ليکنه: نعمان احدي
په داسې حال کي چى مسلمانان د هغه دين منونکي دي چي الله ج له هغه پرته بل دين نه مني (ان الدين عند الله الاسلام) آل عمران ۱۹.
په داسي حال کي چى مسلمان هيوادونه د ودانې نړۍ په منځ کى موقعيت لري، چى په اقتصادي، سياسي او ستراتيژي لحاظ له ډير اهميت څخه برخمن دي. مسلمانان د شمير له لحاظ ورځ تر بلي زياتيږي او د ژوند وسايل يي هم ښه کيږي خو بيا هم مسلمان هيوادونه له تيرو پنځو سوو کلونو راهيسي کله د يوه يرغلګر او ښکيلاګر هيواد او کله د بل تر تسلط لاندي وخت تيروي او مسلمانان د نړۍ په ولسونو کي په وروسته پاتې ولسونو کى شمير ل کيږي.
دغه بد حالت ډير اسباب او عوامل لري چى تر ټولو اصلي او لوی عامل يې د خپل دين په مزاج او غوښتنه ځان نه پوهول دي.
په هغه وخت کي مسلمانان د خپل دين په مزاج او غوښتنو پوهيدل او د نړۍ او انسانيت چارو ته يي د خپل فکر په رڼا کي کتل، سم او ناسم کارونه يې په خپلو معيارونو معلومول او د خپل ځان لپاره يې اهداف او د پرمختګ لاره په خپله ټاكله، په هغه وخت کې مسلمانان تر ټولو غښتلي او پياوړي خلک ول.
له هسپانيې نيولي تر چين پوري ددوي بيرغ رپيده او د ټولي نړۍ خلكو به کوشش کاوه چي له دوي څخه دين او يا تمدن زده کړي .
کله چې د بيلابيلو عواملو په نتيجه كې د مسلمانانو تفكر بدل شو، خپل معيارونه او تګلاره يې پريښوده او د نورو معيارونو او تګلارې يې خپلې کړې نتايج يي هم معکوس راووتل، قيادت او سياست د مسلمانانو له لاسه لاړ او کرار کرار مسلمان هيوادونه او ولسونه يو په بل پسې د پرديو د واکمنۍ او تسلط لاندې راغلل او دغي پردي واکمني په مختلفو لارو او پلمو مسلمانان له خپلي ارادې، ازادۍ، دين، تمدن، ژبو، تاريخ او فرهنګ څخه محروم کړل.
ددغه محروميت ژوندي مثالونه د مسلمانانو د سياسي، اجتماعي، پوځي، تقنيني، علمي، فرهنګي او اقتصادي ژوند په بيلابېلو ډګرونو کى ليدل کيږى.
















