نعت حمدالله حلیمیار

زه مین یم ستا پر ښکلي لکه ګل مخ
ښکلوم دي په درود لــــکه بلبل مخ
ترانې ستا د سپیڅلي حـــــسن وایم
و به نه وینم په ژوند کي داسي بل مخ
محمده! ﷺ دطاغوت،جهل او کـــفر
تیارې ورکې شولې ستا په ځل وبل مخ
چي یي بدر له ښکلا نه پرده پوښ شو
دا جلوې دي د آقـــــــــــا دمجلل مخ
ستا دښکلي مخ فراق دی چي ژړیږم
له ناکامه حلمــــیار وهمه خپل مخ
حمدالله حلمیار



