ویښ اوســـــئ

شعر: حمـزه حسیني

ویښ اوسئ غربیان لوی اوښتون غواړي
بیا د اسـیا زړه کــې یو بـــدلون غـــواړي

تل د خــپل فرهنګ ترویجـــــول کــــوي
ضـــد د الجهاد کړي ســتر پاڅون غواړي

مـــینه د درانده لـــباس یې خـــتمه کـړه
ستا بچــي ته ټـــایي او پــــتلون غواړي

څــه ښایسته دســـتار یې درنه ښکته کړ
لوڅ سر،کلــــه ږیـــره د پښــــتون غواړي

څومره تـور سـرۍ یې بــې حجــابه کړې
پلی زمـونږ وطـن کې خپل قانون غواړي

دا د ســامـــري پــــه شـــان منـــتر لـــري
ځــکه دوامـــــدار فوځي تـــړون غـواړي

زمـونږ لـه خپـل حریم دفاع حــــرامه ده
دوی په مجــــاهد ګوزار د ډرون غــواړي

داســـــې تعـصـــب یـــې زېـــږولــــی ده
فـــرق د لســاني، نـژاد لـــــــټون غــواړي

هســـې بې پــروایـې چـې و نـه ګڼـــــــئ
شعــر د (حمزه) فـــکر و سمـــون غــواړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button