شعرـــ حمدالله حلیمیار

د ازادی د ناوې هار ته دې پکار سرونه
دي قربانی ته وړاندې شوي دي په شمار سرونه
د تن په وینو یې ډیوې د خپلواکی بلېږي
آن تر منزله یې شیندلي دي پر لار سرونه
که چا بې ننګو مو شمله د بابا ټيټه کړله
لا خو درانه شته په شمله او په دستار سرونه
دا ستا په مینه کې تل لوبې په سرونو کوي
هېواده! نه دي ناغه شوي د اېثار سرونه
مونږ بیا ژوندی کړه د منصور د عشق خوږه افسانه
هاغه دي په ځوړند مو تر اوسه دي په دار سرونه
حمدالله حلیمیار



