سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

له حلب ښاره د ملکي وګړو وتل پیل شول(راپور)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 15, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

راپورتاژ

رحمت الله همراز

د سوریې له حلب ښاره د ملکي وګړو لومړی کاروان د ۲۰ بسونو او ۱۰ د بیړنیو مرستو امبولانسونو په توسط سره ووتل، چې ۲۰۰تنه ټپیان هم پکې شامل دي.

ویل کیږي، چې اوس یو ځل بیا د سوریې پوځ، روس او مقابل لوري ته د سوریې ازاد پوځ او انقلابیانو په اوربند موافقه کړې، چې د سوریې د شعیه ملیشې او اسدي پوځ ضمانت روس او د انقلابیانو ضمانت بیا ترکیې کړی دی.

د روسیې د فاع وزارت ویلي، چې د حلب له کلابند ښاره د ملکي وګړو او د سوریې انقلابیانو وتل په سیمه کې د سره صلیب په مرسته پیل شوي دي، چې د وتونکي کاروان ۲۰ بسونه او ۱۰ امبولانسونه د څارګرو الوتکو پواسطه څارل کیږي.

د سرچینې په وینا، اوسمهال د سوریې له انقلابیانو سره یواځې ۳ کیلومتره ساحه پاتې ده، چې په کې ۵۰۰۰ انقلابیان او ۱۵۰۰۰ ملکي وګړي کلابند وو.

د ترکي رسنیو په وینا، د حلب له کلابند ښاره د ملکي وګړو په تلونکي کاروان د راموسه په سیمه کې د ایراني شعیه ملیشو لخوا برید وشو، چې په کې ۴ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول او د ملکي وګړو کاروان هم بیرته د حلب په لور ستون شو، یاد برید په سوریه کې د بشري حقونو د څار ادارې هم تایید کړ خو په وینا یې د ایراني ملیشو په ډزو کې د کاروان ۱ ملکي وګړی ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول.

 خو د ترکیې په منځګړتوب او هلو ځلو  نه سره بیګا شپه  په دونیمو بجو  یاد اوربند له سره  ټینګ  شو، چې له مخې به یې د سوریې انقلابیان ادلب ښار ته ورسول شي.

د سوریې ازاد پوځ اوانقلابیانو له ښاره د وتلو پر مهال د سپکو وسلو وړلو اجازه هم شوې ده، انقلابیانو ویلي  چې لومړی به د سیمې ملکي وګړي او ټپيان وویستل شي او وروسته به ددوی د وتلو لړۍ پیل شي چې شاید د ادلب ښار ته ولاړ شي.

په ملگرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین د سه شنبې په ورځ امنیت شورا ته وويل: «په تیرو ساعتونو کې موږ دا معلومات تر لاسه کړل چې د حلب په ختیځ کې پوځي فعالیتونه دریدلي دي. د سوریې حکومت د حلب پر ختیځ باندې کنترول تر لاسه کړی دی.»

تیره ورځ هم د اوربند څخه وروسته د ایران شعیه ملیشو د اوربند خلاف په انقلابیانو د توپونو او ټانګونو ډزې وکړې چې دواړو خواوته یو ځل بیا سخته جګړه وشوه، د بشري حقونو د څار ادارې ویلي وو، چې برید د ایران شعیه ملیشو کړی دی، خو د ترکیې په مرسته اوربند بیرته فعال شو.

اردوغان ویلي، چې هیواد یې تیار دی چې د حلب ښاره وتونکو ملکي وګړو ته پناه ورکړي، دده په وینا نږدې ۸۰ زره کډوالو ته مو تیاری نیولی دی.

همدارنګه د سوریې ازاد انقلابیان یاد اوربند ته د شک په سترګه ګوري او فکر نه کوي چې اسدي رژیم دې یې په خه فضا لیږدول ته پریږدي.

د سیمې ملکي وګړي هم ورته ویره څرګنده وي، دوی له ځانه سره د وړلو ټول سپک توکي راخیستي او وايي چې کیدای شي کورونه یې د اسدي او ایراني ملیشو له لوري چور او تالا شي.

