د شهادت غمی

(بهار مستغفر)

ښــــــکلاوو ورنه وړی دی زړګــــــی دشـــــــــــهادت

ورګورئ څومره تږی دی زلــــــــــمی دشـــــــــــهادت

زخمي زخمي جــــــــــانان د وینو سیند ته شو غوټه

قــــــربان هغه دی ویې کیښ غــمی دشــــــــــــهادت

هرڅه خوندونه واړه په یو ځای شه ترې قــــــــــربان

بس غواړمه او غواړم هـــــــــرکلی د شـــــــــــــهادت

له دې نه به بیا لو لاسته راوړنه چـــــــــــــــیرته وي؟

ژوندی چي په خواږه ژوند شي سړی دشــــــــــهادت

جـــانان هم په سوال غوښتی په بار بار وو له الله نه.

همدغه لوړ مــــقام او ســــــتر بری د شـــــــــــــهادت

غــــــوټۍ د مستغفر بــــــــهار د زړه به هلته ګل شي.

څښتن که باندي را وستی ســـــپرلی داشـــــــــــهادت

د هجرة دیار

نېټه: جمعه ۲۲ / ربیع الثاني / ۱۴۳۸ هــ ق

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button