د زندان شپې او ورځې!

شاعر: ملنګ یار مجاهد

د زولنو شړنګا مې نه هېرېږي
د تورې شپې چپتیا مې هم یاده ده

له رنګه تور و، ډیر بدرنګ انسان وو
هغه ترخه څېره مې هم یاده ده

مورې په خوب کې هر ساعت وېرېږم
مورې له هغه انسان ډېر په تنګ یم

مورې په غوږ کې راته چغې وهي
له هغه دنګه انسان ډیر په تنګ یم

مورې له یو کاله بې خوبه یمه
مورې له اوس هم په خوبو کې راځي

هغه ظلمونه او زهرجنې قیصې
هره صحنه یی په سوچورکې راځي

مورې هغه یاران به څنګه چې وي
هغه زما سره پنجره کې چې وو

چې به نهار او که بې خوبه به وي
هغه زماسره کوټه کې چې وو

له بېواسۍ نه بایی اوښکې راتلې
هره صحنه یی په ژړه تېرې ده

سر به یې پاس له زنګانه ايښی وو
د ژوند شیبه یې په ژاړه تیره ده

مورې قرآن به یی ټوټې ټوټې کړو
هغې ټوټې ته به یې اور ورکړو

زمونږپه مخ کې به یې شراب وڅښل
زمونږ نبي ته به یې پیغور ورکړو

زما جامې یی په سپو وڅېرلې
راته یی ويل دا هشتګردي ومانه

ما ویل څه غلطي له ما شوې ده
ویل یې ځان انتحاري ومانه

مورې پرې پوی مې کړه ترې نه یم خبر
دا شر پسند او تراهګرڅنګه وي

هغه په ما باندې الزام لګوي
دا تروریست او دهشتګرد څنګه وي

دا دهشتګرد څخه یی یره کېږي
مورې نور زه هم دهشتګرد جوړيږم

د ټول ملت د سلګو غچ به اخلم
د دوی لپاره به خطر جوړېږم

د پلار په پل باندې به پل اخلمه
مورې له ښار وځمه غر ته ځمه

خوږې مورجانې تا په خدای سپارمه
زه ملنګیار نور سنګر ته ځمه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button