د الجزیره تلویزیون په وینا، د حلب ښار په وروستیو جګړو کې د روسیې او سوریې جنګي الوتکو په یوه ورځ کې په سلګونو ملکي وګړي ووژل، د ایران او سوریې شعیه ملیشو بیا نږدې ۷۹تنه ملکي وګړي اعدام کړل او په سیمه کې یې په لسګونو تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون وسوځول.

 د ایران جمهوررئيس حسن روحاني د سوريې واکمن بشاراسد ته د تلیفون پر کرښه د حلب ښار دنیولو مبارکي ورکړې ده، حسن روحاني د نورو جګړو ډاډ هم ورکړی او ویلي یې دي چې ایران به تر پایه پورې د سوريې په جګړه کې برخه واخلي او پلوي به یې وکړي.

ملګري ملتونه د حلب په جګړو کې د سوریې، ایران، حزب الله او روسیې ځواکونو لخوا د ملکي وګړو وژنه جنګي جنایت بللی دی، ددوی په وینا یادو ځواکونو په حلب کې انساني ناورین رامنځته کړ.

ملګرو ملتونو وویل؛ “له خلکو ډکو” سیمو باندې د سوریې دولت او د هغه د ملاتړو هوایي بریدونه په ډېر احتمال د بین المللي قوانیو ترپښو لاندې کول دي.

ځايي اوسیدونکو ویلي، په سیمه کې یوه ودانۍ هم روغه نه ده پاتې حتی روغتونو او ښوونځي هم د روسي الوتکو په بمبار کې له منځه تللي دي.

دوه ورځې وړاندې د محمد خطیب په نوم یوه فعال فرانس پرس اژانس ته ویلي وو؛ “ټپیان او مړي پر سړکونو پراته دي. هېڅوک زړه نه کوي چې مړي راټول کړي.”

د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دیمستورا بي بي سي ته وویي وو؛ که څه هم د سوریې دولتي ځواکونو د حلب ښار ختیځې برخې جګړه نژدې ګټلې وي، خو ددغه هېواد جګړه لا پایته نه ده رسېدلې.

“خو دا د جګړې پای نه دی، د حلب د جګړې پای دی. نو په دې توګه به یو عمده رواني اغېز ولري او دا هغه څه دي چې نشو کولی په دې پړاو کې یې کم اهمیته وبولو.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د حلب انساني ناورین او نا انډوله جګړه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو بده جګړه او لوی کړکېچ وباله.

نوموړي ویلي، چې د حلب تر وروستۍ کچې نړیدولو په اړه او همدارنګه د حلب د ملکي وګړو وژنې په اړه به د روسیې او امریکا چارواکي په جینوا کې سره وګوري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې میرمنا پاور وویل: چې روسیې په سوریه کې وحشیانه عمل کړی نه له ترهګرۍ سره مبارزه، نوموړې وايي ”ډاډه اوسئ چې روسیه په سوریه کې د خپلو فعالیتونو په اړه رښتیا نه وايي او تل یې دروغ ویلي.”

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ارو هم د امنیت شورا ناسته کې ویلي وو، که ایراني او روسي چارواکي دا کار نه کوي نو ”د سوریې د حلب جنګي جرمونو ترسره کولو کې به شریکان وي، نوموړي له روسیې او ایران غوښتي وو چې له خونړۍ تګلارې لاس واخلي.

همدارنګه د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سوریې پر حلب ښار د سوریې او روسیې له خوا بمبارۍ غندلې وې او دا یې بمبارۍ یې جنګي جرمونه بللي وو.

لوی ټکي: انقلابیاناوباما ناکام دیاوربندترکیهحلبسوریهشعیه ملیشی
مخکینې مطلب

پاکستان د «بابر۲توغندي» کامیابه ازموینه وکړه

بل مطلب

زرداد د ملي امنیت له لوري نیول شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com