افغانانو وروڼو ! خپل دوست او دوشمن وپېژنئ !

لیک : احمد الله حسین خیل
افغانانو وروڼو ! خپل دوست او دوشمن وپېژنئ ! او لږ دتعقل له نظره هغه چاته په غور فکر وکړئ څوک چې موږ بې پوښتنې وژني او ولې مو وژني؟
او څوک موږ ته په ګوړه کې زهر راکوي؟
ډېر دتأسف وړ خبره ده او انصاف په کار ده چې مسلمانان دکفارو ملک ته پاسپورټ اویاهم وېزې سره ځي او حتی چې یو 《چاقو 》هم ورسره نه وړي او بیا هم مسلمانان هلته دترورېزم پر نوم یادیږي ، او کفار چې دمسلمانانو ملک ته بغیر له افغاني ويزې او پاسپورټ نه راځي ، او او ورسره ټانګونه او طیارې او زهری بارود راوړی او په هرقسم اسلحه سمبال راځي ، نه په تور لېست کې شاملیږي او نه هم ورته څوک د ترورېزم القاب ورکوي ، او مسلمانان چې په خپل ملک کې دخپل ځان نه دفاع کوي نوم یې په تور لېست کې لیکل کیږی او نړی وال ترورېزم بلل کیږي.
او امریکا دا پنځلس کاله دافغانستان له پاره کوم دپرمختګ ګام پورته کړی؟
څومره کومک چې دوی کوي او کوم اسباب او واردات چې افغانستان ته صادروي ټول هغه څه دي چې دجنګ پر دوام او دخپل منځي وژنې سبب ګرځي او نه هم داسې درمل راکوي چې زموږ دزخمونو لپاره پټۍ شي او زموږ ددایمي خوشالۍ سبب وګرځي، بلکې زموږ دزخمونو لپاه مالګه راکوي چې دردونه مو نور هم ورسره زیات شي اوکم نه شي .
او داخبره ماسره ومنئ چې دافغانانو دوشمن افغانان نه دي او نه دا کېدای شي چې یو افغان ورور دې دبل افغان لپاره ازلي دوشمن شي .
افغانان خپلو کې یوه ورځ سره جوړېدای شي ، خو هغه خلک هيڅکله دمؤمنو افغانانو سره نه شي جوړېدای کوم چې متعال خدای [جل جلاله] دمسلمانانو لپاره ازلي دوښمنان بللي دي .
وما علینا الا البلاغ



