دهېواد په ناامنیود بشرد حقوقو د ادارې اندیښنه

تبصره

د بشرد حقوقو نړیوال سازمان هرکال چې د ژمي واورین موسم رانږدې شي په افغانستان کې دبې وزلواوپه ځانګړې توګه د هغو کډوالوپه اړه چې هم یې له هیواده بهرپه بې وزلۍ کې ژوند تیرکړی وي او هم په خپل هېواد کې د نا امنیوله امله ستونزمن ژوند تیروي اندیښنه څرګنده وي.

سره له دې چې دبشرد حقوقوسازمان، د خوراک نړیوال سازمان، دملګرو ملتونود امنیت شوری اود افغانستان د سیاسي حالاتوبهرني اوکورني سیاستوال تل په افغانستان کې د ژوند تیرولو امکانات د موجوده حکومت له وسه بهربولې، یوډله چې په داخل کې د حکومت پلوي کوي وایي حکومت، حکومتولۍ ته نه پریښودل کیږي اودوېمه ډله وایي حکومت کې د حکومتولۍ اهل اشخاص نه شته چې دافغان ولس ژوند ېې تریخ کړی دی.

تیرکال د اکتوبر په میاشت کې اروپايي ټولنې په افغان حکومت زور را ووړچې هغه په زرګونه افغانان چې په اروپاېې ټولنه کې په قانوني توګه د نه منلووروسته افغانستان ته ستنول کیږي باید افغان حکومت ېې ومني.

د جرمني حکومت په دوېمه جوپه هغه ۲۶ تنه افغانان چې په جرمني کې ېې د پناغوښتنه رد شوې او نه دي منل شوي افغانستان ته ېې راولیږل چې د جرمني لخوا نا امنه افغانستان ته د افغان کډوالولیږلوباندې د بشرد حقوقو لوړپوړې څیړونکې پاتریشیا گوسمن سخته اندیښنه ښودلې ده.

گوسمن د ښودلې اندیښنې ترڅنګ ویلي ولایات خونا امنه دي آن په کابل کې له وزارتونوکانګریټي دیوالونه تاو دي چې د کابل ښار دومره نا امنه شي نو په ولایاتوکې په څرنګه ژوند وکړای شي.

په افغانستان کې د ګوسمن اندیښنه پرځای ده ځکه د کابل په زړه کې د یپلوماتان له یوه ځایه بل ځای ته نه شي تلاې او له بهرنیوسفارتونو خو د یپلوماتانو ته د وتلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې په داډول هیواد کې به له بهره ستانه شوې کډوال څه ډول ژوند وکړي او د ژوند تیرولو لپاره په څه ډول کار وکړي.

کابل چې دا مهال ېې نفوس څلورمیلیونه یاد کړل شوی دی هره ورځ ېې د ویرې او ویرورځ وي چې بیا ورته له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو کډوال هم یا راستانه او یا جبرا راولیږل شي هغوې به پکې څه ډول ژوند وکړي.

د جرمني د کورنیوچارو د وزیر توماس دیمیزیرپه پریکړه دا دویم ځل دی چې افغانستان ته په جرمني کې نه منل شوي افغانان لیږل کیږي او د امعلومات هم دیمیزیرته شته چې له ۲۰۰۱ میلادي کاله راپدیخوا دومره مرګونه ، نه وو شوي لکه په تیر ۲۰۱۶میلادي کال کې چې وشول نو هغه اندیښنه چې نا امنه افغانستان ته دکډوالو دلیږلو په اړه پاتریشیا گوسمن ښودلې ده پرځای اندیښنه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button