امريکا اور پوکي ،وايي اورپکي له منځه وړي

شپاړس کاله پوره شول چې امريکاپه افغانستان کې د ترهګرۍ ،اورپکواو هم په افغانستان کې د نشه يي توکود له منځه وړلو، د ښځود حقوقو، د بشرد حقوقواود بيان دازادۍ په نامه چې موخه ېې غربي د يمکراسي دود کول دي جګړه پيل کړي ده ، په افغانستان کې د جګړو، وژنواوتباهیوبل کړي اورته  په يوه او بله پلمه پوکي ورکوي  دمخه به  په ټول ولس او ولسوالۍ کې د قتل دوسيه نه ليدل کيده .

په افغانستان کې چې په يوه او بل نامه امريکا کوم اور بل کړى ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې خپله امريکا ورته دامن په نامه پوکي ورکوي دافغانستان غراو سمه ېې دواړه په بل کړي اورکې وسوزول .

داټولې نړۍ ته د لمر په څير څرګنده ده چې امريکا او اسرائيل د خپلې پراختياغوښتنې   خوبونه په رڼا ورځ ګوري سره مشورې کوي چې  څرنګه به د جګړو په دوام سره يوشمير هيوادونه چې اورېې پکې بل کړی دى دامريکا د سلطې لاندې په بشپړتوګه  راولي.

تيره ورځ امريکا يي جنرال نيکولسن دامريکا سنا مجلس ته په ويناکې وويل چې د اورپکو د پټنځايونو په له منځه وړلوسره به امريکا په جګړه کې کاميابي ترلاسه کړي حال داچې دا تيرشپاړس کاله ېې په افغانستان کې په هر ولايت او هره دره کې اورد خپلوپوځونوپه پراخ شتون سره بل کړى بياهم  په افغانستان کې کال په کال د جګړې د ناکامۍ اعتراف  کو ي.

امريکايي جنرالان داډول ويناوي هرکال کوي ټول مطبوعات ورسره  اشنادي، په  دې ډول ويناوچې امريکايي جنرالان د سولې او اومن په نامه خپله ناکامه جګړه پرمخ بيايي يوشعار او موسمې وينا ورته وايي. په تيرو کلونوکې د امريکايي جنرالانو دا ډول ويناوې لکه اوس  چې  په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سنا مجلس ته وکړه په وار وار کړي دي نېکولسن وويل :

لومړنی ګام چې په افغانستان کې د اورپکو بهرني پټنځایونه له مینځه یوسو او له دوی ملاتړ ختم کړو موږ بریالي کولای شي د امريکايي جنرالانودې موسمي وينا د شپاړسو کالو جګړې دوام په افغانستان کې   بريالي نه کړل   ځکه چې امريکايي جنرالانو په همدې ډول شعارونو سره په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه پيل کړې ده .

په امريکا کې  د حکومت مخالف ګوندونه هروخت  په افغانستان کې  د امريکا په ملياردونولګښتونو روانه جګړه په خپل  تاوان ګڼي خو بياهم امريکا هرکال افغانستان ته  کلنۍ په تاوان تمامه بودیجه بيا منظورکړي څو په افغانستان کې تلپاتي پوځي حضورسره  جګړه دوامداره وساتي .

د جنرال نيکولسن وينا چې په سنا مجلس کې ېې وکړه څه نوې وينانه ده، يو  جنرال دافغانستان ګاوانډيان د افغان حکومت مخالفينو سره په مرسته پړه بولي خو نور جنرالان بيا په افغانستان کې د سولې او امن لپاره چې د حکومت او طالب مشرانو ترمنځ د مذاکراتو زمينه برابره کړل شي د ګاونډيانو رول مهم بولي ، اوباما په افغانستان کې د امريکايي اوناټو پوځونو جنګي ماموريت په ٢٠١٤میلادي کال کې پای ته رسیدلی ماموریت اعلان کړ خو اوس د نوي حکومت مشاورين او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د سوونو زروامريکايي عسکرو شتون اړين بولي مانا داچې امريکا په ښکاره وايي چې د اورپکو پټنځايونه له منځه وړو خومالومه ده چې  په افغانستان او ټوله نړۍ کې امريکا اور بل کړی په يوه او بله پلمه پوکي ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button