داغوټۍ دې ګلان وسپړي

غزل / رحمت الله حقمل
داڅانګې دي ګلګون شي داغوټۍ دې ګلان وسپړي
ورک دې تورتمونه شې سپېد ۍ دې ګلان وسپړي
نقش دطبیعت ته مې راځي دلیونو لښکر
هرخوا خوشحالي دازادۍ دې ګلان وسپړي
ویاړ دخاموشي مو دګریوان تر حلقه تنګه شوه
ویښ دي ضمیرونه رنګینۍ دې ګلان وسپړي
تامودګریوان تڼۍ پاره کړلې وحشته نور
ستاغروربه مات شې تاند ځوانۍ دې ګلان وسپړي
ته به تل حقمله مېړنوته داخطاب کوې
ګوندې ستا دهیلودا غوټۍ دې ګلان وسپړی.



