امريکايي پوځيان افغانستان کې لا هم د ولسي وګړو بې درېغه وژنه کوي
کابل ټکی کام ۲۹میزان/۱۳۹۴
ځانګړی راپور: فرید احمد
سره له دې چې د ګډ حکومت په پيل کې د دولت له لوري له امريکا سره په لاسليک شوي امنيتي تړون کې ويل شوي دي، چې امريکايي پوځيان له دې وروسته د هېواد په هيڅ ګوټ کې د عملياتو، بمباريو او په جګړه کې د ونډې اخيستو حق نه لري، خو وروستۍ ګڼې پېښې څرګندوي، چې امريکايي پوځيان لا هم په افغانستان کې ولسي وګړي بې درېغه وژني.
سره له دې چې د امريکايي پوځ د دغو جنايتونو په اړه د قرباني سيمو خلک د رسنيو له لارې د نړۍ د خبرولو کوښښ کوي، خو ډېری دغسې پېښې يا پټې پاتې کېږي او يا يې هم د پټ پاتې کېدو کوښښ کیږي.
د دې پېښو په ترڅ کې د روانې زيږديزې میاشتې په اوږدو کې امريکايي او په ځینو مواردو کې ګډو ځواکونو د کندز، لوګر او ميدان وردګ ولایتو په ګډون د هېواد په ډېرو ولايتونو کې په هوايي بمبار او مخامخ ډزو کې لسګونه ولسي وګړي ووژل، چې په اړه يې رسنۍ يوازې د کندز په پېښه وغږېدي.
امريکا که څه هم په پيل کې ويل، چې د کندز د بې پولې ډاکټرانو روغتون يې له دې امله بمبار کړ، چې وسله وال طالبان په کې وو، خو وروسته يې ومنله چې هلته هيڅ طالب نه و او د پر له پسې بمبار ټول قربانيان د روغتون ډاکټران، نرسان، خدمتګاران او ولسي وګړي دي.
له کندز وروسته امريکايانو د لوګر ولايت د مرکز پل علم اړوند په هوني سيدان سيمه کې وروسته له هغه چې پر پوځي ټانک يې چاودنه وشوه، د خپلو ټوپکو شپېلۍ پر عام ولس ور واړولې او نږدې ۲۰ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د سيمې خلکو وويل، چې امريکايانو له چاودنې وروسته د ولسي وګړو کورونه تالاشي کړل، څو تنه ځوانان يې راوويستل او د مېرمنو او کوچنيانو په وړاندې يې په ږوليو غلبېل کړل.
سره له دې چې د لوګر د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي د دې پېښې پخلی وکړ، خو رسنۍ پرې چوپه خوله پاتې شوې او د بشر حقوقو ادارې په ګډون هيڅ نړيوالې ټولنې پرې غوږ ونه ګراوه.
د افغانستان ډېری وګړي په ورته پېښو کې د بشر حقوقو ټولنې چلند يو طرفه بولي او نيوکه کوي، چې د امريکايي پوځيانو او دولتي عسکرو له لوري د ولسي وګړو د وژنې او ځورنې پر وخت چوپه خوله او له هر څه بې خبره وي.
د ورته پېښو يوه بله وروستۍ بېلګه چې نه رسنيو را واخيسته او نه هم د بشر حقوقو اداره پرې خبره شوه، د روانې مياشتې په نهمه نېټه د امريکايي پوځيانو له لوري د کندهار ولايت په شورابک ولسوالۍ کې پر خلکو ړنده بمباري وه، چې له امله يې ۴۸ تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۳۲ کورونه له ځمکې سره برابر شول.

د شورابک ولسوالۍ د رسلت صمد خان کارېز سيمې اوسېدونکي وايي، چې له بمبار وروسته امريکايي او افغان ځواکونو دلته شپني عمليات هم ترسره کړل او پر مهال يې ګڼ شمېر ولسي خلک ووژل شول، خو د خلکو په وينا نه يې حکومت پوښتنه وکړه او نه هم د بشر حقوقو نړيوالو دعويدارانو په دې اړه څه وويل.
په داسې حال کې چې امريکايي او ناټو پوځيان هره ورځ د هېواد په بېلا بېلو برخو کې دغه ډول ظالمانه بمباري او عمليات ترسره کوي، د ګډ حکومت مشر اشرف غني بار بار له امريکايي پوځيانو په افغانستان کې د پاتې کېدو غوښتنه کوي، چې د چارو د شنونکو په اند د غني دغه کار د ولس او دولت تر منځ فاصله نوره هم ډېروي.



