیو چارو وزارت له پرله پسې نیوکو سره مخ دی. نیوکې له دې امله چې حکومت دا پېښه ان په الفاظو کې هم نه غندي او د امریکايي جنایت پر وړاندې پټه خوله دي. یوازې په همدې پېښه کې نه، بلکې له وړاندې هم چې کله امریکايي ځواکونو ملکي وکړي شهیدان کړي او یا یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، نو حکومت غلی پاتې شوی دی او ان په ځینو حالاتو کې یو شمېر چارواکي د حقیقت د تحریف او جنایت د پټولو هڅې هم کړې دي.
اوس به د فراه ولایت برید ته هم تحقیقاتي ټیم برابروي خو ملت به یې له پایلې نه خبریږي.
همداراز نږدې ۴ ورځې وړاندې هم د بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونو کې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې ۲۷ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، یاد برید د يو حاجي په کور ترسره شوی و، چې په کور کې یې د میلمنو ګڼه ګوڼه وه.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند مشرقیوال ويلي وو، چې په اچین کې دداعش دوه قومندانان او ۱۶ وسله وال وژل شوي، وروسته د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر هم تائيد کړه چې په برید کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي، چې د سیمې زده کوونکي او ښوونکي هم په کې شامل وه.
حکومتي چارواکي له تحقق پرته خپل امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي د امریکا بمباریو ته تړلي دي او بیا چې امریکايي او نور بهرني چارواکي څه وايي دوی یې هم تائيدوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ( یوناما) د پنجنشبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ په ولسي خلکو د امریکايي ځواکونو د ډرون برید وغانده او د بې طرفه تحقیقاتو د کېدو غوښتنه یې وکړه؛ خو د ننګرهار چارواکي بیا وايي چې دا برید په داعش وسله والو شوی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له واشنګټن څخه باید وپوښتل شي، چې امریکا ولې په هوايي بریدونو کې د افغانستان او سوریې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په نښه کوي.
رسنیو د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا له خولې لیکلي، امریکا باید ځواب ووايي، چې د افغانستان او سوریې ځواکونه د چا په مقابل کې په نښه کوي او وژني یې.
نوموړې د امریکايي ځواکونو دغه کړنه د ډېرې اندېښنې وړ بللې او د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې پر ملکي وکړو د امریکا هوايي برید یې هم غندلی دی.
په تېرو دوه میاشتو کې دا څلورم ځل دی چې بهرني عسکر افغان پولیس، اردو او کمانډویان په نښه کوي او درنه مرګ ــ ژوبله وراړوي.
د امریکا خپلسرو هوايي ځواکونو په لنډ وخت کې په کندوز کې پر روغتون بمباري وکړه او په لسګونو عام وګړي یې ووژل، په هلمند کې یې د طالبانو هغه زندان په نښه کړ چې حکومتي عسکر په کې بنیان وو او په لسګونو بندي عسکر یې ووژل، په اروزګان کې یې پولیس په نښه کړل او تر ۱۵ پولیسو یې مړه او ژوبل کړل، په شینوارو کې یې هم ۱۷ ولسي وګړي شهیدان کړل، له دې مخکې یې په شینوارو کې ملکي وګړي په کروز توغندیو وویشتل او دا دی اوس یې د افغان حکومت د چوپتیا په نتیجه کې کومانډويي ځواکونه هم ووژل؛ خو دومره څوک نشته چې د یادو بریدونو پوښتنه له امریکايي بادارانو وکړي او یا ملت ته رښتیا ووايي.
ایا څوک شته څو له بهرنیو ځواکونو پوښتنه وکړي چې ولې مو دغه بې ګناه کسان ووژل؟ ولې د ټولو نړیوالو او افغاني قوانینو خلاف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوئ او په افغانانو کې مو وېره او وحشت خپور کړی؟
دا چې په شپینو چاپو او نورو عملیاتو کې زمونږ هیوادوال شهیدانوي او په وحشي توګه په خپلسري توګه د خلکو په کورونو ورننوځي، د رسنیو د خولې نه هم لرې خبره ده چې نور به لا څه حال وي؟
دا ټول د اشرف غني برکت دی، چې امریکا ته یې ددې مظلوم ملت د وژلو، بمبارولو، شپنیو وحشي او نه منونکو چاپو اجازه وکړه، چې دا دی په دې بل شوي اور کې د حکومت عسکري قوه هم وسوځیدله په داسې حال کې د هیواد ټوله اردو د امریکا په خدمت کې ده.
حکومت د څېړنې لپاره د پلاوي په ګومارنې سره غواړي خلک غلي کړي، ښايي څېړونکی پلاوی حقیقت تحریف کړي، ښايي څېړنه هم وشي او پایله هم سمه وي، خو خلک به یې پرې خبر نه شي. ښايي څېړنه وشي، حکومت ته راوړل شي او دا تایید شي چې امریکايي ځواکونو جنایت کړی، خو خبره همدلته ختمه شي او له امریکايي ځواکونو په دې تړاو پوښتنې ونه شي.
که پلاوی تایید کړي چې دا کار شوی او په قصدي ډول افغاني کومانډویان وژل شوی، بیا هم ښکاره ده چې ګدوله حکومت دا پېښه لږ تر لږه غندلی هم نه شي.
نو ملت پوهیږي چې د ګډ او د جانکیري په لاس جوړ شوی حکومت تر سیوري لاندې که د کومانډويي عسکرو د وژنو څيړنه، د اچین وحشي او ملت وژونکي پيښې څیړنه هم وشي نو بې معنا ده، او که امریکايي ځواکونه نور جنایت هم وکړي څوک ورته کاږه هم نشي کتلی، ګډ حومت به یې لاهم لاس په نامه خدمت کوي.
نور به ولس غبرګون ښيي، امریکايي وحشت نور د زغم وړ نه دی او خلک یې به یې پر وړاندې په کلکه ودریږي.



