اسلام او دیمکراسۍ

لیکوال: هــارون ـ شاجوی
دا دوه متضاد شیان به په هیڅ صورت سره به جمع نه شي،دیمکراسۍ.په لويه کي په کډون کولوسره دیهودیانو، نصرانیانواونور کافرانواطاعت دي اوالله تعالی مؤمنان دکافرانو له اطاعت څخه منعه کړي دي اودهغویو په خلاف یي دجهاد حکم ورته کړی دی.
یآَیُّهَاالَّذیْنَ امَنُوْااِنْ تُطِیْعُوْا فَرِیقاً مّنَ الَّذِیْنَ اُوتُوْا الْکِتَابَ یَرُدُّوْکُمْ بَعْدَ اِیْمَانِکُمْ کَافِریْنَ.(البقرةسورة)
ترجمه: ای هغوکسانو چي ایمان یي راوړی دی (ای مومنانو) که تاسي حکم ومني دیوې ډلې له هغو کسانوچي ورکړی شوی دوي ته کتاب، نوبیرته به وګرځوي تاسي ورسته له ایمانه ستاسي کافران اوفرمایلي یي دي:

فَلَا تُطِعِ الْكٰفِرِينَ وَجٰهِدْهُم بِهِۦ جِهَادًا كَبِيرًا
نو [اې پېغمبره (ص)!] د كافرانو خبره هيڅكله مه منه او دا قُرآن درسره واخله، له هغو سره ستر (هر اړخیزه) جهاد وکړه. (سورةالفرقان)
نو دیمکرایۍ اوددغه نظام لوازم لکه احزاب او انتخابات یو ځانګړې جاهلي نظام دی، چي له اسلام څخه په هراړخیزه توګه بدل اومخالف دي.
چي له همدي کبله له اسلام سره دده امتِزاج په هیڅ صورت اوحالت کي ممکن اومشروع نه دی ځکه چي اسلام نور رنا ده اودیمکراسي له پیل حخه ترپایه پوري تیارې دي چي دغه دواړه په هیڅ صورت کي سره برابرنه دي. الله ج.فرمایلي دي.
[سُوۡرَةُ فَاطِر : 19] وَمَا يَسْتَوِى الْأَعْمٰى وَالْبَصِيرُ وَمَا يَسْتَوِى الْأَعْمٰى وَالْبَصِيرُ  وَلَا الظُّلُمٰتُ وَلَا النُّورُ (فاطرسورة)
ترجمه؛
اونه برابریږي سره ړوند(کافر)  اولیدونکی(مؤمن)اونه تیاره (باطل) اونه رڼا(حق) اسلام هدایت اوسمــــوالی دی اودیمکراسې کوږوالی او ضلالت دي الله تعالی فرمایلي دی قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَىِّ ۚ)البقرة
ترجمه: په تحقیق سره ښکاره سوې ده سمه لاره (دایمان) له ګمراهۍ(کفر)څخه اسلام دالله ج نازل کړی اسماني نظام دی اودیمکراسې ځمکني بشري نوښت دی چی له همدي کبله ددواړو ترمنځ ډیر زیات واټن دی!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button