س، سيرت
د اسلام په تاريخ کې هره هغه پېښه چې په کې د کفري او يزيدي قوتونو سره جگړه شوې ده، صحابه پکې شهيدان شوي دي، په غزواتو کې کفارو مسلمانو غازيانو ته تکليفونه رسولي دى، دا ټولې پېښې د اسلام په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل شوي او مسلمانان يې ياد ساتي، چې د هرې پېښې په کال پوره کيدو سره په اسلامي تاريخ کې مسلمانان دهغه پېښې ياد ساتي .
د محرم الحرام په مياشت کې د اسلام د مبارک دين د دفاع او د کفري لښکرو سره د مقابلې ستره پېښه د کربلا د ميدان معرکه ده، چې حضرت امام حسين او حضرت امام حسن د کم عمرۍ په وخت چې لاسونه مبارک يې د جگړې او د تورې د ګذار نه وو؛ خو بياهم د باطل د مقابلې لپاره د يزيدي لښکرو په مقابل کې لکه دغره په څير په پوره شهامت ولاړ وو .
د حضرت امام حسين د بهادرۍ او ميړانې لاملونه زيات دي، ځينې تاريخ ليکونکي يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د لمسي توب او ځينې يې د حضرت على رض د ميړانې څخه د ده د ميړانې سرچينه اخلي، په هر حال په دواړو صورتو کې په کم عمرۍ سره د حضرت امام حسين او ورسره د ملگرو ميړانه د اسلام په تاريخ کې ځلانده ياده شوې ده او ځلانده به وي .
حضرت امام حسين په څلورم هجري د شعبان المعظم په دريمه نيټه په مدنيه منوره کې سترگې ددې فاني دنيا پر مخ وغوړلې، هغه چې امام حسين به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته څومره گران و او بي بي فاطمى رض ته څرنگه سپارښتنه په پالنه کې کوله هغه يو بيل معلومات دي چې وروسته به پرې ليکل وکړو؛ خو اوس د هغه ميړانې يادونه کوو، چې د يزيدي لښکر په مقابل کې د حضرت امام حسين مقاومت، د خپلو ملگرو وفا او پر ملگرو باور و.
په رښتيا چې د اسلام د تاريخ هره مقابله چې د کفري او يزيدي لښکر سره يې کړې ده د يادونې وړ ده. د اسلام په تاريخ کې چې د اسلام د مقدس دين د خپراوي لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په لارښوونه او مشرۍ کې کوم غزوات شوي دي، د کربلا پېښه يې سرچينه ده.
د شهادت او ميړانې سرچينه د حضرت امام حسين له شهادته اخیستل شوې ده، مونږ دا منو چې د اسلام په ټول تاريخ کې صحابه کرامو شهادتونه ورکړي دي؛ خو د يزيد په بې شميره لښکر سره د حضرت امام حسين او د هغه د ملگرو مقاومت او شهادت مونږ د شهادتونو سرچينه بولو.
د حضرت امام حسين او د هغه د ملگرو شهادت وروسته د ټولو مسلمانانو لپاره د خپل مقدس اسلام، پاکې خاورې، اخلاقي ارزښتونو او حيا عزت څخه دفاع په اصل کې د امام حسين له شهادته عبرت او درس اخستنه ده.
















