ایا ولسمشر به دبرکسل د ډالرو پنډ د حکمتیارد سولې په آس منزل ته ورسوي؟

( سرليكنه )

په برکسل کې غونډه، د حکمتیارسره سوله او د کندز جګړه په نږدی یومهال سره پیل شول  د ولسمشر محمد اشرف غني څخه چې د هملند ولایت لښکرګا د احتمالي سقوط په اړه  لارښوونه وغوښتل شوه د ولسمشر ځواب داو چې د برکسل له غونډې راستون شوم بیابه تدابیرنیسو چې ورسره د حکمیار د سولې(تسلیمۍ) ترڅنګ  پرکندزد طالبانو بریدونو دوام وموند..

تیره ورځ  ولسمشر د برکسل له غونډې د ډالرو راوړی پنډ کیښود او د یوڅه دمې وروسته ېې د کندز ، هلمند، فراه او نورو ولایاتو چې جګړې پکې روانې دي خبرې پیل کړی وې ویل  :

د کندز جګړه څه تصادفي جګړه نه وه د حکمتیارسره د سولې او د برکسل دغونډې چې افغانستان سره پکې د یوپنډ ډالرو  مرسته وشوه ددې پرخلاف یوعمل ؤ طالبانوغوښتل په دې ډول له افغانستان سره   په وارسا کې د نړيوالو ژمنې تر پوښتني او د بروکسل غونډه تر شعاع اواثر لاندي راولي .

دغنی په اند د وارسا له کنفرانسه وروسته د برکسل غونډه چې د۹۰پورې هیوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ او د وارساپه کنفرانس کې تر۲۰۲۰میلادی پورې افغانستان سره د ژمنواو افغان پوځ د تجهیز ژمنه وشوه ډیر مهم ؤ.

ولسمشر اشرف غنی په هلمند  لښکرګاه او د کندز په جګړه کې د ښاریانو ژوند او دهغوې دشوو مالي تاوانونو په اړه هیڅ اندیښنه ونه ښوده وې ویل :

د برکسل دغونډې ۱۵میلیارده ډالراودحکمتیار سره سوله چې د افغان حکومت لومړۍ عملي لاس ته راوړنه بلل کیږي وشوه  ښه شول چې  دا رانه ضایع نه شول د کندز او هلمند حالات به د وخت په تیریدوسره ښه شي

اشرف غني پدې خوښ شو چې په داخل کې مې سوله او په بهرکې راته یوپنډ ډالر راټول شول چې دابه مې د حکومت  د دوام سبب وګرځي خو پوښتنه داراپیداکیږي چې د کندز له جګړې وروسته چې طالبانو په فراه ولایت کې  جګړه پیل کړه  دا د کوم هدف لپاره شوه ؟

د برکسل بله غونډه خو هم نه ده شوې او نه د کوم بل حکمتیار سره دسولې هوکړه لیک تیار دی د نورستان په ولایت کې خو د برکسل دغونډې پرمهال طالبانو جګړه نه ده پیل کړې ولې ددغه ولایت دولایتی شورا دروازه وتړل شوه داخو طالبانو نه د حکومت د ولایتي شوراغړو وتړله چې د کړو ژمنو په نه عملی کولو ېې خپل غبرګون وښود  .

د نورستان د ولایتي شورا غړي وایی که يې غوښتنې ونه منل شي نو د ارګ او  فوايد عامې وزارت مخې ته به خېمې ووهي .

که اشرف غني د برکسل او وارسا په مرستواو ژمنو ډاډه وي چې د حکومت پاتی وخت  به پرې پوره کړم اوهم به د حکمتیارسره د سولې په آس د برکسل د ډالرو پنډ منزل ته ورسوم نه خو د روانو نا امنیوپه دوام د حکومت پاتې وخت پوره کولای شي او نه د حکمتیار دسولې په آس د برکسل له غونډې راوړې د ډالرو پنډ منزل ته رسولای شی ځکه حکمیتار د سولې په نامه او پلمه ډیر یاران  په نیمه لارکې پریښي دي .

اشرف غنی د برکسل د غونډې ډالري پنډ ته ډیره تمه لري خو ورته څرګنده نه ده چې همدا د برکسل دغونډې ډالري پنډ به د ډیرو روانو پرمختیايی پروژو پروړاندی خنډ شي او د حکمیار د سولې آس همدا اوس  ځان ښکاره کړ، کابل ته په رسیدود کندز او لښکرګاه ترپنځلس زرو زیاتوکورنیو له خپلو کورنوکډې وکړي  .

ولسمشر خو د برکسل له غونډې دهیواد د پرمختګ په نامه د ډالرو پنډ راوړ خو ستونزمنه ده چې د حکمتیار دسولې په ناباوره آس به ېې منزل ته ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button