زړه بوږنونکې جملې !!

تاج محمد
دریو سوریایي کوچني ماشومانو درې زړه بوږنونکي جملې چی د بشر په تاریخ کی په تورو کرښو ثبت شوي دي، داسې یې ویلي دي:
۱-یو کوچنی ماشوم چې د ژوند وروستۍ سلګۍ یې وهلې داسې وویل، له دې ټولو حالاتو به خپل الله ج خبر کړم!.
۲- په داسې حال کې چې ډیر سخت بمبار شروع و، یوې کوچنۍ نجلۍ د تیښتې په وخت کې په ژړغوني انداز وویل؛ کاکا د الله ج په خاطر زما عکاسي مه کوه بې حجابه یم!.
۳-یو کوچنی ماشوم چی ژړا ستغ کړی و، په غریو نیولو غږ یې وویل؛ زما خدایه! زما ربه! غواړم چې مړ شم، مونږ ولې ډوډۍ نلرو، ما جنت ته واستوه چې هلته ډوډۍ وخورو!.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button