ټرمپ اوس خپل خلک هم پردي ګڼي!

ليکوال: امين وردګ
ټرمپ هغه عراقيان له امريکې څخه منعه کړي دي چې کابو لس کاله يې له امريکايانو سره (د عراق په اشغال کې) برخې اخيستې او اوږه په اوږه ورسره اوسېدلي دي.
دا نوې خبره نه ده تر دې وړاندې هم ټرمپ د ناټو سازمان او امريکې ژورنالیستانو ته د (امريکا د سپيو) لقب ورکړى ٶ.
هو!
ټرمپ ړوند نه دى، هغه لېونى نه دى، هغه لږ تر لږه خائنان او غداران خو پېژني.
دې ته ورته خبره هېټلر هم کړې وه.
دا زه يوه تاريخي خبره او کړنه بولم.
بلکل تر هغو ژورنالستانو سپي شرف لري، کوم چې سپينو ته تور او تورو ته سپين وايي ځکه چې سپي دا کار نه کوی.
دا چې اوس د امريکې نوي ولسمشر ټرمپ ولې خپل خارجي، مخلصان امريکا ته له ورتګ څخه منعه کوي دا هم د ده په زيرګتيا او جرئت باندې دال موضع بولم.
مګر دومره خبره ده، چې له سياسي زاويې څخه د ده دا رنګ کړنې به د آمريکا د استخباراتي ارګان په زيان او د رقيب يې په ګټه وي .
ټرمپ په دې پوه دى چې بايد خائنان خلک خپل ټاټوبي ته دننه نه کړي اګر که يې له دوى سره د اشغال پر مهال هر ډول مرستې هم کړې وي ځکه چې خائنان هېڅکله هم د اعتماد خلک نه دي.
هغوى چې خپله خاوره، خپل ثقافت، خپل تاريخ، آن مقدسات او خپل ناموس د دښمن په واک کې ورکوي، نو پردي خو هسې هم ورته پردي دي.
ما داسې فکر کولو چې (ټرمپ لېونى دى) مګر اوس پوه شوم چې ټرمپ پوهېږي هم.
زه فکر نه کوم چې ټرمپ به خپل سپى هم پر هغو بهرنيو لوړ پوړو چارواکو ورکړي کومو چې د خپلو ملکونو په زيان او د امريکا په ګټه کارونه کړي وي ځکه چې داسې خلک د سړي شخصيت او ريښتينولۍ ته تاوان رسوي.
زه دا هم نه وايم چې ټرمپ ريښتينى شخصيت دى مګر دغه کړنه يې زما خوښه شوه او دا کار يې سم کړى دى، دې ته ورته کړنه (کال که دوه وړاندې) له دوستم سره هم شوى وه چې د امريکا سفارت ويزه ورنکړه !
تاريخونو دا موضوع ښه روښانه کړې ده چې “خائن خائف” وي؛ نو هېڅوک هم له خائنانو سره ملګري نه کوي نړيوال اشغالګر تل د خائنانو په مټو قدرت ته رسيږي مګر هېڅ اشغالګر هم دېته نه وي تيار چې له خائن سره ملتيا او مرستې ته دوام ورکړي.
خائن تل له هغه اشغالګر څخه سر ټکويچاته چې له هر څه تېر شوى وي؛ دا ځکه چې خائن همغه چاته ښه مالوم وي چې خيانت يې ورته کړى دى نو ځکه يې ذليل ساتي.
تاسو به ماته داسې غدار را و نه ښيئ چې د اشغال نه وروسته چا د سړي په سترګه ورته کتلي وي؟
ټرمپ به ډېر خائنان رسوا کړي ان شاءالله!
نڅوړ:
زه د نړۍ پر ټولو غدارانو او خائنانو غږ کوم چې خپل تاريخ او راتلونکى د څه مادي ګټو په بدل کې مه پلورئ؛ نن که اشغلاګران پر تاسو د سپيو نومونه ايږدي يا مو لږ تر لږه خپلې خاورې ته نه ورپرېږدي نو هغه سبا ورځ هم مه هېروئ چې خپل اولادونه به لعنت درباندې ووايي او د ذلت ژوند به کوئ؛ بله ورځ به ممکن د الله په وړاندې هم ورټل شئ !.



