د ازادۍ لیلــي یــې مــړه کــړلـه

غــزل
شاعر: مجیب الرحمن الفت
ها د ازادۍ لیلــي یــې مــړه کــړلـه
سوله یی زموږ په وینو سـره کــړله
مانه سوله غـواړي خپله جنګ کـوي
جوړه یې څه بل شانتې پلــمه کړله
زه یې چې بدنام کړم په کوم تورباندې
ما میـــلمــه پـالــنه دمیـــلمه کـــړله
ګوتـــې دې ظالـمه ولې خوږ نشوې؟
تا په ســتراتیژیک چی فیصله کړله
پاتې یې ټیکری شو په ګودر باندې
تـا ســرتـوره پیــغله پښتــنه کــړلـه
ته چې نشې ورک داسوله نه راځي
ټولــه نــړۍ تـاپـه غــم اخـته کـړله
خدای به ورته ور دځمکې بیرته کړي
مونـږ تـه چـې چـا بـده اراده کــړلـه
شـپه مـې کړلـه تېره شبـګیرو سـره
ماتـه چـې (الفت) دغـه کیـسه کړلـه



