په کمزوري حکومت کې د د وستم زورواکي

سرلیکنه

بیلابیلو رسنیوپه کابل کې د دوستم په اړه وویل چې د یولښکرټوپکوالو په بدرګه جنرال دوستم په کابل کې خپل د لومړۍ مرستیالۍ کاري دفترته ولاړ.

د دولت امنیتي سرچینو د جنرال دوستم خپل کاري دفترته د تلوپه غبرګون سره ویلی چې ترڅو داحمد ایشچي لخوا پرده لګول شوي تورونه ، نه وي څیړل شوي دوستم خپل دفترته دتلو حق نه درلود ځکه خو د ځینوپیښو د راپیښیدو د مخنیوي په خاطر امنيتی ځواکونو د دوستم کور د څلورو خواو محاصره کړی دی.

به کابل کې امنیتي ځواکونه په دې هڅه کې وو چې د لوې څارنوالۍ لخوا د دوستم دنهو تنو ساتونکو د نیولوامر تطبیق کړي خو داچې دوستم د خپلو ساتونکوپه بدرګه خپل دفتر ته ولاړ د لوېې څارنوالۍ، کابل ګارنیزیون،امنیتي ځواکونو او په ټوله کې د حکومت کمزوري په ډاګه کړه.

اوس په کابل ښارکې لومړی لویه څارنوالي،ستره محکمه او د کورنیوچارو وزارت ترسوال لاندې راغلل چې کمزوری حکومت د دوستم د زوراکۍ په وړاندې د څه کولو توان نه لري.

داڅرګنده ده چې یادې امنیتی ادارې او د کورنیوچار وزارت  د دوستم په مقابل کې د څه کولو توان نه لری خو په شیر پورکې ېې د ښاریانو لپاره د دوستم د کورخواو شا لارو په بندلو ستونزي راولاړي کړې.

دوستم ته د حکومت، لوېې څارنوالۍ، سترې محکمې اوامنیتي ځواکونو کمزوري څرګنده ده ځکه خو د سپکو اودرنو وسلو په سیوري کې کابل ته داخل شو.

په دوه پلرونوکې یتیم حکومت د دوستم په وړاندې هیڅ نه شي کولای بې له دې چې د نرمۍ لاره غوره کړي او هغه څه چې دوستم ېې وایی هغې ته غاړه کیږدي.

درې میاشتې نږدې کیږي چې دوستم ته د ایشچي لویه دوسیه په مخ کې پرته ده او لویه څارنوالۍ  د دوستم  د نهو ساتونکو د نیولو ټټر وهلی دی .

د کمزوري حکومت لپاره لویه ستونزه داده چې نه د دوستم پرخلاف قوه کارولای شي او نه له ډاره د دوستم په وسله سمبال لښکرباورلري چې د کوم پلان له مخې پلان شوي کودتا ونه کړي ځکه خو ېې د دوستم له ساتونکو وسله وال کمربندونه تاو کړي دي.

اشرف غني په خپل کمزوري حکومت کې د زورواکي  دستم په وړاندې بله لار نه لري بې له دې چې د دوستم هرڅه ومني او ولس ته ووايي چې په دې اړه به قانوني کړنی کیږي.

.دوستم دومره زورورهم نه دی خو داشرف غني په کمزوري حکومت ډاډه ورځي که د دوستم دا سرزوري ترسره شوه امکان لري په امنیتی ادارو او په ځانګړي توګه په دفاع او کورنیوچارو وزارت کې به د صلاحیتونوپرسر اختلافات رامنځ ته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button