ځیني رهبران داسي وي

غزل : رحمت الله نړیوال
ځان ښه پوه کړه د دنیا عجیبه راز دی
هر یو کس دخپل مقصد سره همراز دی

په ظاهره به ځان کاندي لوی مخلصه
داټپوس دی پري خطا نشې چې باز دی

تش دخولې په چالاکي یې دوکه نشې
مزخرف دی مزخرف ملمع ساز دی

توره سکاره له پاڅه سپین لباس پري خور دی
بس همدغه یې لوی مکر او اعجاز دی

داسي خلګو تل اولس وي تیر ایستلی
داسي شخص په درغلیو کي ممتاز دی

و فریبونوته یې ځیر شه “نړیواله”
هسي نه چې ته وا ده باندي مو ناز دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button